د آخر زمان په واقعاتو ايمان

د حضرت مهدي په ظهور باندې ايمان :

حضرت مهدي به په آخر زمان کې په داسې يوه زمانه کې چې د خلکو تر مينځ به ډير اختلافات وي او زلزلې به ډيرې وي پيدا (تولد ) کيږي او د نورو انسانانو په شان به دنيا ته راځي نوم يې احمد يا محمد او د پلار نوم به يې عبدالله وي د بې بي فاطمه رضی الله عنها له نسل څخه به وي او د ده ظهور به د دين د قيام او نصرت باعث وګرځي دی به اوه کاله حکومت وکړي د ځمکې له مخ څخه به ظلم او بې عدالتي له مينځه يوسي ، عدل به قايم کړي او په دې دوره کې به بې انتها نعمتونه وي ځمکه به ښه زرغونه او حاصل خيزه وي خلک به ډير مالونه او نعمتونه لاس ته راوړي .

له ابوسعيد خدري نه روايت دی چې پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي :

يخرج في آخر أمتي المهدي، يسقيه الله الغيث وتخرج الأرض نباتها ويعطي المال صحاحاً وتکثر الماشية، وتعظم الأمة، يعيش سبعاً أو ثمانياً» (مستدرک حاکم-۴/۵۵۷-۵۵۸، سلسلة الصحيحة).

ژباړه: زما د امت په آخره زمانه کې به مهدي ظهور وکړي الله تعالی به هغه ته ډير بارانونه او حاصل خيزه ځمکې وبخښي ، مال به زيات شي اهلي حيوانات به زيات شي او اسلامې امت به لوی شي هغه به د ظهور څخه وروسته اوه يا اته کاله ژوند وکړي .

ابن کثير وايي: « د هغه په زمانه کې به کرهنيز پيداوار او موه جات ډير شي همدارنګه ډير مال ، قوي پاچا ، استوار دين ، ذليل دوښمن او خير برکت به د هغه په زمانه کې بر قرار وي » (النهاية / الفتن و الملاحم -۱/۳۱ ).

همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :

«أبشرکم بالمهدي يبعث على اختلاف من الناس و زلازل، فيملأ الأرض قسطا وعدلا کما ملئت جوراً و ظلماً يرضي عنه ساکن السماء وساکن الأرض يقسم المال صحاحاً… » .

ژباړه: تاسې ته د مهدي د ظهور زيرې در کوم په داسې زمانه کې چې خلک به په خپل مينځ کې اختلافات لري او زلزلې به ډيرې زياته وي په دغه وخت کې به دی ظهور کوي چې د ځمکې څخه به ظلم ورک کړي او پر ځای به يې عدل قائم کړي د ځمکې او آسمان اوسيدونکي به د ده د عملکرد نه راضې او خوښ وي او د خلکو په مينځ کې به مالونه په ښه شان تقسيموي ، يو کس وويل د صحاحا معنی څه ده ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : «عادلانه تقسيم » او وروسته زياتوي : غني او بې نيازه الله تعالی به دی په ټولنه کې پيدا کوي او هر لوری ته به عدل خور شي تر دې چې يو کس به نارې وهي چې څوک مال ته ضرورت لري پرته له يو کس څخه به بل هيڅ څوک اواز نه کوي . مهدي به هغه کس ته ووايي ځه ګودام واله ته ورشه او هغه ته ووايه چې مهدي ويل چې ما ته مال را کړه .

زخيرې واله به ور ته ووايي : هر څومره مال چې غواړې هغه واخله او خپل کور ته يې يوسه ، هغه کس چې کله مال خپل کور ته ورسوي له خپل ځان سره به وايي زه د محمد صلی الله عليه وسلم په امت کې له حريصو کسان څخه وم . ايا د هغه فضل او احسان به زما د پاره کفايت و نه کړي ..

راوي وايي : هغه مال به دوباره واخلي اوګوډام واله ته به يې وړاندې کړي هغه به ورته وايي ما چې څه بخشش کړ هغه واپس نه اخلم . دا دوره به اوه يا اته يا نه کاله ادامه لري او د هغه د دورې نه پس به بيا سختي او تکليفونه پيل شي .

{ مسند احمد (3/37 ) «مجمع الزوائد» (7/313 – 314) او «عقيدة أهل السنة والاثر في المهدي » (ص 177) شيخ عبدالمحسن عباد }.

د حضرت مهدي له سترو نښانو څخه يوه نښانه دا ده چې کله د دوښمن لښکر د هغې د ماتي د پاره د مکې په لورې روان شي ،مګر کله چې يوې هوارې دښتې او صحرا ته ورسيږي د لښر اوله حصه او آخره حصه به په ځمکه کې ډوب شي ، خلک چې کله ددې حادثې نه خبر شي نو وروسته به پوه شي چې هغه حقيقي مهدي دي .

جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي «فاذا كانوا ببيداء من الارض خسف بهم …» (صحيح مسلم).

