دقران کريم ژباړه په لمانځه کې لوستل څنګه ده؟

پوښته : ديوه زبردست عالم بيان دى چې که چيرې دقران شريف دکوم ايت ژباړه په اردو کې ولوستل شي نولمونځ اداء کيږي ځکه چې قران شريف کلام الله نه دى بلکې دهغه ژباړه ده چې رسول الله r په عربي ژبه کې کړي ده اودقران شريف دنزول داذريعه بيانوي چې الله تعالى دهغوى په زړه کې اچولي دى ،هغه په خپلې ژبې مبارکې سره اداء کړي ،دابيان ددغه مولوي صاحب صحيح دى اوکه غلط دى ؟

ځواب :  ددغه زبردست عالم په حوالي سره چې کومه مسئله تاسو ليکلي ده هغه بلکل غلطه ده له دې څخه څرګنديږي چې دغه صاحب ددين عالم نه دى ،افسوس دى چې داسې غلطې مسئلې تش په نامه عالمان بيانوي ،په لمانځه کې دسورت فاتحې يادبل سورت دترجمې په لوستلو سره  لمونځ نه کيږي ،ځکه چې قران شريف نوم دى دهغه عربي کلام الله چې مابين الدفتين دى يعني  د دوووفاتوپه مينځ کې چې کوم کلام الله دى همدا قران شريف

 دى ،اوهمداکلام الله دى داهل سنت والجماعة داعقيده ده ([1]).

نوددغه مولوي دا ويل چې داعربي قران شريف کلام الله نه دى بلکې دهغه ژباړه ده الخ بلکل غلطه ده او افتراء ده ،الله Y فرمايي ( اناانزلنه قرانا عربيا ([2])) همدا رنګه په زياتو ځايونو کې يي قرآن ته عربي ويلى دى  اويوځاى داهم ارشاد دى (ولو جعلناه قرانا اعجميالقالوا لولا فصلت اياته اعجمي وعربي ) يعني الله تعالى فرمايي چې که چيرې مونږ قران شريف په عربي ژبه کې نه واى نازل کړى نوکافرانو به دا اعتراض کاوه چې په عربي پيغمبرباندې عجمي قران نازل شوى ،داخو عجيبه خبره ده ،اودفقهي په کتابونو کې يي ښکاره ليکلي دي چې په لمانځه کې دقران شريف دژباړي په لوستلو سره لمونځ نه کيږي ،خو کوم نوى مسلمان سړى چې دداسې سختې ژبې والا وي چې هغه عربي لفظونه نه شي ويلاى نودهغه لپاره ترهغه وخت پوري چې هغه ياد کړي اوقران شريف ولوستل شي داصحيح ده ،چې يواځې ژباړه ووايي ځکه چې هغه معذوردى دقران شريف له لوستلو څخه ،اودا ويل د هغه چې خداى تعالى دهغه r په زړه کې (قران ) واچاووو،هغه r په خپلې ژبې سره په عربي الفاظوکې بيان کړ دهغه داعقيده هم بلکل له اهل سنت څخه خلاف ده ، دى دنيچريت اومرزائيت معتقد معلوميږي ،داهل سنت ،اهل اسلام دا عقيده ده چې دحضرت جبريل په ذريعه قران شريف نازل شوى دى ،په خپله په قران شريف کې راغلي دي ( نزل به الروح الامين ) چې داقران روح الامين يعني جبريل u دالله Y له لوري څخه نازل کړى دى غرض داچې د داسې عقيدې لرونکي خبره نه اوريدل اونه منل په کار دي .

[1] -کماصح لوشرع بغيرعربية الخ اوقراءبها عاجز فجائز اجماعا قيد القراءة بالعجز لان الاصح رجوعه الى قولهما وعليه الفتوى قلت وجعل العيني الشروع کالقراءة لاسلف له ولاسند له يقويه (درمختار) وانما المنقول انه رجع الى قولهما فى اشتراط القراءة بالعربية الاعندالعجز الخ لان الامام رجع الى قولهما فى اشتراط القراءة بالعربية لان الماموربه قراءة القران وهو اسم للمنزل باللفظ العربي المنظوم هذا النظم الخاص المکتوب فى المصاحف المنقول الينا نقلا متواترا الخ (رد المحتار ،باب صفة الصلوة فصل تاليف الصلوة  ج١ ص ٤٥١ ).

[2] – سورة يوسف رکوع ١ ،

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.