سلام عليكم ورحمة الله وبركاته محترمو زما یوه پوشتنه ده که مو زر جواب را ولیگه زه دلته استانبول کی یم او نن دلته اختر دی خو په نورو اسلامی هیوادو کی روژه ده تولو افغانانو هم روژه وخورله او د اختر لماجه ته لارل تاسی سه وایی چی روژه وخورو او که یی ونیسو. مننه ستاسی جواب ته په تمه یم
محمد جاوير – ترکيه
یوه مهمه پوښتنه !!!
دا چي مونږ په قزاقستان کي مسافر یو او ددي ځاي دولت سبا ورځ ته اختر اعلان کړ، او سعودي حکومت روژه اعلان کړه؛
نو مونږ ته سه کول پکار دي ؟؟؟
د صحیح جواب په هیله
نياز محمد
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د احنافو د اکثرو مشايخ کرامو فتوی دا ده چې د مطالع اختلاف اعتبار نلري کچرې د مشرق خلک مياشت وويني د مغرب پر خلکو يې متابعت لازم دی ، سعودي د مسلمانانو قبله بلل کيږي او په دې کار کې پوره دقت کوي نو مونږ ځکه د هغه اعلان او څېړنې ته اعتبار ورکوو .
قال الحنفية اختلاف المطالع، ورؤية الهلال نهاراً قبل الزوال وبعده غير معتبر، على ظاهر المذهب، وعليه أكثر المشايخ، وعليه الفتوى، فيلزم أهل المشرق برؤية أهل المغرب.
(فقه اسلامي وادلته ،الدر المختار ورد المحتار: 131/2-132، مراقي الفلاح: ص109) .
مګر ځينې فقهاء بيا د هيوادونو مطالعو ته اعتبار ورکوي او وايي چې کوم هيوادونو په مطالع کې مختلف وي هغوی به جلا د سپوږمۍ ليدلو تحقيق کوي .
په دې باره کې د الأکاديمية الاسلامي د فقه استاذ دوکتور راشد بن عثمان وايي :
د اختلاف مطالع په صورت صحيح قول دا دی چې د خلکو د همغه ښار او هيواد د مسلمانانو امام ته دې رجوع وشي ، کچېرې خلک روژه وي روژه دې ونيسي او که روژه نه وي روژه دې نه نيسي په دليل د دغه حديث شريف : « الصوم يوم يصوم الناس ».
ښه خبره دا ده چې د اختلاف څخه ډه ډه وشي .
الصحيح من أقوال أهل العلم في ذلك أنها تعود إلى إمام المسلمين في هذا البلد، فإن صام في يومٍ صام الناس معه، والنبي صلى الله عليه وسلم قال: « الصوم يوم يصوم الناس »، وهذا أفضل، حتى في الدول الأوروبية وفي أمريكا وفي غيرها، يحدث نزاعٌ وخلافٌ كبيرٌ بين المسلمين هناك، فمن الجاليات من يصومون مع بلدانهم، فتجد أن هناك من يصوم السبت مثلًا مع السعودية، وهناك من يصوم الأحد مع دولةٍ أخرى، وهكذا.
نو د پورته دليل په اساس تاسې ته جايز ده چې د همغه هيواد د خلکو سره يو ځای روژه ونيسئ او يا روژه وخورئ .
و الله سبحانه وتعالی اعلم