.… تر هغه چې د ځمکې يوې بيديا ته رسيږي او هلته دوبيږي ژباړه:

د عيسي عليه السلام ظهور :

عيسی عليه سلام به د دجال د خروج نه وروسته د الله تعالی په حکم ځمکې ته را کوز شي دغه وخت کې به ځمکه د دجال د فتنو او فساد نه ډک وي د هغه نزول به د داسې خلکو په مينځه کې وشي چې د دجال د مقابلې د پاره جمع شوی وي او دوی به غواړي د دجال پر وړاندې وجنګيږي .

ابن کثير وايي :

دا قول مشهور دی چې عيسی عليه السلام به د دمشق په (البيضاء شرقي) مناره نازل شي په ځنو کتابونو کې مې ليدلي دي چې د دمشق د امويانو د جامع جومات په شرقي البيضاء نومي مناره به ښکته شي او دا وخت به د لمانځه د ادا کولو وخت وي او د مسلمانان امام به ده ته وايي چې د امامت د پاره مخکې شه عيسی عليه السلام به ووايي : تاسې مخکې شئ ځکه تاسې ته قامت ويل شوی دی او په يوه بل روايت کې راغلی دي چې په دې خاطر چې الله تعالی ته دغه امت محترم  دی نو له تاسې څخه امام ونيسئ (صحيح مسلم، و «النهاية الفتن و الملاحم-۱/۱۴۴-۱۴۵).

د نواس بن سمعان په يوه اوږده حديث شريف کې د عيسی عليه السلام نزول داسې بيان شوی دی : « الله تعالی به په دغه وخت کې عيسی عليه السلام مبعوث کړي ، د هغوی نزول به د دمشق شرقي سپينه مناره باندې وي د هغې په بدن باندې به زيړه جامه وي هغه به د دوو فرښتو په وزرونو باندې تکيه کړی وي ، چې کله هغه سر ښکته کړي نو د اوبو څاڅکې به د هغه د ويښتو نه راتوئی شي او چې سر مبارک پورته کړي نو د ملغلرو د رنګ په شان څاڅکې به د هغه په تندې راتوئی شي ، د هغه مبارک ساه چې کوم کافر ته ورسي هغه به فوراً د مرګ پياله وڅکي د هغه د ساه مسافه به د هغه د نظر لګيدو په اندازه وي ( تر څومره ځای چې د هغه نظر پريوځي تر همغه ځای به د هغه د ساه تأثير وي ) دغه وخت به حضرت مسيح هم د دجال په تلاش کې وي عيسی عليه السلام به جال تعقيب کړي او هغه به بيت المقدس ته نږدې باب لد نومې ځای کې قتل کړي ». (رواه المسلم)

علماؤ په آخر زمان کې د عيسی عليه سلام د نزول حکمت داسې بيانوي :

اول : د يهودو د درواغو ردول چې هغوی وايي مونږ عيسی عليه السلام وژلې دی ، پس الله تعالی به د دوی دروغ ښکاره کوي او عيسی عليه السلام به د يهودو رئيس دجال او د هغه پيروان په قتل رسوي .

الله تعالی فرمايي :[وَقَوْلِهِمْ إِنَّا قَتَلْنَا الْمَسِيحَ عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ رَسُولَ اللّهِ وَمَا قَتَلُوهُ وَمَا صَلَبُوهُ وَلَـكِن شُبِّهَ لَهُمْ وَإِنَّ الَّذِينَ اخْتَلَفُواْ فِيهِ لَفِي شَكٍّ مِّنْهُ مَا لَهُم بِهِ مِنْ عِلْمٍ إِلاَّ اتِّبَاعَ الظَّنِّ وَمَا قَتَلُوهُ يَقِينًا] (النساء ۱۵۷ ) .ِ

ژباړه: او د دوی ددې خبرې (له کبله ) چې مونږ بې له شکه د الله رسول د مريم زوی عيسی وژلی دی . په داسې حال کې چې دوی هغه نه دی وژلی او نه يې هم په دار ځړولی دی ، بلکي پر دوی (دغه پيښه ) همشکله شوی وه . او يقيناً هغه کسان چې د هغه په اړه يې اختلاف کړی دی د هغه په اړوند شکمن دي چې په دې هکله د ګمان له پيروی څخه نور هيڅ کوم علم نه لري او په رښتيا چې دوی عيسی نه وو وژلی .

دوهم : حضرت عيسی عليه سلام په انجيل کې د محمد صلی الله عليه وسلم د امت فضائل لوستي وو لکه څنګه چې الله تعالی فرمايي : مُّحَمَّدٌ رَّسُولُ اللَّهِ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاء عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاء بَيْنَهُمْ تَرَاهُمْ رُكَّعًا سُجَّدًا يَبْتَغُونَ فَضْلاً مِّنَ اللَّهِ وَرِضْوَانًا سِيمَاهُمْ فِي وُجُوهِهِم مِّنْ أَثَرِ السُّجُودِ ذَلِكَ مَثَلُهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَمَثَلُهُمْ فِي الإِنجِيلِ كَزَرْعٍ أَخْرَجَ شَطْأَهُ فَآزَرَهُ فَاسْتَغْلَظَ فَاسْتَوَى عَلَى سُوقِهِ يُعْجِبُ الزُّرَّاعَ لِيَغِيظَ بِهِمُ الْكُفَّارَ وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ مِنْهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا (الفتح :۲۹) .

