د احنافو ضد لیکل شوې کتاب په اړه د اسلامي لارښود غبرګون

د شيخ امين الله د کتاب (خلفای راشدين او احناف ) ځواب

د خلفای راشدين او احناف په نوم کتاب چې شيخ امين الله ليکلې او په دغه کتاب کې يې خپله ډله د سنتو موافق او احناف د سنتو خلاف بلل شوې دي په داسې حال کې زما ايمل ته يو ورور را وليږله چې نن زمونږ په دين ، خاوره ، عزت او عفت اور بل دی ، اسلامي امت تر ټولو وختونو نه په سخت وخت کې قرار لري ، چې اسلامي وحدت ته سخت ضرورت دی ، او خپلې منځې تفرقو ته لمن وهل د اسلامي امت د پاره سخت خطرناک دي .

دا چې د اسلامي امت د اهل سنت و الجماعت (څلورو مذاهبو ) باندې له څوارلس سوه کاله راهسې د امت اجماع او اتفاق دی، نن عصر ځنې کسان غواړي اسلامي امت ټوټې او دغه د امت د شروع څخه تر نن پورې لويه اجماع و نړوي .

دغه رساله کومه چې شيخ امين الله ليکلې ده د اسلامي وحدت خلاف ، د رسول الله صلی الله عليه وسلم او خلفای راشدينو د سنتو پر وړاندې لويه ګوستاخي ، لويه بې انصافي ، تعصب ، او په حق باندې د سترګو پټول او داسې نور د اسلامي اصولو او اسلامي دعوت خلاف ليکنه ده چې په لاندې څو ټکو کې مختصراً بيانيږي .

۱- په اسلامي شريعت کې په لکونو مسائل دي ، څلور واړه مذاهب ټول پر دغو مسائل چې اکثراً اصولي مسائل دي متفق دي ، ډير کم شمير مسائل دي چې هغه د امت د فقهاؤ ترمينځ اختلافي دي او د اختلاف دوې وجې دي :

الف ) :  جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم ځنې شرعي امور د امت د آسانۍ د پاره په بېلابېلو طريقو تر سره کړي دي  لکه آمين بالجهر او آمين خفيه او داسې نور چې بيا د امت د امامانو څخه کوم يې يوه طريقه او کوم يې بله طريقه صرف د ترجيح او فضيلت له اړخه انتخاب کړي .

ب ) : د احاديثو د اسنادو صحت او ضعف په نظر کې نيول او هغه مسائل چې په هغه کې د قرآن او سنتو واضح حکم نه وي د شرعي مسائلو استنباط د قياس او اجتهاد له مخې چې بياهر مجتهد د خپل فهم او ادراک له مخې استنباط کړی دی ، طبعې خبره ده چې د انسانانو په فهم او ادارک کې فرق وي .

په دغه رساله کې اتفاقي مسائلو ته بالکل اشاره نه ده شوې فقط يو شمير هغه مسائل چې د امت له شروع څخه د فقهاؤ تر مينځ اختلافي دي څيړل شوي .

۲- شيخ په دغه رساله کې د قرآن او سنتو پر خلاف لويه ګوستاخي کړې ده ، ځکه دغه مسائل د صحابه کرامو د وخت نه تر نن زمان پورې اختلافي دي او هره ډلې فقهاؤ د خپل نظر د پاره د سنتو او صحابه کرامو د نقش قدم دلائل لري يعنې د فقهاؤ يوې ډلې پر يوه حديث شريف عمل کړی دی او بلې ډلې پر بل حديث شريف ، نو څوک چې هغه بل طرف د سنتو خلاف بولې او هغه ردوي ، د ګمراه ټاپې ور باندې لګوي ، هغوی اصلاً د رسول الله صلی الله عليه وسلم او خلفاء راشدينو سنت ردوي ، د سنتو مخالفت کوي او اصلاً په صحابه کرامو باندې د ګمرا ټاپه لګوي (الغياذ با الله ) .

۳- شيخ په دغه رساله کې لويه بې انصافي او لوی تعصب کړی دی هغه دا چې د خپلې ډلې دليلونو باندې يې د احاديثو او خلفاء راشدينو مأخذ ورکړی دی او د احنافو د دلائلو د پاره يې د فقهې حوالې ورکړي دي او هغه احاديث يې نه دي ذکر کړی کوم چې احنافو د خپلو مسائلو د استنباط د پاره دليل نيولي دي .

شيخ په پوره تعصب ، بې انصافۍ او حق پټولو سره داسې ښودلې ده چې مونږ د سنتو موافق او احناف د سنتو خلاف دی ، حال دا چې د اسلامي فقهې د هرې مسئلې د پاره د قرآن او حديث دليل موجود دی .

او په دې مسائلو باندې داسې علماء ستړي شوې دي چې په علميت او تقوی يې د ټول امت اتفاق دی .

