پوښتنه :دفقهي په عاموكتابونو كښې ليكل شوي دي كه چيري سترګه ژوبله شي ياپه څه شي ولګيږي ياخاوره اوبل څه پكې پريوځي يا پكې دردپيداشي په دغوټولو صورتونوكې دسترګو نه اوبه ولاړي شي نونجسي اوداودس ماتونكي دي اوكه نه ؟
همداسي خداى بښلي حضرت مولانا رشيداحمدګنګوهي په فتاوى رشيديه ( ج ۲ ص ۲۷) كښې ليكلي چه دسترګو خوږيدو له امله كومې اوبه راووځي هغه پاكې دي اګركه ځينوورته ناپاكي ويلي دي خود تحقيق خلاف دي ؟
ځواب دسترګودخوږيدو له امله چه كومې اوبه راووځي په هغه كښې تحقيقي خبره د حضرت مولانا رشيداحمدګنګوهي ده ،ددې مسئلي بحث يي په درمختار اوشامي (ص ۱۳۷ ج۱ ) كښې داسې كړي دي چه ددرمختارمؤلف ليكلي دغه اوبه نجسې اوداودس ماتونكي دي پدي عبارت سره ( فدمع من بعينيه رمد اوعمش ناقض)([1]) الخ
علامه شامى په دي باندې دامام ابن همام تحقيق نقل كړى دى هغه ويلي په داسې صورت كښې امر داستحباب دپاره دى نه د وجوب دپاره همداسي دامام محمد رح دوينا نه هم ظاهريږي نومعلومه شوه چه اودس پرې نه ماتيږي دشامي عبارت دادى (قوله ناقض الخ قال فى المنية وعن محمدرحمه الله اذاكان فى عينيه رمدوتسيل الدموع منها امره بالوضوء لوقت كل صلوة لانى اخاف ان يكون ما يسيل منها صديدا فيكون صاحب العذر)([2]) ددي عبارت نه معلومه شوه چه دامام ابن همام رحمة الله عليه تحقيق دادى چه ناقض دوضوء نه دي اوهمداخبره دشريعت له قاعدو سره برابره ده اوهمداراجح ده –فقط
[1] – الدرالمختار على هامش ردالمحتار كتاب الطهارة نواقض الوضوء ص ۱۳۷ ج ۱
[2] – ردالمحتار كتاب الطهارة نواقض الوضوء ص ۱۳۷ ج۱