دغيرمدخولې ښځې دطلاق په اړه ستاسو څه قول دى ايا په هغې باندې عدت شته اوکه نه اوکه

پوښتنه : دغيرمدخولې ښځې دطلاق په اړه ستاسو څه قول دى ايا په هغې باندې عدت شته اوکه نه اوکه له اول خاوند يعنې طلاق ورکونکې سره نکاح وکړه اياله هغه سره نکاح کول ورته روادي که هغه يو طلاق ورکړى وي  اويايي درې متفرق ورکړي وي اوکه نه دي ؟

ځوا ب :  ( اقول وبه نستعين ) غيرمدخولې ښځې ته چې له هغې سره يي نه خاوندوطى کړي وي اونه خلوت صحيحه که خاوندطلاق ورکړي  نوپه هغې باندې عدت لازم نه دى لقوله تعالى  (فَمَا لَكُمْ عَلَيْهِنَّ مِنْ عِدَّةٍ تَعْتَدُّونَهَا ) (2) اوغيرمدخولې ته که درې متفرق طلاقونه ورکړي نوهغه په لومړنې طلاق باندې بائنه کرحې دويم اودريم  طلاق په هغې نه واقع کيږي(3)  ځکه نواول خاوندته له هغې سره بي له حلالى نکا ح کول صحيح دي هکذا في عامة کتب الفقه )

(2)  سورة الاحزاب رکوع ٦

(3)  قال لزوجة غير المدخول بها انت ذآلق ثلاثا وقعن الخ وان فرق بانت بالاولى لا الى عدة ولذالم يقع الثانية اله الدرالمختار على هامش درالمختار باب الطلاق  غيرالمدخول بها ( ج ٢ ص ٦٢٤ ط ٦٢٦ ط

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.