او دا سلسله د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم د وفات وروسته شروع شوې ده ، د اسلامي فقه لنډ تاريخ دلته وګورئ

۴– که د دغه رسالې څخه د شيخ هدف حق ته رسيدل ، اصلاح او نصيحت وای ، نو ده به د دواړو طرفونو دلائل ذکر کړی وو ، او بيا به يې د دواړو طرفونو په دلايلو خپل اظهار نظر کړی وو چې دغه دليل راجح او دغه دليل قوي دی ، زما په خيال دغه حديث شريف قوي او دغه ضعيف دی نو که په دغه باندې عمل وشي ښه به وي ، نو بيا به د شيخ صاحب په دغه حرکت باندې د اصلاح ګمان کيده ، مګر ده چې کومه رساله ليکلې ده ، د ‍اسلامي امت د وحدت خلاف ، د ځنو سنتو تأيد او د ځنو رد ، د اسلامي امت د فقهاؤ بې حرمتي ، تعصب باندې ولاړه ده چې هدف يې اصلاح نه بلکي سپکاوی دی .

دلته مو د نمونې د پاره د هغه څو مسئلې ځواب کړی دي تاسې ولولئ او خپله قضاوت وکړئ :

۱- مثال : خليفه راشد عمر فاروق ، ابن عمر او ابن مسعود رضی الله عنهم نه نقل دی چه مس المرأة (زنانه له لاس وروړلو ) سره اودس ماتيږي . (دارقطنی ۱/۱۳۳ – مشکوة ۱/۴۱ ) .

ددې خلاف احناف وايي چه زنانه مسه کولو سره اودس نه ماتيږي .

عالمګيري (۱/۱۳) شرح الوقايه (۱/۷۷ ) خلاصه الفتاوی (۱/۱۵ ) کښې دي .

ځواب : دا مسئله د صحابه رضی الله عنهم او د مذاهبو د امامانو تر مينځ يو اختلافي مسئله ده :

د امام ابوحنيفه او په يو روايت کې د امام احمد په نزد د زنانه په مسح کولو سره ادس نه ماتيږي ځکه جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم ځنې بېبيانې مچي کولې بيا به يې لمونځ کولو اودس به نه يې کولو په دليل د دغه حديث شريف : عن عائشة رضي الله عنها أن النبي صلى الله عليه وسلم : ( قَبّل امرأة من نسائه ثم خرج إلى الصلاة ولم يتوضأ ) أبو داود في الطهارة (178،179،180) ، والترمذي في الطهارة (86) ، والنسائي في الطهارة (1/104) وابن ماجه في الطهارة ( 502) .

جاء فی الموسوعة الفقهية (هيئت کبار علماء الاسلام ) :

يختلف الفقهاء في انتقاض الوضوء بلمس الرّجل للأنثى المشتهاة .

فعند الحنفيّة ، وفي روايةٍ عن الإمام أحمد أنّ الوضوء لا ينتقض باللّمس ، لرواية عائشة رضي الله تعالى عنها : « أنّ النّبيّ صلى الله عليه وسلم قبّل بعض نسائه ، ثمّ صلّى ولم يتوضّأ »

۲– مثال : خليفه راشر عمر فاروق رضی الله عنه او عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه فرمايي چې د جنابت د پاره تيمم کول جايز نه دي (بخاری ۱/۴۷ ، ۴۸ ) .

ددې خلاف احناف وايي چه جنوب د پاره تيمم کول جايز دی (کنز ۱/۶ – هدايه ۱/۴۹ – درالمختار ۱/۱۰۹ ) .

ځواب : په دې مسئله کې هم د امت د فقهاؤ تر مينځ اختلاف دی ، د ابوحنيفه ، ځنو مالکيه او ځنو شافعيه ، ابن تيميه او ابن الجوزی په نزد د جنوب د پاره تيمم مباح دی ، ځکه تيمم د ابو پر ځای د طهارت د پاره دی ، ولقول النّبيّ صلى الله عليه وسلم : « إنّ الصّعيد الطّيّب طهور المسلم وإن لم يجد الماء عشر سنين ، فإذا وجد الماء فليمسّه بشرته فإنّ ذلك خير » (صحيح الترمذی لالباني 124– مشکاة المصابيح 1/126 ) .

جاء فی الموسوعة الفقهية (هيئت کبار علماء اسلام )

التّيمّم : اختلف الفقهاء في أنّ التّيمّم هل هو رافع للجنابة ، أو غير رافع لها ؟ ومع اختلاف الفقهاء في ذلك إلاّ أنّهم متّفقون في الجملة على أنّ التّيمّم يباح به ما يباح بالغسل من الجنابة .

فذهب الحنفيّة وبعض المالكيّة وبعض الشّافعيّة وابن تيميّة وهو رواية عن أحمد واختارها ابن الجوزيّ إلى أنّ التّيمّم يرفع الحدث ، لأنّه بدل مطلق عن الماء ، ولقول النّبيّ صلى الله عليه وسلم : « إنّ الصّعيد الطّيّب طهور المسلم وإن لم يجد الماء عشر سنين ، فإذا وجد الماء فليمسّه بشرته فإنّ ذلك خير » فقد سمّى التّيمّم وضوءا ، والوضوء مزيل للحدث ، وقال صلى الله عليه وسلم : « جعلت لي الأرض طهوراً ومسجداً » ، والطّهور اسم للمطهّر فدلّ على أنّ الحدث يزول بالتّيمّم .

