خلیل درویش
لاندې منفي کړنې په ماشوم باندې ذهني انتحار کول دي:
*د ماشوم شخصیت وژني؛
*ماشوم په ځان باور له لاسه ورکوي؛
*ماشوم بې جرئته کېږي؛
*ماشوم د ژور خفګان يا ډيپرېشن په ناروغي اخته کېږي؛
*ماشوم انزوا ته ځي، ګوښه والی غوره کوي؛
*د ناکاميو خوا ته ځي!؛
۱. د ماشومانو پرتله کول د نورو ماشومانو سره؛
مثال: له فلاني ماشوم څخه ولې شاته يې!
۲. د ماشوم له وړتياوو، خوی او عادت، يا له فطري ځانګړتياوو څخه انتقاد کول.
مثال: ته فلانی کار نشې کولی!
۳. د اشتباهاتو په ترسره کولو سره تهديدول او وهل؛
مثال: ښوونځي ته په تلو کې، لټي کول.
۴. ماشوم ته منفي افکار پيچکاري کول؛
مثال: له تا شی نه جوړېږي؛ ته ټنبل يې، هسې ښوونځي ته ځې راځې او…
۵. د ماشوم د ښوونځي د نمرو اوسط فيصدي په ځای، په مقام پسې تمرکز کول؛
مثال: يو ماشوم په خپل ټولګي کې ۸۰٪ د نمرو اوسط پوره کوي، خو په ټولګي کې پنځم (۵) مقام راځي، خو د پلار، او مور له خوا په دې ځورول کېږي چې ولې دې لومړی (۱) يا دوهم(۲) مقام ندی ترلاسه کړی.
۶. هېڅ وخت ستاينه نه کول؛
مثال: د ماشوم ستاينه نه کول، حتا د ښه او مثبت کار په ترسره کولو هم؛
۷. ماشوم له عيبه پاک غوښتل؛
مثال؛ انسان د اشتباهاتو ډک پکېج له ځان سره لري، په خاصه توګه په ماشومانو کې.
د ماشوم عيب بايد بررسي او وروسته يې ماشوم ته په ارامه او نازولې لهجه د هغه تاوانونه او انجام وښودل شي، په دې سره ماشوم له يوې خوا متوجې کېږي او له بلې خوا فکري انرژي پيدا کېږي.
۸. ښکنځل؛
لکه: خره، سپيه، د سپي زو او…
دا کار ماشوم هم بې تربيه کوي او هم يې رواني شکنجه کوي.
۹. توهينول؛
لکه: تور مخې، احمقه، شونډوره او…
۱۰. کاذب تهديد؛
هله سپی راغی؛ يا مړ/مړه به دې کړم؛ يا حلالوم دي او…
۱۱. قصداً يې خبرې ردول؛
لکه: ته نه پوهېږې، خبرې مه کوه.
۱۲. ښېرا ورته کول؛
لکه: خدای جل جلاله دې مړ/مړه کړه؛ له تا مې خلاصه کړې؛ تباه شې او…
نوټ: د پلار او مور، دوا او ښېرا اولاد ته، نه ردېږي.
د غوسې په وخت کې له ښېرا، جداً ډډه کول پکار دي.
۱۳. مشروطه مينه؛
ماشوم ته ميند تر يو کاره مشروطول؛
مثال: که دې زما پياله راوړه بيا راباندې ګران يې او…
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