د اختلاط په اړه د معاصرو فقهاوو فتوی

و جاء في فتاوى اللجنة الدائمة (۱۲/۱۵۶):

الاختلاط بين الرجال والنساء في المدارس أو غيرها من المنكرات العظيمة، والمفاسد الكبيرة في الدين والدنيا، فلا يجوز للمرأة أن تدرس أو تعمل في مكان مختلط بالرجال والنساء، ولا يجوز لوليها أن يأذن لها بذلك.

ژباړه: په مدارسو او مکاتبو او نورو ځايونو کې د سړيو او ښځو تر مينځ اختلاط ستر ګناه او د دنيا او آخرت عظيم فساد دی، ښځې ته جايز نه ده چې د سړيو او ښځو په مختلط ځای کې تعليم زده کړي او د ښځې سرپرست ته جايزه نه ده چې هغې ته اجازه ورکړي.

فتوی علامه شيخ عبد المحسن بن حمد العباد:

ښځې ته د موټر چلولو دنده ورکول او د هغې کډون او اختلاط له نارينه سره د فاسدې ډيموکراسۍ څخه دی هغه ډيموکراسۍ چې مسلمانانو د خپلو دوښمنانو څخه را وارده کړې ده[1] ، الله سبحانه وتعالی فرمايي :

[وَأَنِ احْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ وَاحْذَرْهُمْ أَنْ يَفْتِنُوكَ عَنْ بَعْضِ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ إِلَيْكَ][2].

ژباړه: او دا چې ته د دوى په مینځ كې فیصله كوه په هغه څه سره چې الله نازل كړى دى او ته د دوى د خواهشاتو پیروي مه كوه او ته له دوى نه محتاط اوسه (هسې نه) چې دوى تا له ځینو (حكمونو) نه واړوي، چې تا ته الله نازل كړي دي.

او فرمايي : [يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تُطِيعُوا الَّذِينَ كَفَرُوا يَرُدُّوكُمْ عَلَى أَعْقَابِكُمْ فَتَنْقَلِبُوا خَاسِرِينَ][3].

ژباړه : اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كه چېرې تاسو د كافر شویو كسانو خبره ومنئ (، نو) هغوى به تاسو (له دین نه) په شا وګرځوي، بیا به تاسو داسې شئ چې تاوانیان به یئ.

او فرمايي : [وَلَنْ تَرْضَى عَنْكَ الْيَهُودُ وَلَا النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ قُلْ إِنَّ هُدَى اللَّهِ هُوَ الْهُدَى وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءَهُمْ بَعْدَ الَّذِي جَاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ مَا لَكَ مِنَ اللَّهِ مِنْ وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ][4]

ژباړه : او له تا نه خو به هیڅكله نه یهودیان راضي شی، او نه نصرانیان، تر دې چې ته د دوى د دین پیروي وكړې۔، ته ووايه: بېشكه د الله هدایت، هُم هغه (اصل) هدایت دى، او یقینًا كه تا، له دې نه پس چې تا ته علم راغى، د هغوى د خواهشاتو پیروي وكړه، (نو) تا لره د الله (له عذاب) نه (خلاصونكى) نه څوك دوست شته او نه كوم مددګار.

مرکز الفتاوی الاسلام ویب :

د نارينه او ښځو تر منځ اختلاط حرام او مفاسد يې ښکاره دي :

الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه أما بعد:
په نن عصر کې چې د نارينه او ښځو تر منځ کوم اختلاط خپور دی – حرام دی ، ځکه چې الله تعالی د نارينه او ښځو تر منځ اختلاط حرام کړی مګر دا چې محارم وي ځکه چې دا کار د فساد سبب دی او په دې باره کې دلائل زيات دي[5] (دا دلائل پورته بيان شول).

فتوی شيخ عبدالرحمن بن ناصر البراک :

د ضرورت پر مهال په مختلط پوهنتون کې زده کړه کول څه حکم لري ؟

ځواب : په مختلط پوهنتون کې زده کړه کول جواز نلري ، د مختلط پوهنتون معنی دا ده چې په هغه کې ښځې او نارينه سره کډ او يو ځای وي ، دا د فجور او فساد د خپريدو ستره لاره ده ، ځوانې نجوني او هلکان سره يو ځای کيږي او په چوکيو کې سره کيني او ټول په يو اتاق کې سره را ټوليږي او دا کار په امت کې د فحشآء د خپرولو دروازه ده[6]

فتوی شيخ عبدالرحمن بن ناصر البراک :

د بالغ هلک داخليدل بيګانه ښځو ته چې په وړوکتوب کې يې تربیه کړی وي څه حکم لري؟

ځواب : د بالغ هلک داخليدل او اوسيدل له بيګانه ښځو سره جواز نلري که څه هم په وړوکتوب کې يې تربيه کړی وی کله چې بالغ شي نو داسې دی لکه نور بيګانه کسان بلکي ښځه به د هغه څخه پرده او حجاب کوي ، لقوله سبحانه وتعالی : [أَوِ الطِّفْلِ الَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا عَلَى عَوْرَاتِ النِّسَاء][7] .

