حضرت امام ابوحنيفه (رح) په ۸۰ هجري سنه کې پيدا شوی دی او حضرت امام مالک (رح) په ۹۵ هجري سنه کې پيدا شوی دی او حضرت امام شافعي (رح) په ۱۵۰ هجري سنه کې پيدا شوی دی او حضرت امام احمد بن حنبل (رح) بيا په ۱۲۶ هجري سنه کې پیدا شوی دی ،مطلب دا چه د امام ابوحنيفه (رح ) تر پيدا کیدو کيدلو وروسته پنځلس کاله وروسته امام مالک (رح) پيدا شوی دی اويا کاله ورسته امام شافعي (رح ) او څلور اتيا کاله وروسته بيا امام احمد (رح) پيدا شوی دی . (فتاوي دارالعلوم ديوبند ج ۱ ص ۲۲ ) .
د امام ابوحنيفه حيثيت :
څرنګه چه مونږ د امام ابوحنيفه په مذهب يو دا چه بحث اوږد نشي يوازې د امام صاحب په اړه لنډ بحث کول غواړم .
فتاوي دارالعلوم ديوبند په دې هکله ليکي له يو طرفه امام اعظم (رح) ته د تابعي والی شرف حاصل دی چې نورو دريو امامانو کې يو ته هم دا شرف نه دې حاصل شوی له بله طرف امام ابوحينفه تر ټولو مشر هم وو .
ملاعلی قاري پدې هکله داسې ليکي :
ترجمه : د صحابه کرامو رضی الله عنهم نه ورورسته د تابعينو درجه په ټول امت کې تر ټولو لوړه ده ، په دې وجه سره زمونږ اعتقاد دی چه امام اعظم (رح) مرتبه په ائمه مجتهدينوکې تر ټولو لوړه ده او امام اعظم د ديني علومو په فقهاوو کې تر ټولو لوړ دی ، دده څخه وروسته امام مالک درجه ده دی د تبع تابعينو په صف کې شامل دی او د امام مالک څخه وروسته بيا امام شافعي درجه ده ځکه چې دی د امام مالک بلکي د امام محمد شاګرد ؤ او د امام شافعي وروسته د امام احمد بن حنبل درجه ده ځکه چې دی بيا د امام شافعي د شاګردانو په درجه کې ؤ
د مسائلو په څیړنه کې دقت … بيا