لیکنه: مولوي رحمن ګل مصباح
لوی څښتن تعالی خپلو بندګانو ته ډېر زیات نعمتونه ورکړي دي، که چیرته یو انسان دالله جل جلاله دنعمتو دشمار اراده وکړي، شمار به یې نشي کړای؛ ځکه الله جل جلاله په قرآن کريم کې فرمائلې دي: ژباړه: دالله تعالی نعمتونه که چیرته شمیري، نو شمير به يې نشي کړای.
یو لوی نعمت چې الله تعالی انسان ته ورکړی ده، هغه وخت او زمانه ده، ځکه وخت له سرو زرو قیمتې ده، مونږ په وخت سره زر تر لاسه کولای شو، خو په سرو زرو سره وخت نشو تر لاسه کولای.
دوخت د ارزښت او اهمیت لپاره دا هم بسنه کوي چې الله عزّوجل په خپل سپیڅلې کتاب کې ډېر زیات ځایونه په وخت او زمانه قسمونه کړی دي لکه الله تعالی فرمایلې دي.
ژباړه: قسم ده په وخت د سهار او په لسو شپو.(سورت فجر ۱ ایت).
ژباړه: قسم ده په وخت دڅاښت او په شپه چې کله خپره شي.(سورت ضحی ۱ ایت).
ژباړه: قسم ده په شپه چې کله دا پټ کړي لمر اوسپوږمې، او قسم ده په ورځ چې کله روښانه شي.(سورت لیل ۲،۱ ایت).
ژباړه: قسم ده په زمانه، چې بیشکه انسان په تاوان کې ده.(سورت عصر ۱ ایت).
شپه، او ورځ د الله پاک د قدرت نښې دي ځکه الله تعالی فرمایلې دي: ژباړه: د الله تعالی د قدرت له نښو څخه شپه او ورځ ده.( سورت فصلت ۳۷ ایت).
وخت د انسان د عمر فرصتونه، کلونه، میاشتې، ورځې، ساعتونه، بلکې دقیقې، ثانیې او لحظې دي.
د قیامت په ورځ به لومړنۍ پوښتنه د عمر اړوند وي، له معاذ ابن جبل رضی الله عنه څخه روایت دی نوموړی وایې: چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلې دي: د قیامت په ورځ به بنده د خپل رب په وړاندي تر هغو ولاړ وي چي د څلورو شیانو پوښتنه ورځني نه وي شوې: د عمر چې ده په څه شئ کې تیر کړی، او د ځوانې چې په څه شئ کې ختمه کړه، د شتمنۍ يې چي له کومه ور رسېدلې او په څه کي يې لګولې او څه چې يې زده کړي څومره عمل يې په کړى دى.
[المعجم الكبیر،٦٠/٢٠]
وخت ته دالله تعالی له لورې د نعمت نوم ورکړل شوی دی.
امام بخاري رحمه الله د ابن عباس رضی الله عنهما په روایت سره یو حدیث را نقل کړی دی چې رسول الله. ویلي دي: د الله تعالی د دوو نعمتونو په تړاو ډېر خلک غولېدلي دي، هغه دوه نعمتونه صحت او فراغت دي).
[صحيح البخاري، ٨٨/٨]
دا پورتنې ایاتونه او حدیثونه دوخت په ارزښت، عظمت، اوقدر باندې دلالت کوي، باید چې مسلمان له وخت څخه ښه ګټه واخلې او د وخت په وړاندې خپل مکلفیت ته جدي پاملرنه وکړي.
د وخت په اړه تر ټولو لومړۍ او مهمه دنده د مسلمان دا ده چې د خپل وخت ساتنه وکړي او د خپل وخت څارونکی وي، له مال څخه زیات باید د خپل وخت ساتنه وکړي ځکه مال بیا هم تر لاسه کېږي، خو وخت چې یو ځل تېر شي بیا په هېڅ ډول سره نه را ګرځي. وخت نه عوض کیږي، نه ذخیره کیږي او په هر څومره لوړ قیمت سره نه شي اخیستل کېدلای، د ژوند هره لحظه باید د ځان او ټولنې د نېکبختۍ، مادي او معنوي ترقۍ لپاره ولګول شي، څوک چې د خپل ژوند وختونه بې ګټې او بې پایلې تېروي یقینا هغه د خپل وخت حق نه دی پوره کړی او له ځان سره یې ظلم کړی دی.
