ددې حديث چې څوک قرآن په ښه صوت نه وايي له مونږ څخه نه دی مطلب څه دی ؟

محترمو استادانو ددى مبارك حديث په تفسير سم نه بوهيزو جه فرمايي. من لم يتغنى بالقران فليس منا٠ كه يو تن قرات سم نه شي كولي نو أيا له اسلام نه ووت؟

عبدالله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

دا حديث شريف صحيح البخاري په دې شان نقل کړی دی :

روى البخاري في صحيحه عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : “ليس منا من لم يتغن بالقرآن وزاد غيره يجهر به” .. ” ليس منا من لم يتغن بالقرآن”.

په پورته حديث شريف کې يتغن بالقرآن څخه مطلب دا دی چې د قرآنکريم لوستونکی به قرآن په ښه صورت او حد اقل دومره جهر او زوره سره وايي چې خپله يې اروي ، قرآن به په تجويد او خشوع سره وايي او په هغه کې به تدبر کوي تر څو په زړه باندې اثر وکړي .

او ليس منا څخه مطلب دا نه دی چې څوک په ښه صوت او تدبر او خشوع سره قرآن نه وايي نو هغه د امت اهل دين څخه نه دی ، بلکي د هغه مطلب دا دی چې زمونږ په سنتو برابر نه دی يعنې داسې کول د سنتو خلاف دي ، څوک چې قرآن په تجويد ، تدبر او ښه صوت سره نه وايي نو داسې کول ګناه ده .

عمدة القاري ليکي : أي ليس من أهل سنتنا، وليس المراد أنه ليس من أهل ديننا” عمدة القارئ (25/ 182) . وقال التوربشتي-رحمه الله تعالى-: ” المعنى ليس من أهل سنتنا أو ممن تبعنا في أمرنا، وهو وعيدٌ، ولا خلاف بين الأمة أن قارئ القرآن مثابٌ في غير تحسين صوته فكيف يجعل مستحقاً للوعيد وهو مأجور؟ 

ومعناه: أن يحسن القارئ صوته بالقرآن ويجهر به، أما كونه يقرأ قراءة ليس فيها تحزن ولا تخشع، وما لها أثر في القلوب فلا يصح، فينبغي للقارئ أن يحسن صوته ويتلذذ بالقراءة ويجهر بها إذا كان حوله من يستمع، ولهذا قال النبي صلى الله عليه وآله وسلم: (زينوا أصواتكم بالقرآن) هكذا جاء الحديث. فتحسين الصوت بالقراءة، وتجويد القراءة، والتلذذ بالقراءة، والتخشع فيها، مما يؤثر على القارئ ويؤثر على غيره في سماعه كتاب الله

و الله سبحانه وتعالی اعلم

…………………………………………………………………………………………………………………………………………

که تاسو غواړئ چې علمي او تحقیقاتي لیکنې او مقالې مو په دعوت نیوز کې خپرې شي نو لاندې لینک کیکاږئ او مونږ ته په انلاین بڼه خپله لیکنه را واستوئ؛

https://dawatnews.com/submit-article/

شرعی پوښتنه:

که کومه شرعی پوښتنه لری دمهربانی له مخی لاندی فورم ډک کړی او خپله پوښتنه ثبت کړي.

https://shorter.me/75WZr

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