دجمعې اودماسپښين په لمانځه كې دوخت توپيرشته اوكه نه ؟

پوښتنه : دجمعې د لمانځه وخت څه وخت پيليږي ،دمدراس دساعت په حساب سره به په څو بجودجمعي لمونځ كيږي اود زوال وخت په اوسني وخت كې له څه وخت څخه تركومه پوري وي آيادجمعي لمونځ دزوال څخه مخكې هم كولاى شواودماسپښين  اودجمعې يووخت دى اوكه څه توپيريي شته ؟

ځواب : دماسپښين دلمانځه اودجمعې دلمانځه وخت يودى ،دلمر دزوال څخه وروسته يي وخت پيل كيږي اوله دې څخه مخكې دجمعې لمونځ روا نه دى لكه څنګه چې دماسپښين لمونځ روا نه دى (2) دلته تقريبا دمدراس دساعت مطابق دولس نيمي بجي زوال كيږي اودهغه ځاى دزوال وخت تاسې وګورئ .غالبا هلته به هم همدې ته نږدي وي ددې څخه وروسته دجمعې لمونځ كيږي .

(2)  وجمعة كظهراصلا واستحبابا فى الزمانين لانها خلفه ( الدرالمختار على هامش  ردالمحتار كتاب الصلوة ج ۱ ص ۳۴۰ )

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.