ژباړه او ترتیب: خالد منصور هډه وال الافغاني
ناشر: دعوت نیوز
الله تعالی په خپل بې پایه حکمت سره د اسلامي شریعت په هر حکم کې داسې رازونه نغښتي چې یوازې د عمل کولو او غور کولو سره څرګندېږي. په جرمني کې یوې پوهنتون د یوې غوا په اړه داسې تجربه وکړه چې هدف یې دا و، معلوم کړي چې د اسلامي ذبح طریقه څومره رحمدلانه او علمي ده.
د علمي تجربې تفصیل:
دې مطالعې لپاره د EEG په نامه وسیله وکارول شوه، چې د څاروي د دماغ برقي څپې ثبتوي. دا تجربه د اسلامي طریقه ذبح د څاروي د درد احساس معلومولو لپاره ترسره شوه. پایلې داسې وې:
۱. لومړنۍ درې ثانیې:
د دماغ په برقي څپو کې هېڅ بدلون ونه لیدل شو، چې دا ثابتوي غوا ته په لومړیو دریو ثانیو کې هېڅ ډول درد احساس نه شو.
۲. درې نورې ثانیې:
په دې وخت کې لیدل شوه چې غوا بې هوښه شوه او غشي ته لاړه. دا د وینې د چټک جریان او دماغ ته د وینې د رسېدو د بندېدو له کبله پېښ شو.
۳. شپږمه ثانیه:
د EEG وسیله وښوده چې د دماغ برقي څپې بندې شوې، یعنې غوا مړه شوې وه او هېڅ ډول درد یې ونه محسوساوه.
—
د اسلامي ذبح ځانګړتیاوې:
د اسلامي ذبح ځانګړی طریقه د څاروي د رحمت او پاکوالي تضمین کوي. په دې طریقه کې:
1. شه رګونه او وینه ګرځوونکي رګونه پرې کېږي، خو سر له بدن څخه نه بېلېږي.
2. د اکسیجن او وینې جریان په چټکۍ سره بندېږي، څاروی بې هوشه کېږي.
3. د پچوتري غده د ایډرینالین هورمون تولید زیاتوي، چې وینه په چټکۍ سره بهېږي او څاروی پاکوي.
4. څاروی په بشپړ ډول له وینې خالي کېږي، کوم چې پاکوالي او حلالوالي ته ډېره ګټه لري.
—
اسلامي ذبح: د نړۍ تر ټولو رحمناک طریقه
ساینس اوس هغه حقیقتونه مني چې اسلام ۱۴۰۰ کاله وړاندې څرګند کړي وو. دا تجربه ثابتوي چې د اسلامي ذبح طریقه د څاروي لپاره تر ټولو مهربانه، علمي، او انساني طریقه ده. څاروی په آرامۍ سره مري، پرته له دې چې درد محسوس کړي.
سبحان الله! د اسلامي شریعت حکمتونه بې شمېره دي، او په دې کې زموږ د ټول ژوند لپاره لارښوونې دي.
—
د ایمان ښکلا او اصلاح
دا لیکنه یوازې د پوهېدو لپاره نه ده، بلکې موږ ته دا درس راکوي چې د اسلامي احکامو په حکمت باور ولرو او په دې عمل کولو کې هېڅ ډول شک او تردید ونکړو. که تاسو دا لیکنه ولوستله، نو:
1. د الله تعالی په دې ستر حکمت باندې شکر وکړئ.
2. خپل ایمان تازه کړئ:
“لا إله إلا الله محمد رسول الله”
ځکه چې دا کلمه د اووه آسمانونو او ځمکې له وزن څخه درنه ده.
ستاسو نظر او ارزونه
که لیکنه ګټوره وه، نو یوازې په کمنټ کې د لاندې فیصدي نه یوه ولیکئ:
۲۰ فیصده
۵۰ فیصده
۸۰ فیصده
۱۰۰ فیصده
او دا ضرور شریک کړئ، کېدای شي ستاسو په دې عمل سره د چا اصلاح یا ګټه وشي.
مننه!
…………………………………………………………………………………………………………………………………………………………
د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت نیوزبانکي پتهIslamic Bank AC # 00105100585219 :
د واټس آپ شمېره WhatsApp: +93 747 162 162:
Support Dawatnews Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219
WhatsApp:+93 747 162 162
…………………………………………………………………………………………………………………………………………………………
یادونه: په دعوت نیوز کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، د نن ټکی اسیا توافق ورسره شرط نه دی.
Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website