دريم په قانون کې علمانيت

کله چې پر ځمکه کې يو حد جاري شي د ځمکې د اهل لپاره تر څلويښتو ورځو باران غوره دی ، دا په اسلام کې د قانون د اهميت يو مثال دی او دا په شعائر الله کې اطاعت دی لکه څنګه چې په شعائر الله کې اطاعت دی همداسې په قانون کې هم اطاعت دی او لکه څنګه چې په شعائرو کې د الله تعالی سره شرک (ستر جرم) دی همداسې په قانون کې هم د الله تعالی سره شرک (ستر جرم دی )  ځکه دا ټول د الله تعالی د جانبه دي او ويره داسې لازمه ده لکه څنګه چې د الله تعالی د حدودو د قيام رغبت لازم دی .

ويره د واک په وسيله را منځته کيږي او رغبت د غوره سلوک په وسيله او دا دواړه هغه وخت را منځته کيږي چې کله حکم د اسلام او واکمنان مسلمان وي او اسلام دوښمنو همدا کوښښ کولو تر څو دا ټول د واک او سلطنت له ډګر څخه لرې کړي او اسلام له رهبت او رغبت څخه محروم کړي او يوازې يو شکل او صورت به يې باقي وي چې تر ژوند کولو به مرګ ته لنډ وي، دا هماغه څه دي چې (اسلام دوښمنو ) په اسلامي نړۍ کې تر سره کړل .

د مثال په توګه ترکيه : کله چې دوی د اسلام څخه د لرې کيدو په فکر کې شول او دوی مرحله په مرحله د قانون د علماني (بې دينه) کولو کوښښ تر سره کړ نو هر لس کاله وروسته به يې د قانون يو اړخ الحادي کولو چې تر ۱۲۵۶ه-ق۱۸۴۰م کال پورې (دې کار دوام وکړ)  او بيا به يې هر شل کاله وروسته دا کار تر سره کولو او بیا يې په ۱۳۴۳ه -۱۹۲۴م کال کې لوی علمانيت تر سره کړ او د اسلامي خلافت د لغوی کولو اعلان يې وکړ .

مصر :

په مصر کې قانون د پردي يرغل لخوا علماني شو ، لومړی د اشغال څخه يو کال وروسته په تاريخ د ۱۳۰۱ ه – ۱۸۸۳م علماني شو داسې چې د بيهرنيو امتيازونو له منځه وړل به د بهرنيو په خوښه وي ، د غربي قانون علمي کول چې له اسلامي شريعت څخه لرې وو ، او بیا ددې متن لغو کول چې د مصر په آساسي قانون کې به د حکومت دين لنډه مهاله يا مؤقت وي تر ۱۹۵۸ کال پورې ، 

او بيا د مصر د ۱۹۸۵ کال په مؤقت آساسي قانون کې ددې متن لرې کول چې د دولت دين به اسلام وي او وروسته په ۱۹۶۳ م کال کې په ملي تړون کې يې ډير زيات بدلونونه پکې راوستل.

او په تأسف سره چې په ډيرو اسلامي هيوادونو کې قانون علماني شوی او د دغو هيوادونو په حکومتونو کې هيڅ شريعت نه دی پاتې شوی له هرې خوا څخه ( الحادي قانون ) محاصره کړي او همداسي دا علماني کول ادامه لري ، د تعليم علماني يا سيکولر کول ، د رسنيو او مطبوعاتو  سيکولر کول نو داسې يو نسل را منځته شو چې هغه علماني قانون خوښوي او دا د علمانيت نتيجه به د علماني رأی او علماني رسنيو زږول وي او همدا علمانيت به قبلوي او همدارنګه په تعليم کې په علمانيت عمل کيږي په رسنيو کې په علمانيت عمل کيږي او د قانون په برخه کې په علمانيت عمل کيږي .

أساليب الغزوه الفکري للعالم الاسلامي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