نجومي ته راتلل ناروا دي
۱۱- قَالَ مَنْ أَتَي عَرَّافًا فَسَأَلَهُ عَنْ شَيْءٍ لَمْ تُقْبَلْ لَهُ صَلَاةٌ أَرْبَعِينَ لَيْلَةً )[1](
ترجمه : څوك چې نجومي ته راغى او دهغه نه ېى دڅه شي په باره كې پوښتنه وكړه نوتر څلويښت شپوپورى ېئ لمونځ نه قبليږى
فائده
1.نجومى ياكاهن هغه څوك دى چې دستوروپه ذريعه سره معلومونكى وى اوخلكو ته داښائي چې ستانه بۀ داسى انسان جوړيږي اودمستقبل په باره كې دځان نه خبرې كوي .
2.نجومي ته تلل حرام دي .
3.دنجومي دخبرې تصديق كول كفردى
4.علم نجوم ددنيا دگټلو لپاره حاصلول حرام دي .
ډيرو درنو او قدرمندو پښتنو ورڼو او خويندو
اسلام عليکم ورحمت الله و برکاته
او ورسته له سلام نه
لکه څنګه چه مونږه او تاسې په ډاګه پوهيږو چی
فال کتل، بخت آزمایل او نور خرافات هغه ناوړه کړنې دي چې زموږ د ټولنې په رښتینو باورونو يي منګولې لګولې دي. ځینې کسان خو د نورو د راتلونکي په اړه هم وړاندوینې کوي او ځان داسې ښيي چې ګواکي دوی علم غیب لري. له دې خبرو ان زموږ لوستي ځوانان هم متأثر شوي دی. زما یو ملګری چې د پوهنتون په کچه زده کړې لري راته ویل چې زما د کوزدي بخت بند وو او هغه ملا راته خلاص کړ! کله چې ما غوښتل د هغه ملا په اړه څه ووایم نو دې ځوان ویل چې ګوره داسې مه وایه چې هغه خبر نه شي…له داسې غلطو باورونو زموږ د خلکو د خلاصون لپاره هڅه یوازې زما نه بلکه زموږ او تاسو ټولو دنده ده.
حدیث شریف کی رازی :
څوک چه کاهن ، نجومی ته لاړشی او دهغی په خبره یقین وکړی نو هغه کفر وکه په هغی کتاب چه په محمد صلی الله علیه وسلم نازل شویدی. د حدیث متن دادی : ( من اتی کاهنا اوعرافا فصدقه بما یقول فقد کفر بما انزل علی محمد صلی الله علیه وسلم
رواه الترمذی
لیدونکو او لوستونکونه زړه له کومی مننه