څه ثبوت شته چى لمونځ د اسلام دوهم رکن دى ثبوت يي که په قران او حديث وى نو شه دى؟
د فرض والى دليل يي نه غواړم دا دليل غواړم چى دوهم رکن دى
نويد :
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
په دې باره کې د قرآن او سنتو ډير دلائل او واضح نصوص راغلی دي چې د ايمان يا توحيد وروسته د اسلام دوهم رکن لمونځ دی .
[قُل لِّعِبَادِيَ الَّذِينَ آمَنُواْ يُقِيمُواْ الصَّلاَةَ وَيُنفِقُواْ مِمَّا رَزَقْنَاهُمْ سِرًّا وَعَلانِيَةً مِّن قَبْلِ أَن يَأْتِيَ يَوْمٌ لاَّ بَيْعٌ فِيهِ وَلاَ خِلاَلٌ] (ابراهيم :۳۱).
ژباړه: ته زما هغو بنده ګانو ته ووایه چې ایمان يې راوړى دى چې لمونځ دې قايموي او له هغه مال نه دې چې مونږ دوى ته وركړى دى په پټه او ښكاره انفاق كوي، مخكې له دې نه چې هغه ورځ راشي چې په هغې كې نه اخيستل خرڅول شته او نه دوستي.
[إِنَّمَا يَعْمُرُ مَسَاجِدَ اللَّـهِ مَنْ آمَنَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَأَقَامَ الصَّلاَةَ وَآتَى الزَّكَاةَ وَلَمْ يَخْشَ إِلاَّ اللّهَ فَعَسَى أُوْلَـئِكَ أَن يَكُونُواْ مِنَ الْمُهْتَدِينَ] (التوبه :۱۸).
ژباړه: د الله جوماتونه خو يواځې هغه څوك ابادوي چې په الله او د اخرت په ورځ يې ایمان راوړى وي او لمونځ قايموي او زكات وركوي او نه وېرېږي غیر له الله نه، نو امېد دى چې دغه كسان به له هدایت موندونكو ځنې وي.
همدارنګه په حديث شريف راغلي دي : «بُنِيَ الإِسْلاَمُ عَلَى خَمْسٍ شَهَادَةِ أَنْ لا إله إلا اللهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ وَإِقَامِ الصَّلاَةِ وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ ……». [متفق عليه]
ژباړه: «د اسلام دین په پنځه بنسټونو باندي جوړ او ولاړ دی:
لمړې: ددې خبرې ګواهي کول چه د عبادت او بندګۍ مستحق او لایق بل هیڅ څوک نشته مګر یواځې الله (جل جلاله) دی، او محمد صلی الله عليه وسلم د الله تعالی ریښتینی پیغمبر او استاذی دی.
دوهم: په شپه او ورځ کښې پنځه وخته لمونځ کول (پوره له ټولو حقوقو).
دریم: د خپل مال زکات ورکول… او همداسې روژه او حج .
و بالله توفيق