هر څه نه مخکي مي سلامونه او نيکي هيلي ومني
بعد پوښتنه دا ده چي زه په يو اطاق کي اوسيږم خو يو څو ملګري راته وايي چي دا اطاق ښه نه دي وايي چي ستا نه مخکي څوک هم پدي اطاق کي اوسيدلي دي هغي ته خپله يا يي فاميل کي ضرور څه واقعه پيښه شوي يعني وايي چي ستا نه مخکي دلته زمونږ يو دوست اوسيدو د هغه پلار په حق ورسيد يو بل دوست مو وو هغه چي کله اوسيدو رورو يي په حق ورسيد د چا په کور کي بم خلاص شو داسي ډير څه وايي خو زه په دي عقيده نه يم چي يعني دا هر څه د اطاق له وجهي دي خو بيا هم ستا لارښوني ته ضرورت لرم چي دا څنګه خبره ده
په منني
وسلام
رحمت الله سائيل
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
دغه عقائدو لرلو ته په اسلام کې توهم پرستي يا د سپروالي عقايد وايي داسې عقيده لرل چې دا کور ، دا اتاق ، دا واده شوې ښځه (ناوی ) سپره وه او مونږ دغه دغه نقصانات پيښ شول دا دغه بختور ؤ مونږ ته دغه دغه ګټې وشي ټول غلط او اسلام خلاف عقايد دي ، بنده چې ور پښيږي هغه يې خپل عمل دی .
خير او شر د الله تعالی د جانبه دي او په هغه باندې عقيده لرل د ايمان رکن دی .
د ايمان اووه ارکان دي :
۱- په الله تعالی ايمان لرل ۲- په ملائيکو ايمان لرل ۳- په آسماني کتابونو ايمان لرل ۴- په رسولانو ايمان لرل ۵- په ورځ د آخرت ايمان لرل ۶- په قدر خير او شر باندې ايمان لرل چې د الله د جانبه دي ۷- د مرګ نه وروسته بيا ژوندې کېدو باندې ايمان لرل
آمنت بالله و ملائكته و كتبه رسله و اليوم الآخر و القدر خيره و شره من الله و البعث بعد الموت.
مسلمان به هر وخت دا عقيده لري چې خير او شر ټول له جانبه د الله سبحانه وتعالی دي :
الله تعالی می فرمایند: قُل لاَّ أَمْلِكُ لِنَفْسِي نَفْعًا وَلاَ ضَرًّا إِلاَّ مَا شَاء اللّهُ وَلَوْ كُنتُ أَعْلَمُ الْغَيْبَ لاَسْتَكْثَرْتُ مِنَ الْخَيْرِ وَمَا مَسَّنِيَ السُّوءُ إِنْ أَنَاْ إِلاَّ نَذِيرٌ وَبَشِيرٌ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُون (الاعراف ۱۸۸) .
ووايه (ای محمده ! دوی ته ) چه زه ځان ته د نفع او ضرر رسولو واک نه لرم مګر هغه څه چې اراده وفرمائې الله ، اوکه زه پوهيدلی په غيب باندې نو خامخا حاصل کړی به مې وای ډير له خير (نفعی ) او نه به ؤ رسيدلی ماته کوم ضرر او زيان ، نه يم زه مګر ويروونکی (دکفارو په جحيم سره ) او زيری ورکوونکی (په نعيم سره ) قوم د مؤمنانو ته .
و الله سبحانه وتعالی اعلم