۸- د امر بالمعروف او نهی عن المنکر دنده او مسئوليت :؟
اسلامې حکومت به ددې پوره مسئوليت لري چې خپل رعيت د نيکو کارونو طرف ته و بولي او نا واړه او نا مشروع کارونو څخه خپل رعيت منع کړي همدارنګه رعيت او حتی د هيواد او ټولنې هر کس په دې باندې مکلف دی چې حق ووايي ، د نيک کار حمايت وکړي او د نا مشروع کار د نابودي د پاره تر خپله وسه کوښښ وکړي .
قوله سبحانه و تعالی :
[ وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلا تَعَاوَنُوا عَلَى الإثْمِ وَالْعُدْوَانِ] په نيکی او پرهيزکاری يو له بله مرسته وکړئ او (هيچکله ) د ګناه او نافرمانی په کار کې يو له بله مرسته مه کوئ (المائده ۲۰ ) .
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَقُولُوا قَوْلاً سَدِيدًا (الاحزاب ۷۰ ) .
(ای مؤمنانو ! له الله څخه ووېرېږئ او تل سمه خبره وکړئ ) .
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُونُواْ قَوَّامِينَ بِالْقِسْطِ شُهَدَاء لِلّهِ وَلَوْ عَلَى أَنفُسِكُمْ أَوِ الْوَالِدَيْنِ وَالأَقْرَبِينَ (النسآء ۱۳۵ ) .
(ای مؤمنانو ! په انصاف ټينګ ولاړ او د الله لپاره شاهدان اوسئ ، که څه هم دا (کار) ستاسې د خپلو ځانونو ، يا ستاسې د مور او پلار او خپلوانو په زيان وي ) .
د همدی مسئوليت په وجه محمدی (صلی الله عليه وسلم) امت غوره د امتونو دی .
قوله تعالی :
كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَر (۱۱۰ ال عمران ).
د دعوت طريقه په قرآنکريم کې داسې بيان شوی :
ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ (النحل ۱۲۵).
(( بلنه کوه (ای محمده ! خلقو ته ) لياری د رب (جل جلاله) خپل ته په حکمت سره اوموعظه (پند) نيک سره په ښه ډول او مباحثه کوه له دوی سره په هغی (طريقی ) چه هغه ډيره ښه وي )).