د اسلامي او سودي بانکونو په مينځ څه فرق دی ؟

اسلامي بانک هغه دی چې ټول معاملات يې د اسلامي شريعت موافق وي او په ټولو معاملات کې د سود او قمار څخه پاک وي .

په اسلامي بانک کې لاندې ضوابت موجود وي :

۱- د خدماتو ټول مراحل ( د اماناتو ساتل ، خرڅول او اخيستل ، مضاربت او اجاره .. ) به حلال او د اسلامي شريعت د ضوابتو موافق وي .

۲- د اسلامي بانک ټول اسباب او پانګه به حلال وي ، په سودي بانک کې د اسلامي بانکدارۍ د څانکې فعاليت خپله د سودي ادارې سره کومک دی او خپله سودي لين دين دی ځکه اسباب يې حلال نه دي .

د پورته ضوابطو په رڼا کې په سودي بانک کې د اسلامي بانکدارۍ د څانګې جوړول باطل دي او دا کار د سودي ادارې د تقويه کولو لپاره د عامو مسلمانانو د غولولو لپاره يوه حرامه حيله ده ، زمونږ پر ولس باندې د تپل شوي شيطاني بازار ځېنو سودي بانکونو اوس همدا حيله پکار اچولی ده چې په دې اړه مو مسلمانان خبرل کړل نور قضاوت او اجتناب ستاسو مسئوليت دی

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