پو ښتنه : دجنازې لمونځ دويم ځل کول څنګه دي اودخښولو په وخت کې دمړي مخ ښود ل څنګه دي ؟
ځواب : دجنازې لمونځ دويم ځل کول صحيح نه دي
(اوپه دې کې څه تفصيل دى )
کوم چې دفقهې کتابونو کې ذکر شوي دي چې که چيرته مخکې ولي لمونځ نه وي
کړى اونه دهغه په اجازت سره لمونځ اوکړى شو بلکې داسې خلکو لمونځ وکړو
چا ته چې حق د مخکې والي نه وونو ولې دويم ځل لمونځ کولى شي
او که چيرته ولي لومړى لمونځ وکړي نو بيا نوروته اجازه نشته چې مکرر لمونځ
وکړي په درمختار کې دي :
( وان صلى هواى الولي بحق بان لم يحضر من يقدم عليه لايصلى غيره بعده الخ وفيه ايضاً لان تکرارها غير مشروع الخ ) (2)
اومخ کتل دمړي صحيح دي خو په کفن کې پټو لو څخه وروسته ورته مخ لوسول ښه نه دي .
(2) الدرالمختارعلى هامش ردالمحتارباب صلاة الجنائزج ص ٨٢٦. ط. س. ج ٢ ص ٢٢٣. ١٢ .