۳- مثال : خليفه راشد عمر فاروق ، ابن عمر او ابی هريرة رضی الله عنهم فرمايي چه مس الذکر (اندام مخصوصه له لاس وروړلو ) سره اودس ماتيږي (طحاوی ۱/۴۳ – تنظيم الاشتات ۱/۱۳۲- السنن الکبری للبيهقی ۱/۹۱ – عبدالرازق ۱/۱۱۴ ) .

ددط برعکس احناف وايي چه شرمګاه له لاس وروړلو سره اودس نه ماتيږي .

(الهداية ، ردالمختار ۱/۹۹ – کنز ۱/۶ )

ځواب : د امام ابوحنيفه او امام مالک په نزد شرمګاه ته لاس وروړلو سره اودس نه ماتيږي ، په دليل د دغه حديث : لحديث طلق بن عليّ عن أبيه { عن النّبيّ صلى الله عليه وسلم أنّه سئل عن الرّجل يمسّ ذكره في الصّلاة فقال : هل هو إلاّ بضعة منك } . شرح فتح القدير  1/58- وصححه الترمذي وابن حبان ، وقال ابن المديني : هو أحسن من حديث بسرة ) .

مګر د امام شافعې په نزد شرمګاه ته لاس ورړلو سره اودس ماتيږي په دليل د دغه حديث : بسرة بنت صفوان أن النبي صلى الله عليه وسلم قال : (من مس ذكره فليتوضأ)
أبي هريرة رضي الله عنه : (إذا أفضى أحدكم بيده إلى ذكره ؛ ليس دونها ستر فقد وجب عليه الوضوء)

مګر د اکثرو معاصرو فقهاؤ قول دا دی چې په مس الذکر باندې اودس نه ماتيږي ځکه د طلق بن علی حديث نظر د بسر او ابی هريرة احاديثو ته قوي دی .

فتاوی الاسلام سوال جواب ليکي : أن الأصل بقاء الطهارة ، وعدم النقض ، فلا نخرج عن هذا الأصل إلا بدليل متيقن . وحديث بسرة وأبي هريرة ضعيفان ، وإذا كان فيه احتمال ؛ فالأصل بقاء الوضوء . قال صلى الله عليه وسلم : (لا ينصرف حتى يسمع صوتا ، أو يجد ريحا) فإذا كان هذا في السبب الموجب حسا ، فكذلك السبب الموجب شرعا ، فلا يمكن أن نلتفت إليه حتى يكون معلوما بيقين .

۴- مثال : خليفه راشد عمر فاروق رضی الله عنه فرمايي : د درندګانو او ليوانو جوټه پاکه ده .

(مشکوة ۱/۵۱ – موطا ۱/۱۴- عبدارزاق ۱/۷۷ فقه عمر بن الخطاب ص ۵۹۸ ) .

ددې برعکس احناف وايي : د درندګانو او ليوانو جوټه پليته ده (هدايه ۱/۴۵ – کنز ۱/۹ شرح وقايه ۱/۲۹ ) .

ځواب : د احنافو په نزد د حيواناتو جوټه په څلور قسمه ده :

الف)- د انسان جوټه : د انسان جوټه حلاله ده مسلمان وي يا کافر ، ماشوم وي يا لوی په دليل د دغه حديث شريف : « وقد أتي عليه الصلاة والسلام بلبن فشرب بعضه وناول الباقي أعرابيّاً كان على يمينه فشرب ، ثمّ ناوله أبا بكر رضي الله عنه فشرب ، وقال : الأيمن فالأيمن » .

وعن عائشة رضي الله عنها قالت : « كنت أشرب وأنا حائض ، ثمّ أناوله النّبيّ صلى الله عليه وسلم فيضع فاه على موضع في فيشرب » (المسلم ۳۰۰ ) .

همدارنګه د هغو حيواناتو جوټه پاکه ده چې غوښې حلالې وي بغير له کوچه کشتو چرګانو ، په دليل د دغه حديث شريف : « أنّ النّبيّ صلى الله عليه وسلم توضّأ بسؤر بعير أو شاة »

ب)- د پشی جوټه پاک ده ولی مکروه ده ، امام يوسف وايي ځکه پاکه ده چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: « إنّها ليست بنجس » او بل په دليل د دغه حديث : في قوله صلى الله عليه وسلم : « إنّما هي من الطّوّافين عليكم أو الطّوّافات »

او مکروه ځکه ده چې : عن أبي هريرة رضي الله عنه مرفوعاً إلى رسول اللّه صلى الله عليه وسلم أنّه قال : « السّنّور سبع » .

ولقوله صلى الله عليه وسلم « يغسل الإناء إذا ولغ فيه الكلب سبع مرّات أولاهنّ أو آخرهنّ بالتّراب ، وإذا ولغت فيه الهرّة غسل مرّةً » .

او بل په دې وجه چې مږکان پر خوله نيسي .

ج)- د سپې ، خنزير او نورو درندهګانو جوټه مرداره ده : أمّا الخنزير فلأنّه نجس العين لقوله تعالى : { فَإنَّهُ رِجْسٌ } الآية . ولعابه يتولّد من لحمه النّجس . وأمّا الكلب فلأنّ النّبيّ صلى الله عليه وسلم أمر بغسل الإناء من ولوغه سبع مرّات ، ولسانه يلاقي الماء أو ما يشربه من المائعات الأخرى دون الإناء فكان أولى بالنّجاسة ، ولأنّه يمكن الاحتراز عن سؤرهما  وصيانة الأواني عنهما ، ولأنّ « النّبيّ صلى الله عليه وسلم عندما سئل عن الماء وما ينوبه من السّباع ؟ قال : إذا كان الماء قلّتين فإنّه لا ينجس » . ولو كانت طاهرةً لم يحدّه بالقلّتين .