ژباړه: محمد د الله رسول دی . او هغه کسان چې له ده سره دي د کافرانو په مقابل کې سخت او په خپلو کې خواخوږي دي، دوی به تل رکوع کوونکي او سجده کوونکي وينې او دوی د الله فضل او خوښي غواړي . د دوی نښانې د دوی په مخونو کې د سجدې له کبله (ښکاره ) دي دا د دوی صفت په تورات کې دی او (دا) د دوی صفت په انجيل کې، د دوی بيلګه داسې ورکړ شوی ده لکه کښت چې لومړی تيغ را وټوکوي بيا هغې ته ځواک او وده ورکړي او بيا کلک او پر خپل ډډ باندې ټينګ شي (تر دې حده پورې چې ) بزګر ( د خپلې ودې له کبله ) په تعجب کې اچوي ، څو چې کافران د هغوی پر ځواکمنۍ او سمسورتيا له قهره وسوځي ، د دغې ډلې خلک چې ايمان يې راوړی دی او ښې کړنې يې کړی دي الله د دوی سره د بخښنې او سترې بدلې ژمنه کړې ده .

نو ځکه حضرت عيسی عليه السلام د الله تعالی په دربار کې دعا وکړه چې ما د محمد صلی الله عليه وسلم په امت کې حساب کړه ، مهربانه الله تعالی د ده دعا قبوله کړه ، او هغه يې دې ته انتخاب کړ چې په آخر زمان کې د محمدي صلی الله عليه وسلم د دين د قيام او نصرت د پاره ځمکې ته نازل شي د دين نصرت وکړي او د اسلام د دوښمنان پر وړاندې مبارزه وکړي .

دريم : د حضرت عيسی عليه السلام د نزول بله وجه دا ده چې د هغه اجل نږدې شي او هغه په ځمکه کې دفن شي ځکه داسې بايد ونشي چې د خاورو مخلوق د خاورو د باندې بل چيرته مړه شي ، پس د هغه نزول د دجال له وتلو وروسته دی تر څو هغه هلاک کړي او وروسته به وفات شي .

څلورم : د عيسی عليه السلام د نزول خاصوالی ددي د پاره دی چې پيغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايي:« زه تر ټولو خلکو عيسی ته نږدې يم زما او د هغه تر مينځ هيڅ کوم بل پيغمبر وجود نه لري »( روا البخاري).

عيسی عليه سلام زيری ورکړی وو چې زما وروسته به بل پيغمبر مبعوث شي چې نوم به يې احمد وي او خلک يې په هغه باندې تصديق او ايمان ته دعوت کړي وو لکه چې الله جل جلاله فرمايي : [وَمُبَشِّرًا بِرَسُولٍ يَأْتِي مِنْ بَعْدِي اسْمُهُ أَحْمَدُ] (صف: ۶ ).

ژباړ: او زه زيری ورکونکی په هغه پيغمبر يم چې وروسته له ما نه به راشي او نوم به يي احمد وي .

حضرت عيسی عليه السلام به د رسول الله صلی الله عليه وسلم په شريعت باندې حکم کوي او هغه د خپل نزول پر مهال له ځانه سره نوی دين نه راوړي بلکي په اسلام به فيصلي کوي ځکه چې د اسلام دين خاتم د اديانو دی او کامل ورستی دين دی چې د قيامت تر ورځې به باقي وي نو هغه وخت به حضرت عيسی عليه السلام يو حاکم وي له حاکمانو د اسلامې امت څخه ځکه چې د محمد صلی الله عليه وسلم نه وروسته به بل پيغمبر نه راځي .

د عيسی عليه السلام دور زمان به هم د حضرت مهدي په شان د امنيت ، سلامت خوشحالۍ دور وي بارانونه به زيات اوريږي آب سالي به وي ځمکه به ښه حاصل خيزه وي خلک به مالداره وي ، کينه او حسد به نه وي .

حضرت عيسی عليه السلام به اوه کاله يا په بل روايت سره چلويښت کاله ژوند وکړي او وروسته به د فاني نړۍ نه رخصت شي .

………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………

که تاسو غواړئ چې علمي او تحقیقاتي لیکنې او مقالې مو په دعوت نیوز کې خپرې شي نو لاندې لینک کیکاږئ او مونږ ته په انلاین بڼه خپله لیکنه را واستوئ؛

https://dawatnews.com/submit-article/

شرعي پوښتنه:

که کومه شرعي پوښتنه لری دمهربانی له مخې لاندې فورم ډک کړی او خپله پوښتنه ثبت کړئ.

https://shorter.me/75WZr

*دعوت نیوز.کام (بااعتبارترین مرجع نشر و اشاعت قرآن و حدیث در سراسر جهان) ⏬

🌐www.dawatnews.com✅

…………………………………………………………………………………………………………

لاتنسونا عن صالح دعائکم

اخوکم في الله ابوأحمد

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.