مسلمان ته اړینه ده چې تيرې شوي زمانې ته دقیقه او هر اړخیزه کتنه وکړي څو د پخوانیو امتونو له برخلیک او د هغوی په اړه د الله تعالی له کړنو څخه پند او عبرت واخلي ځکه تېره شوې زمانه د پېښو او عبرتونو خزانه ده.
که مسلمان له وخت څخه سالمه ګټه وانخلې بیا به ارمان کوي لکه هغه خلک چې وخت پرې تېر شوی، او اوس له خاورو څخه لاندې دي، خو متآسفانه چې اوس له وخت څخه ګټه نشي اخیستلای.
وخت توره ده پریکول کوي.
امام شافعی رحمه ویلې دي: له ډېرو صوفیانو او سپیڅلو خلکو سره مې ناسته او ملګرتیا وکړه، له هغوی څخه مې دوه لویې او غوره خبرې زده کړي، هغه دا چې ویل به یې: وخت توره ده که دي پریکړه او کنه نو تا پريکوي، او نفس دی که په حق مشغول نکړ نو تا په باطل مشغول کوي.
[مدارج السالکین،۱۲۵،۱۲۴/۳]
وخت په تا کې کار کوي!
عمر بن عبدالعزیز رحمه الله به ویل: “اللیل والنهار یعملان فیك فاعمل فیهما” ژباړه: ورځ او شپه په تا کې عمل کوي، ته په دوی کې عمل وکړه، یعنې استفاده تري وکړه!
[قيمة الزمن عند العلماء، ص ٢٧]
دکتور عائض القرني لیکلې دي: چې مسلمان باید هره ورځ دا فکر وکړي، چې نننۍ ورځ زما دژوند وروستۍ ورځ ده، فقط همدا نن به ژوندی یم سبا کیداسې چې زه خپل ژوند له لاسه ورکړم، نو له همدې امله نننۍ ورځ شیبه په شیبه د خپل زړه او اندامو په تزکیه او دخپلو اعمالو په سمونه بوخت اوسه، او دا ووایه: چې همدا نن به ژوندی یم د خپل رب په عبادت کې به کوښښ وکړم، د قران کریم به تلاوت وکړم، د کتابونو به مطالعه وکړم، او همدا نن ورځ به زه په خپل زړه کې دفضیلت نیالګې کینوم او د شرارت لکه حسد، غرور، عجب، غداري، بد ګومانې ونه به ورڅخه له بیخه اوباسم، همدا نن ورځ به زه ژوندی یم، نن باید له خلکو سره ښیګڼه وکړم، د مسلمان ورور له جنازي پسې به لاړ شم، د کوم ناروغ پوښتنه به وکړم، کوم وږي به موړ کړم، له کوم بي وزله نه به دفاع وکړم، په کشرانو شفقت او دمشرانو به عزت وکړم.
[لاتحزن ص ۳۷)
د دې لپاره چې انسان له خپل وخت څخه سمه استفاده وکړای شي باید د خپلو اسلافو تاریخ مطالعه کړي!
زمونږ اوتاسې اسلافو، اومشرانو به دوخت ډیر خیال ساتي، او له وخت څخه به یې ډېره زیاته ګټه پورته کوله، او چې کله به وخت په تیر شو، اوعبادت به یې پکې ونکړ، ډیر زیات به یې ژړل او پیښمانه به ول، ځکه هغوی پوهیدل چې وخت بیرته نه راګرځي، او دهیچا خیال نه ساتي، او نه چا ته تم کیږي، بلکې ډېر په بیړه سره رفتار کوي، که څوک ګټه تري اخلې او که نه، خو لوړ، او بریالي خلک هغه دي چې له وخت څخه استفاده وکړي، او ضایع یې نکړي.
دقاضي القضاة امام یوسف رحمه الله زوی وفات وو، خو امام یوسف صاحب دزوی تجهیز، او تکفین یې خپلوانو ته وسپاره، دی لاړ دامام صاحب درس ته، ځکه چې درس تري تیر نشي.
