دوکتور سعيد بن علي بن وهف القحطاني رحمه الله پخپل کتاب «الاختلاط بين رجال و النسآء» کې وايي :
د بيګانه نارينه او ښځو د کډون او اختلاط په حرمت باندې د علماوو اجماع :
د نبی صلی الله عليه وسلم د عصر څخه تر نن پورې ما ته داسې کوم عالم معلوم نه دی چې هغه دې نني اختلاط ته چې د فتنې سبب دی جواز ورکړی وي .
ابوبکر العامري ( وفات :۵۳۰ ه ) وايي : د امت علماء په دې باندې اتفاق لري چې هر څوک د بيګانه نارينه او ښځو په اختلاط باندې باور ولري يعنې هغه حلال وګڼې نو هغه کافر شو د ارتداد په سبب به قتل کيږي او څوک چې د هغه په تحريم باندې باور لري مګر دغه کار تر سره کوي او د هغه په اړه يې سکوت او اقرار کړی وي فاسق دی ګواهي يې د قبول وړ نه ده [1].
او همدې اتفاق ته پخپل وخت کې د ازهر شيخ محمد الحضر حسين (وفات :۱۳۷۸ه) داسې اشاره کوي :
په دين کې د جنسينو (نارينه او ښځو ) تر منځ اختلاط حرام دی لکه څنګه چې زمونږ په ټولنه کې عامو مسلمانانو ته معلوم دی او لکه څنګه چې د دوی خاصو علماوو لخوا تعريف شوی دی او په دې اړه د حرمت دلائل په قرآن ، سنتو او د سلفو په سيرت کې موجود دي او په دين دا يو پيژندل شوی باب دی [2].
او شيخ صالح بن فوزان الفوزان وايي : د نارينه او ښځو تر منځ کډون او اختلاط په کتاب الله ، سنتو او اجماع حرام دی[3] .
او د لبنان عالم شيخ محمد خطيب وايي :
« د اختلاط په حرمت دوه تنه مسلمانان هم اختلاف نلري ، يعنې په حرمت يې د مسلمانان اتفاق دی او څوک چې زړه او غوږونه لري او هغه ګوري نو د هغه د اضرارو او مفاسدو څخه انکار نشي کولای .
او شيخ عبدالله بن جار الله وايي:
د کويت د ټولنيزې اصلاح ټولنې د اسلامي نړۍ د بيلابيلو ځايونو څوارلسو علماوو او فقهاوو ته دا سوال وړاندې کړ چې په اسلام کې د نارينه او ښځينه زده کوونکو تر منځ کډون او اختلاط څه حکم لري او د هغو ضررونه څه دي ، نو هر يو يې په تحريم باندې حکم ورکړی وو او د قرآنکريم څخه د «النور » او «الاحزاب» په سورتونو باندې فتوی ورکړي وه کوم چې د اختلاط او تبرج په حرمت او د حجاب پر وجوب او پخپلو کورونو کې پر پاتې کيدو باندې دلالت کوي .
او شيخ فريح البهلال وايي : او په دې مسئله باندې د علماوو اتفاق تواتر ته رسيدلی دی يوازې د دغه مسئلې په باره کې د (۳۰۰) څخه زيات تأليفات شوي دي کوم چې د بيګانه خلکو څخه د ښځې د مخ پټولو پر وجوب او د اختلاط ، مخ لوڅې او تبرج پر حرمت او خطر ليکل شوي دي.
او همدارنګه هغه وايي : پوه شه ای ګرانه وروره ! هغه څوک چې پر الله او ورځ د آخرت ايمان لري نو د مؤمنانو ښځو لپاره له بيګانه خلکو څخه حجاب فرض دی او د هغوی لپاره لوڅ مخ وتل او د زينت او سينګار ښکاره کول او د نارينه وو سره اختلاط کول د ستا د رب په کتاب او ستا د نبي محمد صلی الله عليه وسلم په سنتو او د مسلمان علماوو په اجماع او په صحيح اعتبار او قياس يې حرمت ثابت دی .
نو د اختلاط په حرمت د سلفو له عصر څخه تر نن پورې اتفاق دی هيڅ چا د هغه طرف ته دعوت نه دی کړی بلکي منافقينو او يا د هغه څخه مخکې ځنې ناپوهانو تر دې پورې چې کله په دغه عصر کې طاغوتي ديموکراسي راغله نو د نارينه او ښځو تر منځ يې اختلاط مباح وګرځولو .
[1] – ( ) أحكام النظر إلى المحرمات، العامري، ص ۸۳.
[2] -اختلاط بين رجال و النساء / دوکتور سعيد بن علي بن وهب القحطاني