اسلامو علیکم ورحمت الله و براکاتوهو بعد دسلامه الله دی وکری چی روغ اوخوشحاله صحت ولری ورور جانه په دیری بشنی سره زه درنه یوه پوشتنه لری وخت خو بدی ونیسم خوالله دی وکری چی چی رانه خپه نشی زما پوشتنه داده مسال ..دیو هلک لپاره یی پلار کوزده وکره پدی دوعا کی نور د کلی مشران او جوانان هم ناست وو د شهدانو په تور ایا د نکاح کیدیشی اویا داسی وشول چی لدی کوزدی نه ورسته هلک د جینی کور ته لار او هلته یی کوروالی وکر چی له همدی کوروالی نه جینی هامیله شوه ایا د ماشوم هرامی دی او که جایز زمونگ سلورو ملگرو پدی خبره دیر بحث وکر خو قنعت یی سره ونکره الله دی وکری چی تاسو راته سم جواب د اسلام په وسلو برابر جواب راکری
صرف او صرف داسلام په وسلو برابر جواب غوارو مننه دیره مننه
ستاسو ورور دین محمد .عابد.
(2)
محترم د هډه وال ويب پاڼو چلونکو سلامونه مي ومنى په دې هيله چي روغ او
جوړ به ياست !
محترمه زه يو سوال لرم په دې هيله چي جواب يي پر اېمېل راته راواستوى،هغه
داچي يو نيم کال کيږئ چي کوزده مي کړې ده او واده مي لا نه دي کړى البته
شرعي نکاح مي هم تړلې ده او زه په خپله د خپلي کوروداني کره په هفته کي
يو وار ورځم او يواځي ورسره کښېنم او تر څنګ يي لوبي هم ورسره کوم ، خو
جماع مي نه ده کړي ، ايا دغه ليده کاته او بې له جماع څخه لوبي کول خو به
په شريعت کي کومه ګناه او خطا نه وي او نکاح ته خو به کوم زيان نه وي
رسېدلى،
يادونه :يوه مياشت وروسته که خېر وي واده مي هم دي ،په دې هيله چي جواب
يي ژرترژره راته راواستوى
ع،ر
والسلام
{1}
اول زما سلامونه قبول کړی وروسته دسلام نه زماپوشتنه داده چي:
۱۔ خپلي خځي سره ملاويدل د نکاح نه بعد څنګه دي يعني ځما نکاح په منظم ډول د لسو کسانو په مخکي يو مفتي زما نکاح وتړله۔ او يو کال بعد زما د واده نيټه ده دا ځکه چي د تعليم مسئله ده۔ نو آيا ځه او ځما ازدواج کولي شو چي يو بل اوګورو او خبري سره وکړو يا يو بل سره لاس ملاوڅنګه دي د نکاح نه بعد۔
زه احمد عابد به ستاسو د دلايلو نه به ډير شکرګزار يم۔
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د عقد نکاح نه وروسته او د زفاف (واده شپه ) نه مخکې ټول هغه څه چې د سړی د پاره له خپلی ښځې سره رواه وي جايز دي .
مګر غوره داده چې سړی تر هغه صبر وکړي تر څو واده يې تر سره شي که سړی غواړی له خپلی منکوحي سره يې ملاقات ،تلفني خبرې وکړي يا يې ديدار ته ورشي او مجلس ورسره وکړي غوره داده چې د هغې د کورنۍ په اجازه وي او پټ تماسونه او پټ ملاقات ښه نه دی د خطر ويره لري ځکه احتمال لري ښځې له هغه څخه حمل واخلي او دغه د زفاف (واده ) نه مخکې حمل کيدای شي خدای مه کړه سوء ظن وګرځې او کيدای شي ميړه له نزديکت څخه منکر شي نو ددی کار عواقب خطر ناک دي .
په سړی لازمه ده چې د زفاف تر وخته پورې صبر وکړي که له خپلی بی بی سره تماس او ملاقات کول غواړي نو د هغه دکورنۍ په حضور کې دی دا کار وکړي .
مجموع فتاوی او مقالات متنوعة (21/208) (البدالحرام )
پوښتنه ايا د عقد نکاح نه وروسته او د زفاف نه مخکی له خپلی بی بی سره مباشرت يا کورواله کول رواه دي ؟
د خپلی بی بی سره د عقد نکاح نه وروسته او واده نه مخکی جماع کول او کورواله هيڅ شرعي ممانعت نه لري مګر څرنګه چې دا مسئله له عرف سره په ټکر او تضاد کې ده نو که چيرې ددی ويره وي چې د عقد نکاح نه وروسته او د زفاف نه مخکې به مشکل جوړ کړي دا کار به نه کوي ځکه د مفسد دفع کول پر جلب د مصلحت او منفعت مقدم دی .
وبالله التوفيق، و صلي الله علي نبينا محمد و آله وصحبه وسلم
دعلمي تحقيقاتو او افتا دايمي ټولنه (مکه مکرمه )
یادونه : که نکاح شرعی شوی وې نو بیا هیچ خبره نشته او ماشوم حلالی دې
او که هسې دعاء یی کړې وې نکاح شرعی نه وی شوی . نو بیا مسئله ورانه ده .
لیکن د مسلمانانوکورو نه دې نو ښه ګمان ورباندې پکار دې کیدې شی نکاح شرعی شوی وې .
ځکه که نکاح نه وا شوې نو بیا دوې دواړا چا یو ځاې نه پرې ښودل
نو د دی نه هم دا خبره معلومیږی چه نکاح شرعی شوی ده په دغه مجلس کښی