امام محمد رحمه الله به د شپې نه ویده کیدي، له ده سره به کتابونه ایښې وو، چې کله به د کوم فن له مطالعې څخه ستړی شو، بیا به یې په بل فن کې مطالعه شروع کړه، او ده به خوب د اوبو په ذریعه سره له ځانه تښتاوو او ویل به یې: چې خوب له ګرمې څخه پیدا کیږي.
[قيمة الزمن عند العلماء، ص ٣١]
امام فخرالدین الرازي رحمه الله به ویل: چې زما دي قسم وي په الله چې زه افسوس کوم په هغه وخت باندې، چې هغه له ماڅخه تېر شي په خوراک باندې، ځکه وخت او زمانه ډېر قیمت بها دي.
[قيمة الزمن عند العلماء، ص ٦٦]
خطیب بغدادی رحمه الله به که په لاره روان هم وو کتاب به یې مطالعه کاوو.
[قيمة الزمن عند العلماء، ص ٥١]
خلیل ابن احمد رحمه الله به ویلې: چې په ټولو ساعتونو کې سخت ساعت چې په ما تیریږي هغه ساعت دی چې زه خوراک پکې کوم ځکه چې وخت مې ضایع کیږي.
[قيمة الزمن عند العلماء، ص ٢٨]
عمر ابن عبدالعزیز رحمه الله د وخت په ارزښت پوه وو، ځکه به یې هر وخت لوی څښتن تعالی ته زارۍ او ژړا کوله او د اخرت لپاره به یې د توښې برابرولو کوښښ کاوو، دا یې معمول وو، چې هغه به علماء کرام راټول کړل، دمرګ، قیامت او آخرت یادونه به یې کوله، او لدغو احوالو به دومره متأثره کیدو چې په چیغو چیغو به یې ژړل ګویا ددوی په مخ کې کومه جنازه ایښې ده.
[نزهة الناظرین، ص ۶۱۹]
مرګ راتلونکی دی او د قیامت په ورځ د الله تعالی په مخکې دریدل یقینې دي، مونږ او تاسې په دنیا کې د مسافر او میلمه په شان یو خامخا به خپل همیشنې کور ته ځو، باید چې د تللو لپاره یو څه توښه له ځانه سره ولرو.
حذیفه رضی الله عنه ویلې دي: چې هر سهار او ماښام یو اواز کونکی اواز کوي چې ای خلکو تلونکي یې تلونکي یې!.
[إحياء علوم الدين، ٤٦٠/٤]
ابن مسعود رضی الله عنه ویلې دي: چې هر سهار په تاسو باندې راځې، تاسو نه یې مګر میلمانه او له تاسو سره چې کوم شیان دي هغه ندي مګر امانت، میلمانه تلونکې دي او امانت اداء کیدونکی دی.
[إحياء علوم الدين، ٤٦٠/٤]
ابراهیم التیمی رحمه الله ویلې دي: چې دو شیانو له ما څخه د دنیا خوند او مزه اخیستې ده، یو د مرګ یادولو او بل د قیامت په ورځ دالله تعالی په مخکې دریدلو.
[إحياء علوم الدين، ٤٥١/٤]
نو ای مسلمانه! تاته الله تعالی یو ښکلی فرصت درکړی دی، نو لدې طلایې جانس څخه په ښه ډول سره ګټه تر لاسه کړه، که ناسم او دخدای له لارې کوږ روان یې خپله تګلاره او لوری سم کړه، هسې نه چې دهلاکت کندې ته وغورزیږي، له وخت څخه ګټه واخله! او خپل عمر داللهﷻ په عبادت کې تیر کړه، ځانته دعبادت لپاره ورځنی تقسیم اوقات جوړ کړه! دخپلو اسلافو په تګلاره تګ شروع کړه! او دهغوی په شان دوخت په قدر او عزت ځان پوه کړه! او خپل وخت په زیات خوب، زیات خوراک، او بي ځایه خبرو مه ضایع کوه، که نه نو په قیامت کې به پیښمانه یې، خو پیښمانتیا به هیڅ ګټه درته ونه رسوي.
د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت نیوزبانکي پتهIslamic Bank AC # 00105100585219 :
د واټس آپ شمېره WhatsApp: +93 747 162 162:
Support Dawatnews Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219
WhatsApp:+93 747 162 162