ولما روي أنّ عمر رضي الله عنه خرج في ركب فيه عمرو بن العاص حتّى وردا حوضاً فقال عمرو بن العاص : يا صاحب الحوض هل ترد حوضك السّباع ؟ فقال عمر : يا صاحب الحوض لا تخبره فإنّنا نرد على السّباع وترد علينا . ولو لم يكن الماء يتنجّس بشربها منه لم يكن للسّؤال ولا للنّهي عن الجواب معنىً ، ولأنّ هذه الحيوانات غير مأكولة اللّحم ويمكن صون الأواني منها ، وعند شربها يختلط لعابها بالمشروب ولعابها نجس لتحلّبه من لحمها وهو نجس ، فكان سؤرها نجساً (الموسوعة الفقهية)

د)- مشکوکه جوټه : د خره  جوټه مشکوکه ده ځکه په کې دې د نصوصو تعارض دی احتياطاً مشکوکه کڼل شوې تر څو د کوم نص رد را نشي ځکه : رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغه جامو سره لمونځ کړی دی کومې به چې د خر په خولو لمدې وي نو کله چې د خره خولې پاکې وي جوټه يې په طريقه اولی پاکه ده ، د ابن عباس رضی الله عنه عمل هم دا ؤ چې د خره جوټه به يې پاکه بلله  مګر حضرت عمرفاروق هغه ته جنس ويلې ده .

جاء فی الموسوعة الفقهية : المشكوك في طهارة سؤره وهو الحمار الأهليّ والبغل فسؤرهما مشكوك في طهارته ونجاسته لتعارض الأدلّة ، فالأصل في سؤرهما النّجاسة ، لأنّه لا يخلو سؤرهما عن لعابهما ، ولعابهما متحلّب من لحمهما ولحمهما نجس ، ولأنّ عرقه طاهر لما روي « أنّ النّبيّ صلى الله عليه وسلم كان يركب الحمار معرورياً والحرّ حرّ الحجاز ، ويصيب العرق ثوبه ، وكان يصلّي في ذلك الثّوب » . فإذا كان العرق طاهراً فالسّؤر أولى .

وقد تعارضت الآثار في طهارة سؤر الحمار ونجاسته ، فعن ابن عبّاس رضي الله عنهما أنّه كان يقول : الحمار يعتلف القتّ والتّبن فسؤره طاهر . وعن ابن عمر رضي الله عنهما أنّه كان يقول : إنّه رجس ، وتعارضت الأخبار في أكل لحمه ولبنه كما تعارض تحقّق أصل الضّرورة فيه ، لأنّه ليس في المخالطة كالهرّة فلا يعلو الغرف ولا يدخل المضائق ، وليس في المجانبة كالكلب ، فوقع الشّكّ في وقوع حكم الأصل ، والتّوقّف في الحكم عند تعارض الأدلّة واجب ، ولذلك كان مشكوكاً فيه فلا ينجّس سؤره الأشياء الطّاهر .

۵- خليفه راشد عمر فاروق رضی الله عنه فرمايي د هغه حيواناتو بول پاک دی د کومو حيواناتو چې غوښه خوړلی شي د هغوی متيازی پاکی دی (مستدرک ۱/۱۵۹ ) .

ليکن ددی خلاف احناف وايي چې ددې حيواناتو متيازی نجسې دی (هدايه – شرح وقايه ۱/۱۳۹ ) .

ځواب : د امام ابوحنيفه او صاحبينو په نزد د هغو حيواناتو متيازې جنسی دي د کومو چې غوښې خوړل کيږي ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم د استجاء د پاره تېږي وغوښتې ، هغه مبارک ته تيږې او خوشايه راوړل شول ، تېږی يې واخستلې او د غوا خوشايه يې و غورځول .

په دليل د دغه حديث شريف : وهو ما رواه ابن مسعود رضي الله عنه ، « أنّ النّبيّ صلى الله عليه وسلم طلب منه ليلة الجنّ أحجاراً للاستنجاء ، فأتى بحجرين وروثة ، فأخذ الحجرين ، ورمى الرّوثة ، وقال : إنّها ركس » (مسند احمد 60/6 – صحيح ابن ماجه لألبانی 257 – صحيح الترمذی لألباني الصفحة أو الرقم 17)  ، ولم يرد نصّ يعارضه ، فكانت نجاستها مغلّظة .  

۶- مثال : خليفه راشد عمر فاروق رضی الله عنه وايي چه ټولې ابه پاکې دي که لږ او که ډيرې تر څو پورې چې ددې اوصاف ثلاثه متغير نه وي .

(کنزالعمال رقم ۲۷۲۷۸ – المحلی ۱/۱۴۶ فقه عمر رضی الله عنه ص ۵۹۵ ) .

