داصول الفقه اهم کتابونه(دريمه برخه)

داصول الفقه اهم کتابونه!
لیکوال: مفتی انور خان سالار زئ
ژباړن: م عبدالحسیب منصور.

ناشر: دعوتی نیوز.کام

…………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………..
دريمه برخه:

په اصول فقه کې د متکلمینو په طریقې لیکلی شوي کتابونه:
په دې طریقه لیکلی شوي ځینې کتابونه بنیادي دي او ځینې په دې باندې بنا دي، بنیادي کتابونه پنځه دي، چې درې داشاعره و او دوه دمعتزله و دي.
داشاعره و کتابونه:
(۱) التقريب والإرشاد ـ للقاضي أبي بکر الباقلاني محمد بن طيب الأشعري المالکي (متوفی ۴۰۳هـ).
(۲) البرهان ـ لإمام الحرمين أبی المعالي الجويني
(متوفی ۴۷۸هـ).
یادونه: د امام الحرمین د “الورقات فی أصول الفقه” په نوم یو مختصر کتاب هم شته چې ډیر زیات شروحات لري.
(۳) المستصفیٰ ـ لأبي حامد الغزالي (متوفی ۵۰۵هـ) ـ امام غزالي دامام الحرمین شاګرد دی د امام غزالي په اصول فقه کې د “المنخول” په نوم یو بل کتاب هم شته.

د معتزله و کتابونه:
(۱) العُمد ـ للقاضي عبدالجبار بن احمد (متوفی ۴۱۵هـ).
(۲) المعتمد ـ لأبی الحسین البصري محمد بن علي (متوفی ۴۳۶هـ) دا دقاضی عبدالجبار شاګرد دی ،د ده په اصول فقه کې د “شرح کتاب العمد للقاضی عبدالجبار” په نوم یو بل کتاب هم شته.
یاده دې وي چې دا دمتکلمینو په طرز لیکلی لیکلی شوي پنځه بنیادي او اساسي کتابونه دي.

…………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………..

یادونه:  دا لړی ادامه لري…

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