دكړس،كړس په خندا سره ولې دجنازي مونځ ماتيږي او اودس نه ماتيږي ?


د ديني څيړنو او تحقيقاتو څانګې کارکونکو او ددی سایټ لیدونکو ته سلامونه او نیکی هیلی وړاندی کوم بعد زه  پوښتنی لرم هیله ده په تفصیل سره  ځواب راکړی

پوښتنه : كه چيري يوسړى اودس ولري دلمانځه نه دباندې وخاندي نواودس يي نه ماتيږي اوكه چيري په لمانځه كښې وخاندي نواودس يي ماتيږي اودجنازي په لمانځه كښې كه په قهقهه سره وخاندې مونځ يي مات شواواودس يي مات نه شوددې څه وجه ده اوڅه حكمت لري ؟
ځواب : عقلي قياس دادى چه په خندا سره اودس نه ماتيږي خودرسول الله r نه ثابت دي چه يوسړي ته يي د دويم ځل لمانځه امر وكړ چه په كړس،كړس يي خندلې ؤ نوكله چه دغه حكم دقياس نه خلاف شونوپه هغه موقع اوځاى پوري خاص كيدلاى شي چه په كوم ځاى كښې وارد شوى دى نوځكه دجنازي په لمانځه كښې په خنداقهقه اودس نه ماتيږي اګركه په حكمت يي نه پوهيږوپه مسلمان باندې يواځي منل دي نه دهرشي په حكمت باندې پوهيدل ليكن چونكه داحكم دقياس ظاهري خلاف دى نوځكه په كومه موقع چه وارد شوى دي په هغه به كيښودل شي په نورو مواقعو باندې به نقض دوضونه كېږي اګر چه په هغه كښې قهقهه كول ددي په نسبت زيات قبيح وي مثلا دجنازي په مونځ كښې قهقهه كول داقاعده ده داصولو چه

كوم حكم قياسي نه وي هغه دخپل موقع نه نه متجاوز كېږي-فقط([1])
_________________________________
[1] -المعانې الناقضة للوضوء الخ القهقة فى صلوة ذات ركوع وسجودالقياس انها لاتنقض الخ وبمثله يترك القياس والاثروردفى صلوة مطلقة فيقتصر عليهاهدايه فصل فى نواقض الوضوء ص ۳۵ ج ۱ فلايتعدى الى صلوة الجنازة وسجدة التلاوة وصلوة الصبى الخ حاشيه هدايه ص۳۶ ج ۱.

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.