داسې روباټ چې تر موږ هم حساس دی

ډېر کله به تاسې د یوه چا له ځانه، خولې او یا هم پښو له بدبويي څخه دومره په تکليف شوي یاست چې هغه ځای ور پرېږدئ، خو راځئ په سرخط کې د یوه داسې روباټ په اړه ولولئ چې د پښو د بدبوی له لاسه خپل هوش له لاسه ورکوي او ضعف کېږي.

 

جاپانیان چې تر ډېره د ځان، لباس او نورو څېزونو له بدبوی څخه ډېره کرکه لري، اوس یو يې داسې روباټ جوړ کړی چې د بدبوی په حس سره سملاسي ضعف کېږي او خبر ورکوي چې خبره نوره په خرابېدو ده.

 

د دې وړوکي روباټ نوم هینا چین دی او کله چې څوک کور ته راځي، سملاسې يې دی پښې بویوي او کله چې یې بد بوی تر پوزې شي، هملته ضعف کېږي او مېلمه شرموي چې ولې يې پښې نه دي مينځلې.

 

له دې کبله اوس جاپانیان له خپلو پښو سره ډېر احتیاط کوي چې هسې نه کله دا بې‌چاره روباټ د دوی حيا برباد نه کړي.

 

منبع: سرخط ورځپاڼه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.