Asi sta na yaw tapos kooma- da Hi Hello pa zai ka monga da pukhto kalimat owayoo nu wali di k gunnah da ?
پوښتنه : دملاقات په وقت کی پښتانه هرکله راشي واېې داسې وئیل دشرېعت په رڼا کی څه حکم لرې ؟
د لندن څخه اسما عیل
ځواب : سنت طرېقه اولا السلام عليکم ورحمة الله وبركاته وئیل دي
او ددي نه ورستو كه هرکله راشي واېې نو دا هم يو ممدوح عمل دي
د ملاقات او هرکلي په وخت كې د مرحبا يعنې هرکله راشئ د کلمې استعمال هم د اسلامي ادابود جملې څخه دى
او په محمدي شريعت كې موجود دى چې هرکلى کوونکى ئې خپل راتلونکي
ميلمه ،دوست او مسلمان ورورته د روغبړپه وخت كې وائې
لکه چې حضرت عکرمه > ويلي په هغه ورځ چې زه د جناب نبي کريم صلي الله عليه وسلم حضورته
[د مکې معظمې د فتح په کال دبيعت لپاره ]راغلم
راته ئې وفرمايل :
مرحبابالراکب المهاجر [١]
[سورمهاجردې هرکله راشي ]
همدغه راز بى بى ام هانى رضي الله تعالى عنها ويلي
چې زه د جناب نبي کريم صلي الله عليه وسلم حضورته لاړم
سلام مې واچوه وئې فرمايل :
من هذه قلت انا ام هانى قال مرحبا بام هانى [١]
[دا څوک ده ؟
ما وويل زه ام هانى يم
وئې فرمايل ام هانى دي هرکله راشي ] [٢]نومعلومه شوه چې د ملاقات په وخت كې د مرحبا[هرکله راشي ]ويل د اسلامي ادابو او نبوي سنتود جملې څخه دى
او کوم ممانعت نه لري :