د آنلاين لوبې په سبب اسلام راوړل او بيا اسلامي داعي جوړېدل

السلام عليکم ! زما نوم «ريان» دی .

دری کاله مخکې مسلمان شوی يم ، او ددې مخکې ما پر الله تعالی ايمان لرلو .

دعا مې کوله او د الله تعالی فضل مې غوښت دا هر څه د هغه (جل جلاله ) په واک کې دي .

څلور کاله مخکې مې د لومړي ځل لپاره د يوې مسلمانې ډلې سره تعارف وشو ، د هغوی څخه يو کس له ما څخه داسې سوالونه وکړل :

څنګه دنيا ته راغلي يو ؟ او څنګه به له هغه څخه ځو ؟

آيا بشريت لره مختلف احتياجات دي او که پر ټولو يو شان د تطبيق وړ دي ؟

د بشر په حيث څنګه نجات ومومو او کامياب شو ؟

مشهور انسان ( چې په دې دنيا کې ) اوسيدلی کوم دی او پيغام يې څه وو ؟

ما د کوم دين په اړه هيڅ بحث نه وو کړی ، زه يوازې خپل د عيش ژوند په يو خاص فکر خوشحاله کړی وم، زه پخپل ژوند کې خوشحاله وم او ما باور کولو چې زه بل شي ته ضرورت نه لرم .

او د دا ډول مهمو پوښتنو په اړه مې هيڅ کله هم فکر نه وو کړی .

د کومو مسلمانانو سره چې زما تعارف او پيژندګلوي وشوه له هغوی سره مې آنلاين لوبه کوله .

ځنې وخت به مونږ خبرې او بحث سره کولو او ځنې وخت به مو آنلاين لوبه کوله .

په هر حال کله چې زه په اسلام مشرف شوم ، نو د هغوی د ليدلو او ملاقات ترتيب مې برابر کړ ، د ملاقات دعوت مې ورکړ حال دا چې مونږ تر اوسه نه وو سره ليدلي .

مونږ پخپل وخت سره يو ځای شوو چې ډير خوندور ملاقات وو ماشاء الله .

هغوی (زما) ډير ښه وروڼه وو .

د اسلامي پوښتنو د ځوابونو له وړاندې کولو وروسته هغوی ماته دا دلائل وړاندې کړل چې قرآن د الله تعالی له لورې وحی ده .

الله تعالی پر ما باندې ستر فضل وکړ چې ماته يې په اسلام سره هدايت وکړ ، دا مهال زه پخپل ځان باوري شوم او شهادتين مې ولوستل . او دين مې له هغو وروڼو زده کړ چې ما د هغوی سره آنلاين پيژندګلوي لرله .

زما پر وړاندې زما د کورنۍ عکس العمل مختلف وو .

ما خپل دغه کار ډير وخت له هغوی څخه پټ کړی وو ، او د هغوی د خبرولو قصد مې نه لرلو ، لکن کار بافعل وشو .

زما خور مخکې پوه وه چې زه مسلمان يم .

زما مور ډيره نيکبخته وه ، غوښتل يې زما څخه د اسلام په اړه لا زيات معلومات تر لاسه کړي .

مګر زما پلار د ځنې شي په اړه وېرېده ، او ماته يې وويل : ته چا قانع کړې؟  ځکه هغه پخوا د ځنو پلورنو په اړه اوريدلي وو کله چې د هغوی اولادونه اسلام ته داخليدل .

زما کورنۍ زما سره مهربانه چلن کولو ، او په هره ممکنه لاره يې زما کومک کړی دی .

تر اوسه  زه له هغوی سره مينه لرم  او هغوی زما سره مينه لري .

د (آنلاين ملګرو) سره اوس هم ځنې وخت وينم او زمونږ په منځ ډير ښه روابط دي .

او ما به په انترنټ کې د مسلمانانو په اړه د نوتينګام (http://www.nottinghamislam.com) سايت له لارې بحث کولو ځکه ما چې د کومو ملګرو سره پيژندګلوي لرله هغوی ماته نږدې نه وو .

ما د دغه سايت له لارې شهادتين ادا کړي وو ، خو زه پوهيدم چې مناسبه دا ده چې د شهادتين لپاره دوه ګواهان وي نو د ښار منځنی حصې ته لاړم او هلته مې د خپلو وروڼو په حضور کې شهادتين ولوستل .

دغه مهال د رمضان مياشت د شنبې د ورځې ماښام وو .

بيا مې تصميم ونيو چې د خپلو وروڼو څخه دين زده کړم ، نو د هرې شنبې په ماښام به له هغوی سره وتلم ، له هغوی څخه مې دين او اسلام ته دعوت زده کړل .

اوس زه د خپلې دندې تر څنګ په فارغ وخت کې دين زده کوم ، او اسلامي اعمال تر سره کوم ، او د اسلام د مهمو شيانو لکه د شهادت او توحيد د شرطونو په اړه تحقيق کوم .

تير کال مې د نوتينګام په کومک له يوې مناسبې ښځې سره واده وکړ ، له هغې سره ښه ژوند لرم ، او دوې اونۍ مخکې الله تعالی مونږ ته يوه نجلۍ نصيب کړه چې ژوند مو ورسره ډير ښه شو … الحمدلله .

مع تحيات – فريق الترجمة الاسلامية

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.