پوښتنه : ( ١٠٣٨) ديوه سړي مړينه په بهوپال کې وشوه نودهغه ښځه دعدت له پوره کيدو مخکې دلته راوستل کيداى شي اوکه نه ؟
ځوا ب : که هلته دعدت ترپوره کيدوپورې په وسيدلو کې کوم ډول ويره اوبي اطمنانې نه وي اوټولې اړتياوي هلته پره کيداى شي نوهلته عدت پوره کول ښايي دلته يي راوستل صحيح نه دي اوکه هورې اطمنان نه وي او اړتياوي نه شي پوره کيداى شي نوخپل وطن ته راتللاى شي په درمختار کې دي اوکانت في مصراوقرية تصلح للاقامة تعتد ثمه درمختار قوله تصلح للاقامة بان تامن فيها على نفسهاومالهاوتجد ماتحتاجه الخ (1) شامي ژباړه اوحاصل ياکه ښځه دخاونددمړينې په حالت کې په کوم کلې يا ښارکې وي چې داقامت صلاحت لري په داسې ډول چې ښځه هلته په امن وي دځان اودمال هيڅ ويره يي نه وي اواړتياوي پوره کولا ى شي نوهغه دې په هغه کلې ياښارکې چې خاونديي په کې وفات شوې عدت تيرکړي :
(1) درالمختار فصل في الحداد ( ج ٢ ص ٨٥٦ ط ص