«دیل میل» ورځپانه د انګليس راتلونکی دين اسلام دی

يوې انګليسي ورځپانې د دريو تصويرونو په مقايسه کولو چې ددې هيواد له کليساؤ او جومات څخه اخيستل شوي دي د اسلام د چټک پرمختګ او د مسيحيت کموالی او ضعف په اړه ليکي چې د انګليس راتلونکی دين به اسلام وي .

د عربي منابعو په حواله د «دیل میل» انګليسي ورځپانې د دريو تصويرونو په مقايسه کولو چې دوه له کليساؤ او يو د یو جومات څخه چې زيات شمير مسلمانان پکې موجود دي حکايت کوي او ليکي چې : مسيحيست د انګليس تير شوی دين دی او اسلام يې راتلونکی دين دی .

دا ورځپاڼه زياتوي چې : په انګليستان د 2011 شميرنې له مخې د مسيحيانو شمير 33.2 ميليون ښودل شوی وو دا شميرنه صحي مه ګنئ ځکه چې که نن ورځ په انګليستان کې د دين عمق ته وکتل شي دا شميرنه هسې يو پخوانی تصور دی .

ديلی ميل ورځپانه زياتوي : دا تصويرونه تيره مياشته د لندن د يوې ختيځې برخې اخيستل شوی دي چې دوه تصويرونه د کليساؤ چې يو کليسا د قديس جورج په نوم چې د عبادت کوونکو شمير تر 12 زيات نه وو حال دا چې دغه کليسا په 18قرن کې جوړه شوې ده او بله کليسا د قديس ماری په نوم چې د عبادت کوونکو شمير يې تر 20 زيات نه وو ، دا کليسا په 1849 کال د 9 زره عبادت کوونکو د پاره جوړه شوی ده .

ديلي ميل ليکي : دا تصويرونه په انګلستان کې د اوسني دين چټک پرمختګ په ډاګه کوي او دا په ډاګه کوي چې مسيحيت د انګليستان تير شوی دين دی او اسلام يې راتلونکی دين دی .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.