ژباړه: یا هغو وړو هلكانو (ماشومانو) ته چې د ښځو په اسرارو او پټو خبرو واقف شوي نه وي.

نو دغه ښځې د نوموړي هلک خپلوانې او محرمې نه دي نو هغوی ته جايزه ده چې هغه ته د داخليدو اجازه ور نه کړي او د هغه څخه پرده وکړي ، والله اعلم .

عبدالرَّحمن بن ناصر البرَّاك

17 جمادى الآخرة 1436هـ .ق

د شيخ محمد الأمين بن محمد المختار الشنقيطي د اوږې فتوی يو برخه :

د نارينه او ښځو تر منځ اختلاط او کډون په قرآن او سنتو حرام دی ، په نن عصر کې په ډيرو کې د الله تعالی ويره نشته (الا ما شآء الله ) او په هغوی کې بد اخلاقي خپره ده او د فرنګي کفر ټولو اخلاقي ارزښتونو ته يې سر ټيټ کړی دی .

پوه شئ چې د زنا د وصول د ټولو وسايلو مخنيوی پر مسلمانانو  واجب دی ، معلومه خبره ده چې د بيګانه نارينه او ښځو تر منځ په پوهنتونو کې اختلاط دی او دا کار د اروپا په پوهنتونو کې يو معمولي کار دی .

اختلاط د زنا وسيله ده لکه څنګه چې نن سبا ليدل کيږي د هغه لپاره دليل ته ضرورت نشته او څوک د هغه څخه انکار نشي کولای مګر کبرجن .

او وروسته عرب مسلمانو پلرونو ته په خطاب کې وايي :

ستاسې عربي شهامت چې د نورو پيړيو څخه درته ميراث شوی وو څه شو ؟

څنګه مو خپلې لوڼې پريښې چې بې حجابه ووځي او هغه چا ته يې سر ټيټ کړی چې غواړی د دوی د مفد کتلو او نظر څخه استفاده وکړي … هغه ناپوهه کسان کوم چې د دوی د شرف او فضيلت دوښمنان دي .

او ضرور ده چې تاسې ته د دوو مهمو ټکو يادونه وکړم :

لومړی ټکی :

د بې حجابۍ او اختلاط اصلي بنسټ د قرآن څخه څرګنديږي هغه دا چې شيطان د آدم او د هغه د ميرمنې او د هغه د اولادې دوښمن دی ، لقوله سبحانه وتعالی : [إِنَّ هَذَا عَدُوٌّ لَّكَ وَلِزَوْجِكَ ][8]

ژباړه: بېشكه دا (ابلیس) ستا او ستا د ښځې دښمن دى.

او فرمايي : [إِنَّ الشَّيْطَانَ لَكُمْ عَدُوٌّ فَاتَّخِذُوهُ عَدُوًّا إِنَّمَا يَدْعُو حِزْبَهُ لِيَكُونُوا مِنْ أَصْحَابِ السَّعِيرِ][9].

ژباړه: بېشكه شیطان ستاسو دښمن دى، نو تاسو هغه دښمن وګڼئ، یقینًا همدا خبره ده چې هغه خپله ډله رابلي، د دې لپاره چې دوى له دوزخیانو ځنې شي.

او الله سبحانه وتعالی فرمايي :[أَفَتَتَّخِذُونَهُ وَذُرِّيَّتَهُ أَوْلِيَاء مِن دُونِي وَهُمْ لَكُمْ عَدُوٌّ بِئْسَ لِلظَّالِمِينَ بَدَلاً][10].

ژباړه: ایا نو تاسو له ما نه غیر هغه او د هغه اولاده دوستان جوړوئ، حال دا چې دوى ستاسو دښمنان دي، او د ظالمانو لپاره بد بدل دى.

ښکاره خبره ده چې شيطان د آدم او د هغه د ښځې او د هغه اولادې سخت دوښمن دی او د ټولو وسايلو په کارولو سره د هغوی د دنيا او آخرت د سپکاوي او اهانت په هڅه کې دی او ښکاره ده چې تر ټول ستر ادبي اهانت د انسان د عورت لوڅيدل دي او د هغه د جامو ويستل دي .

