د اسلامې مقدساتو د سپکاوي په اړه ټولو افغانانو ته د اسلامې لارښود آواز
د افغان فخر امت بچيانو په تاسې مې کله داسې لوريږي !!!
دا يو څرګند حقيقت دی چې يهود او نصارا د اسلام سخترين دوښمنان دي او الله جل جلا له مسلمانان د یهودو او نصارؤ له دوستي څخه منع کړی دي :
قوله تعالی : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ { [المائدة:51]
ای مؤمنانو، يهوديان او نصرانيان دوستان مه نيسئ دوی په خپلو منځو کې سره ملګري دي او که له تاسې څخه څوک هغوی خپل ملګري ونيسي نو بيا هغه هم په همغوی کې شميرل کيږي ،پدې کې شک نشته چې الله ظالمان له خپلې لارښوني بې برخې کړي دي .
لا يَتَّخِذِ الْمُؤْمِنُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ (آل عمران ۲۸ )
مؤمنان ! پرته له مؤمنانو څخه کافران ، دوستان او واکمنان نه نيسي .
او پر افغانستان باندې د اوسني ستر نړيوال کفري حشر د يرغل يو آساسي هدف هم دا دی چې اسلام له بيخه وباسي او پر ځای خپل ساختګي قوانين عملي کړي .
په اسلامې خاوره باندې د کفارو د يرغل هر لحظه د اسلامې مقدساتو سپکاوی ، د فسق او فجورو رواجول دي .
د جهاد د اهدافو څخه يو هدف دا دی چې پر ځمکه کې د فسق او منکراتو مخ ونيول شي .
قال الله تعالى : ( وَمَا لَكُمْ لا تُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ مِنْ الرِّجَالِ وَالنِّسَاءِ وَالْوِلْدَانِ الَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَخْرِجْنَا مِنْ هَذِهِ الْقَرْيَةِ الظَّالِمِ أَهْلُهَا وَاجْعَل لَنَا مِنْ لَدُنْكَ وَلِيًّا وَاجْعَل لَنَا مِنْ لَدُنْكَ نَصِيرًا ) النساء /75 .
او ولی تاسې د الله جل جلا له په لاره کې جګړه ونه کړئ او د هغو کمزورو نارينه وو ، ښځينه وو او ماشومانو د (خلاصون په اړه ) چې وايي : ای زمونږ ربه ! مونږ له دغه ځای څخه چې خلک يې ظالمان دي وباسه او زمونږ لپاره له خپل دربار څخه کوم ساتندوی او مرستندوی و ټاکه .
قال الله تعالى : ( وَلَوْلا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَوَاتٌ وَمَسَاجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا اسْمُ اللَّهِ كَثِيرًا وَلَيَنصُرَنَّ اللَّهُ مَنْ يَنصُرُهُ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ ) الحج/40 .
که الله جل جلا له خلک يو د بل په وسيله دفع نه کړي نو ټول هغه ځايونه به ونړېږي چې د الله جل جلا له نوم پکې ډير ياديږي الله به هرومرو له هغو کسانو سره مرسته وکړي چې ( د الله د دين ) مرسته کوي ، الله ډير ځواکمن او برلاسی دی .
همدارنګه د کفري حشر تر يرغل لاندې په نړيواله سطحه د فاسق او فاجر حکومت واکمني په ټولنه کې فسق او فجورو ، منکراتو او فحشاء ته وده ورکول دي او د اسلامې احکامو د تر پښو لاندې کول دي ځکه اسلام يوازې نوم نه دی بلکي اسلام د الله جل جلا له احکامو ته د تسليمی نوم دی .
دا چې کله نا کله کافران په ظاهره د اسلام د مقدساتو سپکاوی کوي او کوم اعمال چې د مقدساتو د سپکاوي لپاره يې پر ډاګه ترسره کوي يوه داسې نښه ده چې ټول عام خلک ورباندې پوهيږي ولې د پردې تر شا چې څومره اسلام ضد فعاليت کيږي هغه به نو پوره پوره يو الله جل جلا له ته معلوم وي .
