دستار بندي او که د علم جنازه

ليکنه : ابو یحییٰ مظفرنگری
ژباړه او اضافه خالد منصور هډه وال الافغاني

په دې زمانه کې چې هر څه د ټیکنالوژۍ او ښودلو ښکار شوي
ځینې داسې فارغ التحصیلان هم راپیدا شوي چې د درسګاه درنې فضاء او د علم نبوي لوړ مقام له یاده ویستلی دی.

د دارالعلوم هغه پاکه فضا چې پکې د قال الله و قال الرسول اوازونه پورته کېدل، اوس داسې ښکاري چې ځینې خلک یې یوازې د ځان شهرت لپاره یادوي.

د درس له مجلس څخه راوتل او پر ځمکه د تواضع ګامونه ایښودل د طالب العلم د وقار نښه وه؛

خو نن داسې ښکاري چې ځینو خلکو دا ټولنه په یو تصويري ډګر بدله کړې. د نوټونو هار په غاړه اچول، په هر زاویه کې عکس اخیستل او په انسټاګرام او ټک ټاک کې د شهرت په لټه کې ګرځېدل هغه کارونه دي چې د علم لوړ مقام ته تاوان رسوي.

ایا د حدیث علم زده کول یوازې دې لپاره وو چې د نوټونو هار سره ریل جوړ کړئ او د خلکو لایکونو پسې سرګردانه شئ؟

دا د علم نه بې‌خبرۍ او د دیني ارزښتونو سپکاوی دی. داسې ښکاري چې ځینې د درسونو مجلسونو ته د علم د لاسته راوړلو لپاره نه، بلکې د ټک ټاک د مولانا ایډیشن جوړېدو لپاره ناست وو.

حقیقت دا دی چې علم عاجزي او تواضع ښيي، د امت خدمت ته چمتووالی ورکوي او د خپل نفس په تزکیه کې مرسته کوي.

خو نن ځینې فارغان داسې ښکاري چې د دې ټولو صفاتو پرځای یې یوازې شهرت، ځان‌ښودنه او رنګیني خپل هدف ګرځولی دی.

موږ باید وپوښتو چې ولې د دارالعلوم درناوی نه کېږي؟

ولې د علم او نبوي میراث سپکاوی کېږي؟

د دې ټولنیزو رسنیو لنډمهاله شهرت به تاسو ته څه ګټه درکړي که مو د علم حقیقي روح له لاسه ورکړ؟

د دې ټولو منفي اړخونو ترڅنګ، هیله دا ده چې د علم اصلي روح ته بیا پام وشي. د سادګۍ، عاجزۍ او تواضع درسونه عملي شي.

علم هغه مشعل دی چې زړونه روښانه کوي، نه دا چې د لنډمهاله شهرت په روښانه څراغونو کې ورک شي.

الله تعالی دې موږ ټولو ته د علم نبوي حقیقي روح راپه برخه کړي او موږ دې له بې ځایه ښودنې او نفس‌پرستۍ وساتي.

اللهم وفقنا لما تحب و ترضی.

………………………………………………………………………………………………………………………………………………………..

د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت نیوزبانکي پتهIslamic Bank AC # 00105100585219 :

د واټس آپ شمېره WhatsApp: +93 747 162 162:

Support Dawatnews Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219

WhatsApp:+93 747 162 162

…………………………………………………………………………………………………………………………………………………………

یادونه: په دعوت نیوز کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، د دعوت نیوز توافق ورسره شرط نه دی.

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