دلمونځ ترک کونکي مړشو نو دجنازې لمونځ به يې کولى شي اوکه نه ؟

پو ښتنه :  عمر خلقو ته دعظ نصيحت اوکړو اودلمونځ پابندي تاکيد يې ورته وکړ ټول په خپل غفلت اوسستې باندې پښپمانه شول اودلمونځ کولو وعده يې اوکړه نو زيد اوويل چې که زه لمونځ کوم او که نه يې کوم ستا راباندې څه ماته دلازمت په وجه دومره مهلت او فرصت نه پيداکيږي چې لمونځ وکړم الخ دزيد دې خبرو سره دامر شرعي توهين لازميږي او که نه .

که چيرته زيد دتوبې نه مخکې مړشو نو دجنازې لمونځ به يې کولى شي اوکه نه . شيخ عبد القادر جيلاني رحمه الله غنية الالبين کې ليکلي دي چې کوم مسلمان باوجود دلمونځ فرض ګڼلو دسستي په وجه لمونځ ونه کړو اودې څوک لمانځه ته راوبو لي اودې بياهم لمونځ اونه کړي نو داسې سړى کافردى ده لره دې دتوبې لپاره درې ورځې مهات ورکړې شي که چيرته توبه اونه کړي نو په تورې سره قتل کړى شي او په هغه دې لمونځ هم اونه کړى شي  داصحيح ده که نه ؟

ځواب :  حضرت شيخ عبد القادر جيلاني رحمه الله د جنبلي مذهب دي

يعنې دامام احمد بن حنبل رح دمذهب پيروي کونکې دى

دهغوى مذهب همدادى کوم چې هغوى په غنية الطالبين کې ليکلي دي

او دامام اعظم ( رحه الله ) اونورو امامانو مذهب دادى چې لمونځ ترک کونکى

فاسق دى

اواوجب التعزير دى کافرنه دى نو دهغه دجنازې لمونځ دې اوکړى شي

(  لقوله r على کل بر وفاجر الحديث ) نو زيدپه دې صورت کې فاسق دى

هغه له پکاردي چې تو به اوکړي اولمونځ شروع کړي

اودجنازې دلمونځ حکم پورته ذکر شو چې کول پکاردي البته که چيرته زجراً داسې

خلق شريک نشي کوم چې مقتدادي اونور خلق لمونځ اوکړي

نو تنها داسې کول صحيح دي فقط .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.