پوښتنه (۳۸) دروژه ماتي په وخت كې چې خوراك وكړاى شي نوبيادماښام لمونځ كوي ،يوسړى په دې كړنه نيوكه كوي او وايي چې دلمانځه څخه وروسته بايدخوراك وكړاى شي اوداذان كولوسره دي يواځې په خرما روژه ماته كړاى شي اوسمدستي بايدلمونځ اداء كړاى شي نودغه سړى ځكه ناخوښه دى اويواڅي خپل لمونځ كوي اوس شرعا څه حكم دى ؟
ځواب: دروژه ماتي په سبب دماښام په لمانځه كې معمولي وروسته والى كول روا دي په دې كې هيڅ خبره نشته په ډاډه زړه دي روژه ماته كړاى شي دخوراك اوڅښاك څخه وروسته دي لمونځ اداء كړاى شي نوكوم سړى چې ددي لږ وروسته والي په سبب ناخوښه دى اويواځې لمونځ كوي هغه خطا كوي اوورته پكاردي چې په جماعت كې شريك شي اودا وروسته والى دي دشرعي خلاف نه ګڼي (1) بلكې دا دشريعت مطابق حكم دى .
(1) هركله چې په وخت كې ګنجايش وې اوديوضروري كار په سبب لږ وروسته شي نوپه دې كې بالكل هيڅ بدي نشته ( ووقت المغرب الى غيبوبة الشفق (عالمګيرى كشورى اوقات الصلوة ص ۴۹ ج۱ )عن ابى ايوب رضى الله عنه قال قال رسول الله r لايزال امتى بخيراوقال على الفطرة مالم يوخروا المغرب الى ان تشتبك النجوم رواه ابوداؤد (مشكوة باب تعجيل الصلوة فصل ثانى ص ۶۱ ) ددې څخه هم معلومه شوه چې ترڅوپوري ستوري په زيات شميركې په اسمان راختلي اوخواره شوي نه وي په وروسته والي كې هيڅ نقصان نشته ( وفى القنية يكره تاخيرالمغرب عندمحمد رحمه الله وفى رواية عن ابى حنيفة رحمه الله ولايكره فى رواية الحسن عنه مالم يغيب الشفق والاصح انه يكره الامن عذر كالسفر والكون على الاكل ونحوهما الخ والذى اقتضته الاخبار كراهة التاخيرالى ظهور النجوم وماقبله مسكوت عنه فهو على الاباحة ( غنية المستملى ص ۲۳۳ )