ځیني خلګ دډوډئ څخه وروسته په ټوش پیپر لاسونه پاکوي نوپوښتنه دارمینځ ته کیږي چې آیا داعمل خوبه داسلام خلاف نه وي داجائز دی اوکنه ؟
جواب : نوپه دي اړه دمحقیقینو علماو رایه داده چې ټوش پېپر کاغذ نه دی اوچې کاغذنه شې نو لاس ورباندي پاکول هم صحیح دي ،یاپه بل تعبیر لکه په دست پاک چې لاس پاکول جائز دي همداسې په ټوش پېپر باندي هم لاس پاکول جایز دي البته دلاسونووینځل سنت کار دی نوکه لاس په ټوش پېپرباندي پاک هم کړي بیادي لاس په اوبووینخې .
_________________________________
_________________________________
في الهندیه ۵\۳۳۷والسنة غسل الایدي قبل الطعام وبعده
الفتاوی الرحیمیة ۲\۲۳۳ و البستان \۳۴۳ وفي الهندیه ۵\۳۳۷ولایمسح یده قبل الطعام بالمندیل لیکون اثرالغسل باقیا وقت الاکل ویمسحها بعده لیزول اثرالطعام بالکلیة الخ .