هغوی هره لحظه د اسلام د مقدساتو د سپکاوي ، د اسلام له مينځه وړلو دسېسې جوړوي نو مسلمانانو ته هم په کار ده چې هر لحظه د اسلام دفاع ته تيارسۍ ووسي .
کله چې د اسلام په خاوره کافران يرغل وکړي په يوازې جيغو ، زاريو نه وځي بلکي د تورې په زور به وځي ، او کله چې په ځمکه باران بند شي نو الله جل جلا له ته به زاری کوو تر څو د رحمت باران ووريږي .
نن د اسلام په ماڼې اور بل دی په چا کې که لږ او ډير ايمان وي نو د دين د نصرت د پاره خپلې هلې ځلې مه سپموي هغه که جسماني وي ، مالي او يا لساني او تبليغاتي وي .
څوک چې د ديموکراسۍ پر ځنځير وتړل شي د هغی کس بيا شهوات او نفساني غوښتنی پر عقل غالبې شي چې بيا تر خپل دين ،خپل هيواد او خپل مسلمان ورور نه په عيش نوش کې ژوند او د جيب او خيټي ډکول مهم شي .
د داسې کسان آساسي قانون رشوت وي يعنې د جيب او خېټي ډکول وي چې نه بيا د الله جل جلا له د اوامرو او نه هم د مخلوق د اوامرو څه لحاظ کوي بس هر څه په پيسو سره تر پښو لاندې کوي د پيسو په بدل کې تور سپين او سپين تور ګرځوي .
دا عقل بيا يرغلګر ته ميلمه وايې ، مستأمن او صلح ساتي يې بولي د شئون اسلامی پر پله روان ملاصاحب په کومو شرعی دلائلو يې تاسې صلح ساتي او مستأمنين بولې تاسې دا دلايل ولس ته وړاندې کړي تر څو مونږ هم ورباندې پوه شو.
هو تاسې به يې هغه وخت يرغلګر بولی چې د جوماتونو پر ځای کليساوي جوړي شي او د ولس عزت او ابرو مو پرځمکه ولويږي .
د ديموکراسۍ علمبرداران بيا اسلام او هيواد شا ته کړي بيا قوم پرستی را واخلی هغوی چې له دوی سره په يوه کلمه کې شريک دي له دوی سره د خاپوړو نه تر مرګ شريک دی هيڅ پروا نه کوي که پر ولسونو ممبارت کيږي که د اسلامې مقدساتو سپکاوي کيږي دوی به هيڅ غږ نه پورته کوي .
د دوی غږ به د ژبي ،قوم ، ډلې او تنظيم د دفاع لپاره وي مجلسونه او شوراګاني به يې ټول دې همدی هدف لپاره وي پر خپلو مسلمانو هيواد والو چې څه تيريږي د هغه به څه پروا نه کوي.
اخري خبره مې واروئ !
د رئيس جمهور صاحب نه تر عسکر پورې ټولو ته وايم چې د اسلام د نصرت او بقا د پاره کار وکړئ د کفارو له دوستي لاس واخلي په والله په غلطه لار روان ياست د قرآن حکمونو مو تر پښو لاندې کړي دي .
ګورئ د شئون اسلام په پله روانو ګمرا ملايان خبره مه منې دې ګمراهان ډير له لارې ايستلي دي ددې انساني شيطانانو خبرې مه منی .
واړوئ خپل مخ د الله جل جلا له کلام ته او د رسول الله صلی الله عليه وسلم سنتو ته چې هغه تا ته څه زار حکم کوي.
پر تاسې مې داسې کله لوريږي ای د افغان فخر امت بچيانو خپل ځان ته متوجه شئ ، خپل ګريوان ته سر ټيټ کړئ او خپله قضاوت وکړئ .
او زما دا په اوښکو لړلی پيغام واروئ دا د زړه د سوخت آواز دی .
دا د تاسې فقير آواز دی چې نه ډله لري ، نه چوکيداران لري او نه کومه بله ډبدبه لري
بس د الله جل جلا له د رضا د پاره مو تاسې ته دغه آواز وکړ
و من الله توفيق