داصول الفقه اهم کتابونه (څلورمه برخه)

داصول الفقه اهم کتابونه!
لیکوال: مفتی انور خان سالار زئ
ژباړن: م عبدالحسیب منصور.

ناشر: دعوتی نیوز.کام

…………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………..

څلورمه برخه:
په اصول فقه کې د متکلمینو په طریقې لیکلی شوي کتابونه:
په دې طریقه لیکلی شوي ځینې کتابونه بنیادي دي او ځینې په دې باندې بنا دي، بنیادي کتابونه پنځه دي او په دې پنځو کتابو باندې بنا کتابونه په لاندې ډول دي:
(۱) المحصول في اصول الفقه ـ لفخر الدین بن الخطیب الرازي أبو عبدالله محمد بن عمر بن حسین (متوفی ۶۰۶هـ) صاحب “التفسیر الکبیر”.
(۲) الإحکام في أصول الأحکام ـ لسیف الدین الآمدي علی بن محمد (متوفی ۶۳۱هـ) ، آمدي دخپل یادشوي کتاب اختصار هم کړی د “منتهی السول فی علم الأصول” په نامه.
(۳) مختصر الأصول ـ لأبي عمرو بن الحاجب (متوفی ۶۴۶هـ)،دا دابن حاحب دبل کتاب”منتهی السول والأمل فی علمي الأصول والجدل” اختصار دی ـ دمختصر الأصول یوه شروح په لاندې ډول ده:
أ ـ شرح العضد لمختصر المنتهی ـ للقاضي عضدالدین عبدالرحمن الایجي (متوفی ۷۵۶هـ) ـ په “شرح العضد” باندې بیا د دوو علماو حاشیې دي:
①د علامه سعدالدین تفتازاني (متوفی ۷۹۲هـ).
② د شریف علی بن محمد جرجاني (متوفی ۸۱۶هـ).

(۴) شرح تنقیح الفصول في اختصار المحصول ـ لشهاب الدین القرافي (متوفی ۶۸۴هـ) ـ دعلامه قرافي په اصولو کې د “الذخیرة” په نوم یو بل کتاب هم شته.
(۵) منهاج الوصول الی علم الأصول ـ للقاضی عبدالله بن عمر بن محمد بیضاوی شیرازی (متوفی ۶۸۵هـ).
په دې باندې ګڼ شروحات لیکلی شوي دي، چې یو څو مشهور یې دادي:
① الإبهاج بشرح منهاج الوصول للبیضاوی ـ لتاج الدین عبدالوهاب السبکي (متوفی ۷۷۱هـ) صاحب “جمع الجوامع” فی الأصول.
② نهایة السول شرح منهاج الوصول للبیضاوي ـ لجمال الدین الاسنوي (متوفی ۷۷۲هـ) صاحب کتاب “التمهید” ی القواعد الأصولیة.
دا دمتکلمینو په بنیادي کتابو باندې متفرع کتابونه و.

…………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………..

یادونه:دا لړی ادامه لري…

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