او د ابليس لخوا د آدم او د حوا لومړی اهانت هغه وو چې دوی ته يې وسوسه ور واچوله او د دوی جامې وغورځيدې او د جنت د ونو په پانه يې ځانونه پټل .

او د دغه کشف عورت څخه د ابليس اصلي مقصد د انسان سپکاوی او د هغه انساني شرافت او کرامت له منځه وړل دي او همداسې شيطان هميشه په دې هڅه کې دی چې څنګه د آدم د اولادې اهانت وکړي عربو به د جاهليت په وخت کې د بيت الله شريف څخه په داسې حالت کې طواف کولو چې بدن به يې لوڅ وو ، حتی عورت به يې لوڅ وو.

او ټول د ابليس لخوا د آدم د اولادې اهانت دی او د دغه اهانت څخه د هغه بل مقصد د فاحشې خپرول دي.

د شيطان دغه سپکاوي او اهانت تر هغه وخت پورې دوام درلود څو الله تعالی اسلام نازل کړل او دغه ناوړه کړنې او فحاشت يې باطل وګرځولو .

او د وخت په تيرو سره د آسماني وحی څخه خلکو مخ واړولو او دين ضعيف شو نو شیطان ته د اهانت زمينه برابره شوه کافر هيوادونو کې د پرمختګ ترقي او تمدن په نوم ښځو څخه جامې ويستلې شوې او د ښځو لوڅ تصويرونه په مجلو او اخبارونو کې خپريدل او د فاحشې خپريدل او د د زنا اولاد چې د حساب څخه وتلي دي او دا کار په

اورپا او نور کې معلوم او ښکاره دي او بيا شيطان هڅه وکړه چې مسلمانان هم همداسې اهانت وکړي لکه د آدم او حوا يې چې کړی وو نن په اسلامي هيوادونو په ټولنو ، محفلونو او لارو لوڅې او بې حجابه ښځې ليدل کيږي چې تنګ او نری جامې اغوندې چې د فتنو ځايونه يې ورڅخه څرګنديږي .

او الله تعالی د خپل دين او خپلې کلمې د لوړوالی نصرت وکړي او الله تعالی دې مسلمانانو دا پوهه او بصيرت وکړي تر څو حق وپيژني .

دوهم ټکی :

مونږ خپلو مسلمانانو وروڼو ته دا تنبه ورکوو چې : د غرب په تمون کې ځنې شيان ګټور او ځنې مضر دي او چې ګټور دي د هغوی مادي امکانات او وسائل دي ، مونږ کولای شو هغه شيان چې زمونږ د دنيا لپاره ګټور وي د خپل د رب د تعليماتو په رڼا د هغه وصول لپاره کوښښ کړو ځکه چې الله تعالی مونږ حکم کړی دی :[]

او هغه چې ضررناک دي : د هغوی انساني اخلاقو او کرامت او شرافت زوال او آسماني تعاليمو ترک کول دي چې دا ټول مضر د انساني اخلاقو او کرامت لپاره شر او ضرر دی .

نو د اختلاط نتايج دا دي چې : د فحاشت او جرايمو زياتوالی ، د غير شرعي اولاد زياتوالی او هغه څه دي چې ښکاره او معلوم دي بيان ته يې ضرورت نشته پر هغو کفايت کول پکار دي کوم چې د پرمختللو هيوادونو په جريدو او مجلو کې خپريږي کله د حرامي اولاد زيادت او د حمل او جنين له منځه وړلو لپاره د درملو کارول .

د الله څخه سوال کوم چې زمونږ ټولو وروڼو ته د الله تعالی د محبت او رضا توفيق ورکړي و السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

فضيلة الشيخ محمد الأمين بن محمد المختار الشنقيطي[11]

 


[1] – كتاب: لماذا لا تقود المرأة السيارة في المملكة العربية السعودية، للعلامة عبد المحسن بن حمد العباد البدر، ص ۹- ۱۳.

[2] – سورة المائدة، الآية: ۴۹.

[3] – سورة آل عمران، الآية: 149

[4] – سوره البقره :۱۲۰ .

[5] – اسلام ويب رقم الفتاوی : ۲۵۲۳۳۵۳۹ .

[6] – فتاوی شيخ عبدالرحمن بن ناصر البراک نمبر فتوی : ۳۳۵۳.

[7] – سوره النور :۳۱ .

[8] – سوره طه :۱۱۷.

[9] – سوره فاطر :۶ .

[10] – سوره الکهف :۵۰ .

[11] – حکم الاسلام في الاختلاط : فتاوی علماء الکويت و العالم الاسلامي ص ۶۷-۸۷

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.