ليکن ددې خلاف احناف وايي : چه کله اوبه لس په لسو کې وي او په دې کې نجاست پريوځې نو نه پليتيږي ( هدايه ۱/۳۵ – شرح وقايه ۱/۸۶ ) .

ځواب : اصلي مسئله دا ده چې د څلورو واړو مذاهبو (الحنفية ، الشافعية ، المالکية و الحنبلية ) په اتفاق کله چې د اوبو خوند ، رنګ ، او بوی تغير شي اوبه جنسی دي .

په دليل د دغه حديث شريف :  إنّ الماء لا ينجّسه شيء إلاّ ما غلب على ريحه ولونه وطعمه  (الجامع الصغير 2096 )

همدارنګه د جمهورو فقهاؤ د لږو او ډيرو ابو تر مينځ فرق باندې قائل دي ځکه لږ اوبه ژر مرداريږي او ډيرې اوبه ژر نه مرداريږي او ددې په حد او اندازه کې د فقهاؤ اختلاف دی امام ابوحنفه د زياتو ابو حد داسې بيانوي چې که يو طرف ته يې حرکت ورکړ شي بل طرف حرکت ونه کړي .

د لږو او ډیرو ابو تر مينځ فرق د پاره دليل دغه حديث دی : » إنّ الماء لا ينجّسه شيء إلاّ ما غلب على ريحه ولونه وطعمه « (الجامع الصغير 2096 )

او بل دا حديث شريف : قوله عليه الصلاة والسلام كما في السنن قال إذا كان الماء قلتين فإنه لا ينجس (ابی داود باسناد صحيح ) .

موسوعة الفقهية ليکي :

أجمع العلماء (الحنفية ، الشافعية ، المالکية و الحنبلية ) على أنّ الماء الّذي غيّرت النّجاسة طعمه أو لونه أو ريحه أو أكثر من واحد من هذه الأوصاف أنّه لا يجوز الوضوء ولا التّطهّر به .

لقول النّبيّ صلى الله عليه وسلم : ( إنّ الماء لا ينجّسه شيء إلاّ ما غلب على ريحه ولونه وطعمه )

فذهب الجمهور إلى الفرق بين الماء القليل والماء الكثير ، فقالوا : إن كان قليلا أصبح نجسا ، وإن كان كثيرا لم يكن نجسا . وهؤلاء اختلفوا في الحدّ بين القليل والكثير ، فذهب الإمام أبو حنيفة إلى أنّ الحدّ بينهما هو أن يكون الماء من الكثرة بحيث إذا حرّكه آدميّ من أحد طرفيه لم تسر الحركة إلى الطّرف الثّاني منه ، أمّا إذا سرت الحركة فيه فهو قليل .

قوله عليه الصلاة والسلام كما في السنن قال إذا كان الماء قلتين فإنه لا ينجس .

 

۷- خليفه راشد عمر فاروق رضی الله عنه به په جورابو باندې مسح کوله (مسند احمد ۱/۱۴)

ددې خلاف احناف وايي : په اوداسه کې په جورابو باندې مسح کول جايز نه دي :

ځواب : د جرابو په مسحه کې د صحابه کرامو او مذاهبو اختلاف دی چې ځنې په جورابو باندې مسح کول جايز بولي لکه ابن شيبه چې د ځنو صحابو اثار نقل کړی دي :

أن أبا مسعود البدري كان يمسح على الجوربين.

عن عقبة بن عمرو أنه مسح على جوربين من شعر.

قال الحسن وسعيد بن المسيب: يمسح على الجوربين إذا كانا صفيقين.

عن إبراهيم النخعي أنه كان يمسح على الجوربين.

وعن ابن عمر قال: المسح على الجوربين كالمسح على الخفين.

(رواه ابن ابې شيبه ) .

دوهم قول د ابوحنيفه ، شافعی ، او مالک رحمهم الله دی چې په يوازې جورابو نه بلکي جورابو د نعلين سره ، په موزو باندې مسح کول جايز دي .

واستدل هذا الفريق بعدد من الآثار، منها ما رواه البيهقي في سننه، وهي:

عن عبد الله بن كعب يقول: رأيت علياً بال ثم مسح على الجوربين والنعلين.

وعن خالد بن سعيد يقول: رأيت أبا مسعود الأنصاري يمسح على الجوربين والنعلين.

وعن إسماعيل بن رجاء عن أبيه قال: رأيت البراء بن عازب بال ثم توضأ فمسح على الجوربين والنعلين ثم صلى.

۸- مثال : د اهل حديثو په نزد په موزو باندې د مسح کولو موده محدوده نه ده ، لکه مسلسل ډيرو ورځو پورې په هغې مسح کول د هغوی په نيز جايز وو ( صحاوی ۱/۸۰ – مجموع ۱/۵۲۱ – کنزالعمال ۲۷۵۹۸ ) .

او احنافو دری ورځو نه زيات په موزو باندې مسح کولو ته جايز نه وايي (هدايه ۱/۵۹ – ردالمحتار ۱/۱۸۰ ) .

