دلوى اخترپه شپه اویا داختردمونځ نه مخكښے ذبحه كول او یا كه چرى داورځى داختر تيرى شوى نود دې څه حکم دې تفصیلی وضاحت وکړې او که ممکن وې دلیل هم وا لیکی

دلوى اخترپه شپه اویا داختردمونځ نه مخكښے ذبحه كول
او یا كه چرى داورځى داختر تيرى شوى نود دې څه حکم دې
تفصیلی وضاحت وکړې او که ممکن وې دلیل هم وا لیکی ؟

دقربانى دوجوب دپاره وخت سبب دے اودادر ےورځى دے دلوى اخترورځ روستودصباح دختونه اودالسمه دذوالحجة اويولسمه اودولسمه ورځ ده .

دليل: وسببها الوقت (ردالمحتارص۳۱۲ج۶)ايام الاضحي ثلاثة يوم الاضحي بعدطلوع الفجروهوالعاشرمن ذي الحجة والحادي عشر،والثاني عشر (والوالجية ص۷۹ج۳)

(1) مسئله:داخترپه شپه قربانى ذبحه كول جائزنه دے .

دليل:لاتجوزالتضحية ليلة النحر (فتاوي والوالجيةص۷۹ج۳)

(2)مسئله: په دے ورځوكښے دشپى هم قربانى جائزده ليكن مكروه ده.

دليل:وتجوزفي لياليها ايضاً لان الليالي من جملة ايام النحرلكن يكره (والوالجية ص۷۹ج۳)

(3) مسئله: كه چرى داورځى تيرى شوى اوقربانى ئى اونكړه نوپدے سړى دغه څاروى اويادهغه قيمت صدقه كول واجب دے .

دليل:فيشترط بقائها لانهاشرط في معني العلة كمامرفي الفطرة بدليل وجوب تصدقه بعينهااوبقيمتهالومضت ايامهاانتهي (ردالمحتارص۳۱۲ج۶) والوالجية ص۷۹ج۳)

(4) مسئله:په  ښارونوكښے داختردمونځ نه مخكښے ذبحه كول جائزندے .

دليل: ولايجوزذبح الاضاحي في الامصار الابعدصلوة الامام (فتاوي والوالجية ص۷۹ج۳)

(5)مسئله: كه چرى دښارډيرجماتونه وى اوځنوجماتونوكښے داخترمونځ اوشى اونوروكښے نوى اداء شوى نوقربانى كول جائزكيږى .

دليل: لواستخلف الامام من يصلي لضعفه باالناس فصلي في احدالمسجدين ا يهماكان جازت الاضحية (والوالجية ص۷۹ج۳)

(6)مسئله :كه چرى بانډه چى سړى ښارته داختردمونځ دپاره راغى اوكوروالوته ئى حكم اوكړوچه قربانى اوكړى دصباح دختونه پس نوداجائزده.

دليل:ولوكان رجل من اهل السواددخل في المصر لصلوة الاضحي وامراهله بالتضحية جازبان يذ بحواعنه بعدطلوع الفجر(فتاوى والوالجية ص۷۹ج۳)

(7) مسئله : کچرى دقربانى ورځونه مخکښے مال هلاک شونوقربانى پرى واجب نه پاتے کيږي.

دليل : وبانهاتسقط بهلاک المال قبل مضي ايام النحر کالزکاة تسقط بهلاک النصاب ( ردالمحتار، ج ٦ / ٣١٥)

(8) مسئله : دقربانى په وجوب کښے اخروخت لره اعتبار دے که څوک آخروخت کښے غنى مالداروونوقربانى پرے واجب ده اوکچرى آخرکښے فقير غريب وو واجب نۀ ده.

دليل : والعبرة للجوب في اخره کماياتي فمن کان غنيا اخره تلزمه ومن کان فقير ااخره لاتلزمه ( ردالمحتار، ج٦/ ٣١٥]

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.