دوهم بنسټ- خپل منځي رضامندي

د معاملاتو دوهم شرعي بنسټ د پېرونکي او پلورنکي تر مينځ خوښي او رضامندي ده په زور او اکراه سره معامله يا اخيستل او خرڅول نه صحي کيږي .

الله سبحانه وتعالی فرمايي :[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَأْكُلُواْ أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ إِلاَّ أَن تَكُونَ تِجَارَةً عَن تَرَاضٍ مِّنكُمْ] (النساء ۲۹ ) .

ژباړه : ای مؤمنانو ! په ناحقه سره خپلې شتمنۍ په خپلو منځونو کې مه خورئ مګر دا چې تجارت وي چې ستاسې په خوښۍ سره سر ته ورسيږي .

عن أبي سَعِيدٍ الْخُدْرِيَّ رضي الله عنه قَالَ : قال رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : إِنَّمَا الْبَيْعُ عَنْ تَرَاضٍ (صحيح ابن ماجه -۲۱۸۵ )

يعنې : له ابی سعيد الخدری رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : بيع به د طرفينو په خوښه تر سره کيږي (که د کوم طرف خوښه نه وي بيع نه صحي کيږي ) .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.