(1) مسئله : هركله چه دقربانى دپاره څاروے واخستے شى نودهغه نه فائده ياڅه كاراخستل مكروه دے مثلاً دهغه پى ياوړى ياسورلى كول ياپه هغے پيټے وړل ياپه كرائى سره وركول بلكه دهغے ډيراحترام اوخيال ساتل پكاردے.
دليل : ويستحب ان يربط الاضحية قبل ايام النحر بايام وان يقلدها ويجللها وان يسوق الي المنسك سوقا جميلا لاعنيفا وان لايجرها برجلهاالي المذبح كذافي البدائع ( الهندية، ج۵، ص۳۰۰)
دليل : ولايركبها ولايحمل عليها شيئا ولايؤجرها( ردالمحتار، ج۶،ص ۳۲۹،الهندية،ج۵،ص۳۰۱)
(2) مسئله :كچرى څه فائده ترے واخسته نودهغے صدقه دے وركړى مثلاً پى به خيراتى وركوى اوكرائى وغيره به هم صدقه كوى.
دليل: فان فعل تصدق بالاجرة( ردالمحتار،ج۶،ص۳۲۹)
(3) مسئله : كوم څاروے چه په كوركښے ساتلے شي ګياه وغيره په موګى خورى دهغه پى ځان له خوړلے شى تصدق وغيره پرے لازم نه وى.
دليل :فا ن كان يعلفهافمااكتسب من لبنهااوانتفع من روثهافهوله ولايتصدق شر،( كذافي محيط السرخسي ، الهندية،ج۵، ۳۰۱)
دقربانى دغوښى اوذبح اوڅرمنومسائيل
(4) مسئله :داخبره ډيره ده چه ذبحه كونكے به مسلمان وى لهذا مجوسى اومشرك ذبحه كول حرام دے البته دكتابى يعنے څوك چه اسمانى دين اوكتاب اوديوپيغمبراقراركوى ددوى ذبح مكروه ده. ځكه چه مجوس اهل نه دے اودمشرك نه ددين په كارامداد غوختل پكارنه دے.
دليل : وكره ذبح كتابي واماالمجوس فيحرم لانه ليس من اهله(در) ولاينبغي ان يبستعان بالكافرفي امورالدين( رالمحتارج۶، ص۳۲۸)
(5) مسئله : كچرى مسلمان كتابى سړے په ذبح كولووكيل جوړكړو اوقربانى ذبحه كړه نوداجائزده ليكن مكروه ده.
دليل : فاذاذبحهاللمسلم بامره اجزاه ويكره (رالمحتار ج۶، ص ۳۲۸)