داصول الفقه اهم کتابونه!
لیکوال: مفتی انور خان سالار زئ
ژباړن: م عبدالحسیب منصور.
نهمه برخه:
اصولي قواعد او دهغې کتابونه:
له اصولي قواعدو څخه مراد فقهي قواعد نه دي، بلکه د دلائلو څخه داحکاماتو داستنباط دضبط جامع قواعد دي لکه: سنت دکتاب لپاره مبین دی، د نص په مورد کې اجتهاد نه ده جائز، امر دوجوب لپاره دی او خاص به په عام مقدم وي،
له دې اصولي قواعدو څخه هیڅ یو مذهب نه دی خالی،موږ د فقهي مذاهبو ترتیب سره داصولي قواعدو یو څه کتابونه لاندې ذکر کاوو:
(۱) الوصول إلى قواعد الأصول ـ لمحمد التمرتاشي الحنفي (متوفى ۱۰۰۴هـ)
(۲) مفتاح الوصول إلی بناء الفروع علی الأصول ـ لأبي عبدالله التلمساني المالکي (متوفی ۷۷۱هـ)
(۳) تخریج الفروع علی الأصول ـ لشهاب الدین الزنجاني الشافعي (متوفی ۶۵۶هـ)
(۴) التمهید في تخریج الفروع علی الأصول ـ لجمال الدین الإسنوي الشافعي (متوفی ۷۷۲هـ)
(۵) القواعد والفوائد الأصولیة ومایتعلق بها من الأحکام الفرعیةـ لإبن اللحام أبو الحسن علاء الدین علي بن عباس البعلی الحنبلي (متوفی ۸۰۳هـ)
دغو مؤلفینو یوې یوې قاعدې ذکر کولو سره دفقهي احکامو څخه یې د دې لپاره تطبیقي مثالونه ذکر کړي دي، طالب العلم ته چې څومره فقهي احکام زیات یاد وي هومره له دې کتابو څخه زیاته استفاده کولای شي.
له دې وجې بهتره داده چې طالب العلم اول علم فقه ولولي له دې وروسته بیا په (اوله مرحله کې) داصولي قواعدو (همدا)کتابونه مطالعه کړي.