ځواب : د احنافو په نزد د موزو مسح د مسافر د پاره دری ورځې او د مقيم د پاره يو ورځ ده ، په دليل د دغه حديث شريف : انِ النَّبيِّ صلَّى اللَّهُ عليهِ وسلَّمَ أنَّهُ رخَّصَ للمسافرِ إذا توضَّأَ ولبسَ خفَّيهِ ثمَّ أحدَثَ وضوءًا أن يمسحَ ثلاثةَ أيَّامٍ ولياليَهنَّ وللمقيمِ يومًا وليلةً (علل الکبير ۵۵ لبخاري ) – الصحيح المسند -) 1181- شرح السنه لبغوی  1/33

۹- مثال : د اهل حديثو په نزد صلاة الوسطی د صباء لمونځ دی .

(طرح التثريب ۲/۱۷۳ – المجموع ۳/۶۳ ) .

ددې خلاف احناف وايي چه دا د مازديګر لمونځ دی ، مرقات (۲/۱۳۷ ) .

 

ځواب : د صلاة الوسطی په اړه د صحابه کرامو ، د مذاهبو د امامانو تر مينځ اختلاف دی ، مګر اکثره مفسرين وايي چې چې الوسطی څخه مابيني لمونځ مراد کوم چې مازديګر دی ځکه مازديګر وسطي لمونځ دی .

تفسير الطبري ليکي :

حدثنا محمد بن بشار قال، حدثنا أبو عاصم= وحدثنا أحمد بن إسحاق قال، حدثنا أبو أحمد= جميعا قالا حدثنا سفيان, عن أبي إسحاق, عن الحارث, عن علي قال: ” والصلاة الوسطى ” صلاة العصر. .

5381- حدثني محمد بن عبيد المحاربي قال، حدثنا أبو الأحوص, عن أبي إسحاق قال، حدثني من سمع ابن عباس وهو يقول: ” حافظوا على الصلوات والصلاة الوسطى “، قال: العصر.

5382- حدثنا أبو كريب قال، حدثنا مصعب بن سلام, عن أبي حيان, عن أبيه, عن علي قال: الصلاة الوسطى صلاة العصر.

5383- حدثني يعقوب قال، حدثنا ابن علية قال، حدثنا أبو حيان, عن أبيه, عن علي مثله.

5384- حدثنا أبو كريب قال، حدثنا مصعب عن الأجلح, عن أبي إسحاق, عن الحارث قال: سمعت عليا يقول: الصلاة الوسطى صلاة العصر.

5385- حدثنا ابن حميد قال، حدثنا حكام, عن عنبسة, عن أبي إسحاق, عن الحارث قال: سألت عليا عن الصلاة الوسطى, فقال: صلاة العصر

تفسير البغوي ليکي :

وذهب الأكثرون إلى أنها صلاة العصر رواه جماعة عن رسول الله صلى الله عليه وسلم وهو قول علي وعبد الله بن مسعود وأبي أيوب وأبي هريرة وعائشة رضوان الله عليهم وبه قال إبراهيم النخعي وقتادة والحسن.

تفسير الميسر ليکي :

حافظوا -أيها المسلمون- على الصلوات الخمس المفروضة بالمداومة على أدائها في أوقاتها بشروطها وأركانها وواجباتها, وحافظوا على الصلاة المتوسطة بينها وهي صلاة العصر, وقوموا في صلاتكم مطيعين لله, خاشعين ذليلين.

۱۰- مثال : د اهل حدیث او نورو فقهاؤ په نزد د سفر او باران په موقع باندې جمع بين الصلاتين جمع تقديم او جمع تاخير دواړه کول

(عبدالرزاق ۲/۵۵۶ – المجموع ۴/۲۵۴ – سنن البيهقی ۳/۱۹۶ )

ددې خلاف احناف په فقه حنفی کې ديته ناجايز وايي : (شرح وقايه ، درالمختار ۱/۲۵۵ )

ځواب : جمع بين الصلاتين : د څلورو واړو مذاهبو په اتفاق په عرفه او مزدلفه کې د دوو لمونځونو يو ځای کول جايز دي .

مګر د سفر په وخت کې د دوو لمونځونو ( ماسپخين او مازديګر يا ماښام او ماسختن ) يو ځای کولو مسئله کې د فقهاؤ تر مينځ اختلاف دی .

د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد بغير له مزدلفې او عرفات څخه نور د لمونځونو يو ځای کول جواز نه لري .

د احنافو دليل د ابن مسعود رضی الله عنه حديث دی چې :

قال عبد اللّه بن مسعود: والذي لا إله غيره ما صلى رسول اللّه صلى اللّه عليه وسلم صلاة قط إلا لوقتها، إلا صلاتين: جمع بين الظهر والعصر بعفرة، وبين المغرب والعشاء بجمع – أي بالمزدلفة – (متفق عليه )

مګر د جمهورو فقهاؤ ( امام شافعي ، امام مالک او امام احمد ) په نزد په سفر کې جمع بين صلاتين جايز دی .

دليل يې د ابن عباس رضی الله عنه حديث دی چې :

روى مسلم (705) عن ابن عباس رضي الله عنهما قال : (جَمَعَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بَيْنَ الظُّهْرِ وَالْعَصْرِ ، وَالْمَغْرِبِ وَالْعِشَاءِ بِالْمَدِينَةِ ، فِي غَيْرِ خَوْفٍ وَلَا مَطَرٍ . [وفي رواية : وَلَا سَفَرٍ] قيل لِابْنِ عَبَّاسٍ : لِمَ فَعَلَ ذَلِكَ ؟ قَالَ : كَيْ لَا يُحْرِجَ أُمَّتَهُ) .

