داصول الفقه اهم کتابونه (پنځمه برخه)

داصول الفقه اهم کتابونه!
لیکوال: مفتی انور خان سالار زئ
ژباړن: م عبدالحسیب منصور.

ناشر: دعوتی نیوز.کام

…………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………..

پنځمه برخه:
داصول فقه هغه کتابونه چې د احنافو او متکلمینو طریقه یې سره جمع کړې:
(۱) بدیع النظام الجامع بین کتابي البزدوي والإحکام ـ لمظفرالدین احمد بن علي الساعاتي الحنفي (متوفی ۶۴۹هـ)، په دې کتاب کې یې “اصول البزدوي” او د آمدي “الإحکام” جمع کړي دي.
(۲) المنار في اصول الفقه ـ لأبی البرکات حافظ الدین النسفي الحنفي (متوفی ۷۱۰هـ)، په دې کتاب باندې داحنافو علماو ډیرې شرحې لیکلي دي، چې یو څو شروحات یې دادي:
أ ـ شرح المنار في اصول الفقه ـ لابن ملك عبد اللطيف بن عبدالعزيز بن ملك (متوفی ۸۸۵هـ).
ب ـ فتح الغفار بشرح المنار ـ لزین الدین ابن نجیم الحنفي (متوفی ۹۷۰هـ).
ج ـ افاضة الأنوار شرح المنار ـ لعلاء الدین محمد بن علي الحصکفي (متوفی ۱۰۸۸هـ).
د ـ نسمات الأسحار علی شرح المنار ـ لابن عابدین الشامي محمد امین بن عمر (متوفی ۱۲۵۲هـ).
(۳) تنقیح الأصول ـ لصدر الشریعة عبیدالله بن مسعود البخاري الحنفي (متوفی ۷۴۷هـ). د دې کتاب لاندې شروحات دي:
أ ـ التوضیح شرح التنقیح ـ لصدر الشریعة نفسه.
ب ـ التلویح في کشف حقائق التنقیح ـ لسعد الدین التفتازاني مسعود بن عمر (متوفی ۷۹۱هـ).
(۴) جمع الجوامع ـ فی الأصول ـ لتاج الدین عبدالوهاب السبکي الشافعي (متوفی ۷۷۱هـ)، په دې کتاب باندې متعدد حواشي او شروحات لیکلی شوي دي چې یو څو په لاندې ډول دي:
أ ـ البدر الطالع في حل جمع الجوامع ـ لجلال الدین المحلي الشافعي (متوفی ۸۶۴هـ) ـ علامه بناني عبدالرحمن بن جادالله المالکي (متوفی ۱۱۹۸هـ) د امام محلي په مذکور کتاب حاشیه لیکلي.
ب ـ حاشیة عمیرة.
ج ـ حاشیة الآیات البینات علی شرح جمع الجوامع ـ لشهاب الدین احمد بن قاسم العبادی (متوفی ۹۹۴هـ).
د ـ حاشیة الشیخ حسن العطار(متوفی ۱۲۵۰هـ) علی شرح الجلال المحلي لجمع الجوامع ـ په دې حاشیه باندې دشیخ محمد حسین مالکي (متوفی ۱۳۶۷هـ) تقریرات دي د “تقریرات الشربیني” په نوم.

…………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………..

یادونه:دا لړی دوام لري…

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