د اختر پر ورځ ځينې کارونه چې سپارښتنه يې شوې ده او سنت يا واجب دي په لاندې ډول دي:
1.د اختر لمانځه ته له وتلو وروسته تر عيدګاه او بيا د خطبې تر پیله تکبير (الله اکبر) ويل سنت دي. تکبير ويل په ټولو، نر او ښځه، بوډا او ځوان په ټولو سنت ده.
2.د صدقة الفطر (سرسايې) ورکول چې بايد د اختر د لمانځه له ادا کېدو مخکې وشي. غوره لا داده چې تر
اختر مخکې ادا کړل شي تر څو بې وزلي او فقير خلک هم له اختره خوند واخلي.
3.تر ټولو غوره، پاکې او نوې جامې بايد واغوستل شي – هغه چې تر ټولو ښې ښکارېږي او سړی پکې دروند هم ښکاري.
4.عيدګاه ته بايد وختي ولاړ شو چې وختي تګ زيات ثواب لري.
5.تر ټولو مهمه يې دا چې هر چاته د ښه او خوشاله اختر هيله وکړو او نورو ته اختر مبارکي ووايو، يو بل ته لاس ورکړو يا غېږ ورکړو چې د وروګلوۍ رښتينې مظاهر وښيو. د اختر مبارکۍ ماثوره دعا دا ده: تقبل الله منا و منکم (الله دې له موږ او تاسې ټولو نه عبادتونه قبول کړي)
6.د خپلو خپلوانو، کليوالو او ګاونډیانو کورو ته ورتګ هم د اختر يو غوره سنت دي. يو بل ته تحفې ورکول د ورورۍ په فضا باندې نور خلوص هم ورزياتوي. پیغمبر (ص) ويلي: د مينې د ډېرېدو پّه خاطر يو بل ته تحفې ورکړئ.
7.په ياد ولرئ چې د اختر واقعي روحيه له بې وزلو او خوارانو سره په پوره سخاوت کې باید منعکسه شي. نو، څومره چې زيات کېدای شي بايد په صدقه کې مو لاس ازاد وي.
8.زيات استغفار او له الله څخه د مغفرت غوښتنه بايد وکړو. الله ته بايد دعا وکړو چې روژې، لمونځونه او صدقې مو قبولې کړي. همدا ډول د ټول اسلامي امت د پرمختګ او له جنګونو څخه د خلاصېدو دعا بايد وکړو.