د جمهورو معاصرو فقهاؤ قول دا دی چې په سفر کې جمع بين صلاتين جايز او همدارنګه هر لمونځ په خپل وخت ادا کول دواړه جايز دي مګر د دوو لمونځونو يو ځای کول خلاف اولی او د هر لمانځه په خپل وخت ادا کول افضل دي .

د رياض جيد عالم شيخ محمد صالح المنجد په موقع الاسلام سوال او جواب کې ليکي :

فيجوز للمسافر أن يجمع بين الصلاتين ، أو يصلي كل صلاة في وقتها ، كما يشاء ، غير أن الأفضل للمسافر أن لا يجمع بين الصلاتين إلا إذا كان عليه مشقة من أداء الصلاة في وقتها .

۱۱- د اهل حديثو او نورو فقهاؤ په نزد تارک الصلاة (مونځ پريخودونکی ) کافر دی

لکه په المحلی (۲/۲۳۴ ) کی دی : لا حظ فی الاسلام لمن ترک الصلاة .

يعنې : لمانځه پريښودلو واله په اسلام کې څه حصه نشته .

ليکن احناف ددې خلاف کوي او وايي چه لمونځ پريخودونکی کافر نه دی ، مرقات ۲/۱۱۹ – ردالمختار ۱/۲۳۵ ) .

 

ځواب : د جمهورو فقهاؤ قول دا دی که څوک قصداً لمونځ ترک کوي او له وجوب څخه يې منکر وي هغه کافر او مرتد دی ، دری ورځې وخت به ورکړل شي که توبه يې وايستله ښه او که نه قتل دې شي ، د هغه سره نکاح ختمه ده ، په هغه باندې د جنازې لمونځ نه ادا کيږي ، د مسلمانانو په هرېره کې به نه دفن کيږي ، ميراث يې درست نه دی ، د هغه مال به د بيت المال په خزانه کې جمع کيږي .

په دليل د دغه حديث شريف : ” العهد الذي بيننا وبينهم الصلاة فمن تركها فقد كفر ” أخرجه الإمام أحمد وأهل السنن بإسناد صحيح ، وقوله صلى الله عليه وسلم  : ” بين الرجل وبين الكفر والشرك ترك الصلاة ” أخرجه الإمام مسلم .

مګر که د لمانځه په وجوب باندې ايمان ولري مګر د سستی او ټمبلې له وجې لمونځ ترک کوي هغه مسلمان دی ، نکاح يې صحي ده خو د کبيره ګناه او ستر جرم مرتکب شوی دی .

لقوله سبحانه وتعالی : إِنَّ اللّهَ لاَ يَغْفِرُ أَن يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَن يَشَاء (النسأء ۴۸ ) .

ويقوله عليه السلام: من مات وهو يعلم ان لااله الا الله دخل الجنة .

د لمانځه د ترک کولو سزا د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد دا ده چې تر هغه وخت دې بندي کړ شي څو لمونځ وکړي او ځنې احناف وايي داسې دې ووهل شي څو له بدن څخه يې ويني جايري شي .

د امام شافعي رحمه الله او امام مالک رحمه الله په نزد د تارک صلاة جزا د هغه قتل دی .

او د امام احمد په نزد د تارک صلاة جزا دا ده چې هغه به د کفر او ارتداد په وجه وژل کيږي .

۱۲مثال – د اهل حديثو او نورو فقهاؤ په نزد په هر لمانځه کې که امام وي يا مقتدې د فاتحې لوستل فرض دي ، برابره خبره ده که جهري لمونځ وي يا سری ټولو کې د فاتحه لوستل فرض دی .

(رواه ابن ابی شبه ۱/۲۵۵ – المحلی ۳/۲۴۳ – القرطبی ۱/۱۲۵ ) .

ددې خلاف احناف وايي د مقتدې د پاره د فاتحې لوستل مکروه تحريمي دی ، دغه شان په دريم او څلورم رکعت او د جنازې په لمانځه کې د سورت فاتحې لوستل لازم نه دي (فتح القدير ۱/۲۹۷ – درمختار ۱/۳۶۶ – شرح وقايه ۱/۱۷۰ ) .

ځواب : رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : ( لا صَلاة لِمَنْ لَمْ يَقْرَأْ بِفَاتِحَةِ الْكِتَابِ ) رواه البخاري (الأذان/714)

د پورته حديث شريف د تأقيد پر بنا د احنافو په نزد فاتحه ويل په لمانځه کې هغه که امام وي يا تنها ګزار واجب دي او که قصداً پريښودل شي لمونځ يې باطل دی .

او هر چې مقتدې دی د هغه د پاره دوه حالته دي :

اول جهري : د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد په جهري لمانځه کې چې کله امام فاتحه او قرائت وايي مقتدې به هغه ته غوږ نيسي خپله به نه فاتحه لولې او نه هم قرآئت لولي نظر په لاندې دلائلو :

( وإذا قُرِئ القرآن فاستمعوا له وانصتوا لعلكم ترحمون ) (الأعراف ۲۰۴ ) يغنې : کله چې قرآن لوستل کيږي تاسې هغې ته غوږ شئ او چوپ شئ ، ښايي پر تاسې رحم وشي .

