د اسلام اقتصادي نظام – متوازنه اقتصادي آزادي

متوازنه اقتصادي آزادي :

د اقتصاد پوهان د اقتصادي آزادۍ خبرې کوي ، غربيان ادعا کوي چې اقتصادي آزادي په انفرادي سیستم کې ده چې دا سيستم د توليداتو د کيفيت لوړولو لپاره ګټور دی او په اقتصادي آزادۍ باندې محدوديت لګول د کاربار د خاوندانو لپاره يوازې د توليداتو او پانګې کمښت رامنځته کوي او د هغوی د فرار سبب کيږي او خپلې پانګې نورو هيوادونو ته نقلوي ، نو په اقتصادي آزادۍ باندې محدوديت لګول ملي اقتصاد تر تأثير لاندې راولي .

او د مارکس بچيانو ادعا وکړه چې په غرب کې اقتصادي آزادۍ د بيکارۍ مشکل اقتصادي مشکل او احتکار او نور زيانونه رامنځته کړی دي نو بله هيڅ لاره نشته تر څو په هغو باندې درانه قيدونه ولګول شي داسې قيد چې نه پلکې د افرادو آزادي وي او نه هم د ټولنې.

خو حقه خبره دا ده چې غرب خطاء شو ځکه چې بې قيده آزادي يې ورکړه او شرق هم خطاء شو ځکه چې هغه بنديز ورباندې ولګولو او ددې دواړو په پرتله په اسلام کې د افرادو او ټولنې تر منځ متوازنه اقتصادي ازادي ده.

تر څو يو طرف پر بل طرف ظلم او تيری و نه کړي او داسې اقتصادي نظام را منځته شي چې نه د کوم طرف په آزادۍ کې افراط وي او نه هم په محدوديت او قيد لګولو کې تفريط وي بلکي د افراط او تفريط څخه پاک وي .

غرب د افرادو په بې قيده آزادۍ سره د ټولنې اضرار نه ګوري مګر اسلام بيا داسې توازن را منځته کړی دی چې د دواړو حقوقه پکې خوندې دي .

أساليب الغزوه الفکري للعالم الاسلامي

***********************************************************************************************************************

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