د ارواپوهنې له نظره د ماشوم سمه روزنه

اسدالله لودین

د ماشوم روزنه کیدای شي والدینو ته د قناعت وړ او هم خوندوره چاره وي، خو په ورته وخت کې کیدای شي دا کار ستونزمن او اوږدمهاله وي. مور او پلار باید د خپل ماشوم ورځنۍ اړتیاوې وپيژني او هغه ورته پوره کړي. والدین باید هر یوه ماشوم ته بېل بېل وخت ورکړي او د هغوی د مهارتونو په وده کې ونډه واخلي. دا مهارتونه د ورځني ژوند، ټولنیز مهارتونه او د مناسب چلند وړتیاوې دي. هغه والدین چې له یوه ډېر ماشومان لري، د هر یوه ماشوم شخصیت باید په پام کې ونیسي. له دې سپارښتنو سره داسې بریښي چې ګواکې د ماشوم روزنه یوه ستونزمنه چاره ده چې ان د متخصصانو سلامشورې ته اړتیا لري. په ورته وخت کې یو ارواپوه کولای شی په سختو شرایطو کې د ماشوم د روزنې په اړه والدینو ته سلا مشوره ورکړي.

د کورنۍ مشوره د ماشوم له روزنې سره څه مرسته کوي؟

که د کورنۍ جوړښت مو هر ډول وي، نننۍ کورنۍ او ګډ ژوند له بل هر وخته زیات پیچلې ستونزې له ځان سره لري. په داسې حالاتو کې د کورنۍ له یوه سلاکار سره مشوره یا له هغه څخه مرسته غوښتل هغه هم د کورنیو د ستونزو په حل یا هم د والدینو د روابطو په اړه، کولای شي د ماشومانو ښې روزې ته لاره هواره کړي. د کورنۍ له سلاکار یا ارواپوه سره خبرې اترې او له هغه څخه مرسته غوښتل تاسو ته دا وړتیا درکوي چې د خپلو ماشومانو روزنې ته ښه رسیدګی وکړی او په هواري کې یې بریالي شی.

د کورنۍ له مشاور سره سلا هغه هم د ستونزې یا نانندریو پر مهال، د عاطفي اړتیا لپاره، د ماشوم د روزنې لپاره، یا د خور او ورور ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو لپاره ګټوره ده.

د ماشومانو د روزنې په اړه سلامشوره والدینو سره مرسته کوي چې د خپل ماشوم د روزنې پر تګلاره ښه پوه شي، له دې سره تاسو د ماشوم د روزنې د ټاکل شوې تګلارې له ګټو او زیانونو خبریږی. دا چاره تاسو سره مرسته کوي چې د ماشوم د روزنې د تګلارې ګټې حد اکثر ته ورسوی او زیانونه یې کم کړی.

د ماشومانو په روزنه کې د والدینو رول

د ماشوم په ژوند کې تر ټولو اغیزناک کسان د هغه مور او پلار دي. ان له غټېدو وروسته ماشومان خپل مور او پلار د ژوند لپاره خپل لارښود ګرځوي. ماشومان ممکن په ځينو اخلاقي مسایلو یا معمولي اندیښنو په صورت کې له مور او پلاره مشوره وغواړي. په دغه صورت کې د مور او پلار چلند او باور د ماشوم پر چلند اغیز کوي. دغه کار تر ډېره د ماشوم د عمر په لومړنیو کلونو کې پیښیږي. ځینې مسلې لکه د ماشوم وهل یا له هغه سره بد چلند ممکن ټول عمر د ماشوم په ذهن کې پاتې شي او د هغه د ذهن او شخصیت په جوړېدو کې ځان دخیلوي.

تجربو ښودلې چې ماشومان تر ډېره په خپل ژوند کې د مور او پلار چلندونه په یوه څه بدلون سره خپلوي. له نورو انسانانو سره د مور او پلار چلند، خبرې کول، د هغوی خاص عقاید هغه څه دي چې ماشوم یې خپل ذهن کې کاپي کوي. همدا د دې ښکارندویي کوي چې مور او پلار د ماشوم په روزنه کې کلیدي رول لري. په دې صورت کې ویلی شوی چې والدین د خپلو ماشومان اغیزناک ښوونکي دي. له رواني پلوه والدین د خپلو ماشومانو د روزنې بنسټ ایښودونکي دي.

– د ماشومانو د ښې روزنې یوشمېر نورې تګلارې

ورځنی پروګرام:

د ماشومانو د ښې روزنې لپاره اړینه ده چې منظم ورځني پروګرامونه ورته ولرئ. که چیرته د ماشوم د ودې لپاره ورځنۍ برنامې تنظیم او ډاډ ترلاسه شي چې دغه برنامې په ښه توګه پلې کیږي، د ماشوم له ودې سره مرسته کولای شي. دغه برنامې کیدلی شي د ماشوم د ورځنیو کارونو ننداره، له ویده کېدو مخکې د کیسو لوستل یا لېدل، سهار له خوبه د پاڅېدو پر مهال د هغوی نازول او له هغوی سره مینه یا شفقت.

په ګډه خوراک:

د ماشومانو د ارواپواهنې په برخه کې یو مهم څیز له کورنۍ سره په ګډه خواړه دي. که چیرته تاسو په دنده کې بوخت یی یا مو نورو بوختیاوې ډېرې وي، نو د ډوډۍ وخت ښه فرصت دی چې له خپلو ماشومانو سره یوځای پر دسترخوان کینی او ماشومانو سره په ګډه او مینه خواړه وخوری. له دې سره هم تاسو له خوړو خوند اخلی او هم ماشومان په ښه توګه د خوړو اداب زده کوي.

هره ورځ ماشوم ته د کتاب لوستل:

د ماشومانو د ارواپوهنې له نظره د ماشوم په وده کې د کتاب ورځنۍ مطالعه ډېر رول لري. کله چې تاسو په لوړ غږ ماشومانو ته د کیسو کتابونه وایی، یا هغوی ته د انځورونو په اړه کیسې کوی، ماشوم ډېره لیوالتیا ورته پیدا کوي. دغه کار له ماشوم سره په زده کې مرسته کوي او هم هغه ته دا وړتیا ورکوي چې د بیان او خبرو مهارت یې لوړ شي.

ماشوم ته د کتاب لوستل په اسانه هغه له لوستلو او مطالعې سره بلدوي چې دا یې د مهارتونو په لوړېدو کې مهم اصل دی.

د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت نیوزبانکي پتهIslamic Bank AC # 00105100585219 :

د واټس آپ شمېره WhatsApp: +93 747 162 162:

Support Dawatnews Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219
WhatsApp:+93 747 162 162

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