او بل د مسلم شريف صحيح حديث دی چې 🙁 وَإِذَا قَرَأَ فَأَنْصِتُوا ) يعنې کله چې قرائت لوستل کيږي تاسې چوپ وسئ .

دوهم خفيه رکعتونه : که څه هم چې د ځنو احنافو په نزد په خفيه لمانځه کې په امام پسې د فاتحې ويل جايز دي او ځنې بيا لاندې حديث شريف دليل نيسي او وايي چې د امام قرائت د مقتدې قرائت دی .

عن جابر رضی الله عنه  قال رسول الله صلی الله عليه وسلم  من کان له امام فقراءة لامام له قراءة (اثار السنن – مسند الحافظ ، دارالقطني او موطا محمد بن حسن )

د مقابل نظر فقهاؤ کرام په دغه حديث باندې (من كان له إمام ، فقراءة الإمام له قراءة ) اعتراض کوي چې دا ضعيف الاسناد دی .

مګر د دغه حديث په اسنادو کې د محدثينو کرامو تر مينځ اختلاف دی ، ځنو محدثينو ضعيف بللی دی مګر ځنې يې بيا حسن او صحيح بولي لکه په لاندې مراجع کي :

شيخ الألباني په (صحيح ابن ماجه الرقم ۶۹۹ ) کې حسن بللی دی .

ابن کثير په (الأحکام الکبير -۴۷۲/۲ ) کې أصح من المرفوع بللی دی .

البوصيري په ( اتحاف الخيرة المهرة – ۱۶۸/۲ ) کې ليکي : اسناده صحيح علی شرط الشخين

الکمال بن الهمام په ( شرح فتح القدير – ۳۴۶/۱ ) کې ليکي : اسناد يې د مسلم په شرط صحيح دي .

او د جنازي په لمانځه کې د امام ابوحنيفه او امام مالک په نزد د جنازې په لمانځه کې د فاتحې ويل نشته د دوی دليل دغه احاديث دي د امام مالک په موطا كې (۵۳۵ ) صحي حديث دی : عن نافع ان عبدالله بن عمر کان لايقرأ فی الصلاة علی الجنازة ، او د ابن عمر او عبدالرحمن بن عوف حديث دی : وعارضوا حديث ابن عباس بحديث ابن عمر وعبد الرحمن بن عوف قالا في صلاة الجنازة: ليس فيها قراءة شيء من القرآن  .

دوی وايي د جنازی لمونځ د مړي د پاره دعا ده نو ځکه پدې لمانځه کې قرائت نشته او همدارنګه له نورو لمونځونو سره فرق لري چې په دې لمانځه کې رکوع او سجده نشته .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

په آخر کې شيخ صاحب ته يو يادونه :

ښاغلی شيخ صاحب د احنافو ضد رساله کې مو ډير زحمت ايستلی چې نتجه به يې د مسلمانانو تر مينځ تفرقې ، بغض او کينه وي او بس .

په دې اړه د عربستان اللجنة الدائمة څه ښه ليکي :

هيئت کبار علماء عربستان (الجنة الدائمة) په امام پسې د فاتحې ويلو اختلافي مسئلې په اړه ليکي :

په دې قضيه کې بايد د علماء تر مينځ اختلاف جوړ نشي او دا مسئله يو د بل د بغض او نفاق سبب نشي تاسې فقط د علمي مباحثې په خاطر او د معلوماتو د زيادت پر لحاظ په دې مسئله کې بحث کولای شئ ځکه چې ځنو خلکو د هغو علماء تقليد کړی دی چې هغه په امام پسې د فاتحې ويل واجب ګڼې او ځنو بيا د هغو علماء تقليد کړی دی چې هغه د قرائت د پاره غوږ نيول واجب ګڼې او د امام په قرائت باندې اکتفا کوي نو هيڅ باک نه لري ( ځکه دواړو ډلو د سنتو اتباع کړی ده ) نو په دې کې اختلاف پکار نه دی .

ولا ينبغي أن تجعلوا خلاف العلماء في هذه القضية وسيلة إلى البغضاء والتفرق والتدابر ، وإنما عليكم بمزيد من الدراسة والاطّلاع والتباحث العلمي . وإذا كان بعضكم يقلّد عالماً يقول بوجوب قراءة الفاتحة على المأموم في الصلاة الجهرية وآخرون يقلدون عالماً يقول بوجوب الإنصات للإمام في الجهرية والاكتفاء بقراءة الإمام للفاتحة فلا بأس بذلك ، ولا داعي أن يشنِّع هؤلاء على هؤلاء ولا أن يتباغضوا لأجل هذا .

وعليهم أن تتسع صدورهم للخلاف بين أهل العلم ، وتتسع أذهانهم لأسباب الخلاف بين العلماء ، واسألوا الله الهداية لما اختلف فيه من الحق إنه سميع مجيب ، وصلى الله على نبينا محمد (اللجنة الدائمة)

او زمونږ نصحيت هم کټ مټ همدا دی

و الله سبحانه وتعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.