داصول الفقه اهم کتابونه!
لیکوال: مفتی انور خان سالار زئ
ژباړن: م عبدالحسیب منصور.
لسمه برخه:
د علم اصول فقه هغه کتابونه چې په دویمه مرحله کې یې لوستل په کار دي:
په دې مرحله دعبدالکریم زیدان کتاب “الوجیز فی اصول الفقه” دبنیادي کتاب په طور باید ولوستل شي، ځکه د دې کتاب د ډیرو فوائدو دښه تقسیم سربیره دمثالونو کثرت او مراجعو یادونه هم په کې شوې ده.
او ددکتور محمد سلیمان عبدالله الأشقر کتاب “الواضح فی أصول الفقه” ، په کار ده چې د تمهیدي کتاب په طور ولوستل شي ،ځکه یو خو مختصر ده، همدارنګه دحسن تقسیم او سهل العبارة سربیره د مبتدي طالب العلم لپاره یې لوستل مناسب هم دي ـ
په وخت دضروت کې مخکې ذکرشوو داصول فقه کتابوته هم مراجعت په کار ده.
#یادونه: کله ناکله د اصول فقه سره تړلي نورو موضوعاتو (لکه: داجتهاد او تقلید احکام او دفقهاو داختلاف اسبابو) طرفه ته هم مراجعت ضرورت پیښیږي ـ
لهذا دفقهاو داختلاف اسباب په سلسله کې دشیخ الاسلام ابن تیمیة رحمه الله کتاب “رفع الملام عن الأئمة الأعلام” او دحضرت شاه ولی الله رحمه الله کتاب “الإنصاف في بيان أسباب الإختلاف” وغيره مفید دي.