دمسیحیانو یوه تاریخي خطي نسخه درسول الله دنبوت زیری ورکوي

دیوې لندني جریدې په حواله دترکيې چارواکو یوه خطي نسخه تر لاسه کړې چې ګومان کېږي د برنابا دانجیل اصلي نسخه وي چې په هغې کې د محمد صلی الله علیه وسلم دنبوت زیری موجود دی، چې په دې سره به دمسیحیانو په عقایدو کې یو جنجال رمنځ ته شي.

د ډیلي ميل په حواله دبرنابا دانجیل دانسخه د څاروي پر پوست کښل شوې ده او تاریخ یې ۵ میلادي پېړۍ ته ګرځي چې ۱۲ کاله وړاندې دانسخه په ترکیه تر لاسه شوې ده.

نوموړې جریده زیاتوي، په کشف شوي انجیل کې دا په ډاګه او روښانه لیکل شوې چې عیسی علیه السلام په دار نه دی زړول شوی او هغه دمحمد صلی الله عليه وسلم راتلو بشارت او زیری ورکاوه چې هغه به خاتم النبیین وي.

ترکي چارواکو دا نسخه په ۲۰۰۰ ز کال کې له یوې قاچاق وړونکې ډلې نه چې تاریخي آثار يې نورو هیوادونو ته (په ځانګړې توګه غرب ته) په غیر قانوني توګه وړل تر لاسه کړې ده.

تر ټولو مهمه داده چې د روان ژېږديز کال په فبروري کې واتیکان (په نړۍ کې د کاتولیکې کلیسا روحاني پلازمینې) دترکیې حکومت نه رسمي غوښتنه وکړه چې دا خطي نسخه هغوی ته ور ښکاره کړي، لندنۍ جریده وايي: تر اوسه په دې اړه کوم معلومات نه شته چې دا نسخه واتیکان ته ورښودل شوې او که نه؟.

دا جریده د ایراني منابعو په حواله وايي چې نوموړې نسخه په سریاني ژبه چې له آرومي ژبې نه مشتق ده کښل شوې، ولې مسیحي نړۍ ددې نسخې له وجود نه انکار کوي.

په داسې حال کې چې ترکي چارواکي دا د برنابا دانجیل نسخه اصلي ګڼي، ولې ځنې غربي څیړونکي (د ډيلې ټلګراف په قول) دهغې په کره والي کې شکمن دي.

له الجزيزې نټنه په مننې

…………………………………………………………………………………………………………………………………………

که تاسو غواړئ چې علمي او تحقیقاتي لیکنې او مقالې مو په دعوت نیوز کې خپرې شي نو لاندې لینک کیکاږئ او مونږ ته په انلاین بڼه خپله لیکنه را واستوئ؛

https://dawatnews.com/submit-article/

شرعی پوښتنه:

که کومه شرعی پوښتنه لری دمهربانی له مخی لاندی فورم ډک کړی او خپله پوښتنه ثبت کړي.

https://shorter.me/75WZr

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