د آدم عليه سلام قبر چيرته موقيعت لري ؟

باباآدم علیه سلام ته د چا له خواغسل ورکړل شو اوهم جیرته خاوروته سپارل شوی دی – محمد سميع عماد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

دا چې آدم عليه سلام ته چا غسل ورکړی او چيرې دفن شوی دی مونږ ته علم نشته ځکه په اړه يې په قرآن او سنتو څه بيان نشته .

او په ځنو رواياتو کې راغلی چې د آدم عليه سلام قبر په بيت المقدس يا په مسجد الخيف کې دي او يا دا چې د هغه د جنازې لمونځ ملائکو ادا کړی او هغه يې دفن کړی او داسې نور دا روايات ضعيف دي صحت نه لري .

فلا نعلم دليلاً من كتاب الله أو من سنة رسول الله صلى الله عليه وسلم دالاً على تحديد المكان الذي به قبر آدم عليه السلام  (فتاوی اسلام ويب رقم ۳۸۷۸۳ ) .

أخرج الدارقطني في ” سننه ” عن ابن عباس وفيه ( صلى جبريل بالملائكة على آدم ودفن في مسجد الخيف … ) .
وهذا الأثر فيه عبدالرحمن بن مالك بن مغول ، وهو متروك ، كذا قال الدارقطني، وجاء عند ابن عساكر وابن سعد كما في ” الدر المنثور” ( 3 / 334 ) ، إلا أن السند فيه الكلبي ، وهو كذاب ، وأبو صالح ضعيف .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

يادونه : ګرانه وروره ستا له پوښتنې ډيره مننه ، الله تعالی دې ستا راتګ اسلامې لارښود ته نيکمرغ کړي ، که پوښتنې د دين د احکامو په باره کې وشي ښې به وي ځکه زمونږ څخه د ادم د قبر په اړه پوښتنه نه کيږي .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.