داپوښتنه لرم چه که زه په روژه کی دورځی دخپلی ښځی سره مستی وکړم مذی می ووځی روژه پری ماتیږی اوکه نه؟

{1}
 سلام مولانا صا حب ـ په رمزان کې دخپلې ښځې سره لوبی کول څه حکم لری بغیر له جما ع څخه ؟او که چیرته رواه وی نو په هغه واخت څه حکم لری چه په دغه موقیع کی د مو ذکر څه اوب لاړی؟ډیر مڼه به مووی په احترام
جاوېد له کنړ نه
{1}
سلامونه
د روژې مبارکي مياشتي د مبارکيو ترڅنګه د دغه ورور پوښتنه تاسو ته درلېږم که تاسو وکړای شئ ځواب ورته برابر کړئ
پوښتنه پّ لاندي ډول ده
ګرانه اسلام علیکم…
زه له ستا سو څخه داپوښتنه لرم چه که زه په روژه کی دورځی دخپلی ښځی سره
مستی وکړم مذی می ووځی روژه پری ماتیږی اوکه نه؟ 2 : یایی په روژی حالت
کی خپله ښځه چپ (مچو)کړم روژه پری ماتیږی اوکه نه ؟  3 : یا خپله ښځه دور
ځی  په مهال غیږه کی ونیسم اویوځای ورسره څملم ایا په دی روژه ماتیږی او
که نه؟
4: انزال څه شی ته وایی؟
5:که روژه مکروه شی څه حکم لری؟
“په درناوی”
لومړی : د تاسی مستی چې د مذی د وتلو تر حده رسيږي نو د شهوت قوي خطره ده دا مستی روژه مکروه کوي
دوهم : که چيری روژه لرونکې په ځان ډاډمن نه وي مچی روژه مکروه کوي او که پر ځان ډاډمن وی باک نلری
دريم : څملاستل او په غيږ کې نيول هم د ډاډ په حالت کې پروانه لری خو که سړی بې واکه وي نو روژه مکروه کوي

عَنْ عَائِشَةَ رَضِي اللَّه عَنْهَا قَالَتْ: كَانَ النَّبِيُّ صلی الله عليه وسلم يُقَبِّلُ وَيُبَاشِرُ وَهُوَ صَائِمٌ وَكَانَ أَمْلَكَكُمْ لإِرْبِهِ. (بخارى:1927)
د عايشې رضی الله عنها نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  به په روژه کې د خپلو ميرمنو سره څملاستلو ، ور تر غاړه کيدل او د روژې په حال به يې هغوی مچې کولې ، عايشه رضی الله عنها زياتوي :آنحضرت صلی الله عليه وسلم د خپل شهوت په کنترول کې له ټولو څخه قوي وو .
څلورم : انزال هغه سپينی اوبه يا منی دي چې د جماع په وخت کې په خوند توپ او تيزي سره وځی او ورسته له انزال څخه    ستړيا محسوسيږي او شهوت په پوره ټوګه له منځه ځی
 پنځم :
د روژی په مکروهاتو روژه نه ماتيږي ولی ثواب يې کميږي
📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.