د رسول صلی الله عليه وسلم محبت پر ټولو مسلمانانو باندې واجب دی ،انس رضی الله عنه له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روایت کوي چې هغه فرمایلي دي:«لاَ يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ، حَتَّى أَكُونَ أَحَبَّ إِلَيْهِ مِنْ وَالِدِهِ وَوَلَدِهِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ». [متفق علیه].
ژباړه: یو له تاسو څخه مؤمن او مسلمان کېدې نشي تر څو چه هغه ته زه له اولادونو پلار او ټولو خلکو څخه ډیر محبوب نشم، یعنی د رسول الله صلی الله عليه وسلم محبت دې له ټولو څخه مخکی او زیات وي.
بايد دماشوم په زړه کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د محبت د پيداکولو هــــــڅـه وکړي او هغه و پوهوي چې حضرت محمد صلی الله عليه وسلم آخرين او قدرمن پيغمبر دی او د هغه د سنتو او لارو څخه پيروي ډيره ضروري ده او زمونږ لارښود او زمونږ لپاره د لارښوونې ښه او غوره نمونه ده .
پر مونږ باندې د رسول الله صلی الله عليه وسلم دری بنسټيز حقوق دي:
۱- د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره محبت کول.
۲- د رسول الله صلی الله عليه وسلم د ټولو هغو قولي، فعلي او تقريري سنتو چې په قبول شوي سند سره ثابت وي منل یې پر مونږ واجب دي ځکه چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم سنت د وحی پر بنا دي .لقوله سبحانه وتعالی :[وَمَا يَنْطِقُ عَنِ الْهَوَى، إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْيٌ يُوحَى] (النجم ۳-۴).
ژباړه: او خبرې نه کوي (محمد) له هوا (خپلې) نه، نه دی دغه (قرآن) مګر وحی ده چې ورته ليږل شوی ده .
۳- د رسول الله صلی الله عليه وسلم پیروي کول، یعنی د هغه ټول امرونه پر ځان منل او پلي کول، او ټول هغه څه چه رسول الله صلی الله عليه وسلم ورڅخه منع فرمایلی ده ځان ورڅخه وژغوري.
لقوله سبحانه وتعالی:[وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانتَهُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ](حشر ۷)
ژباړه: او هغه څه چې رسول يې تاسې درکوئ واخلئ او له هغه څه نه چې تاسې منع کوي ډډه وکړئ او له الله څخه ووېرېږئ .
د الله تعالی رضا د رسول الله صلی الله عليه وسلم متابعت او پيروي ده :
[قُلْ إِن كُنتُمْ تُحِبُّونَ اللّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللّهُ](ال عمران 31).
ژباړه: ووايه (ای محمده)!: کچيرې تاسې له الله سره محبت لرئ نو زما پيروي وکړئ چې الله له ستاسې سره محبت وکړي .
او فرمايي: [فَلاَ وَرَبِّكَ لاَ يُؤْمِنُونَ حَتَّىَ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لاَ يَجِدُواْ فِي أَنفُسِهِمْ حَرَجًا مِّمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُواْ تَسْلِيمًا] (النسآء ۶۵) :
ژباړه: نو نه! (ای رسوله) ستا په رب قسم دی چې دوی تر هغه پوره مؤمنان نشي کيدای څو پورې چې تا ته په خپلو ټولو شخړو کې حکم (فيصله کوونکی) کړي او بيا ستا د پريکړو په اړه پخپلو ځانونو کې کوم خپګان و نه مومئ او (دغه پريکړه) په ډيرې خوښۍ سره و مني .