داخترونولمونځ كې دسجده سهوى حكم اودفرضونه واجبوطرف ته بيرته كيدل

داخترونولمونځ كې دسجده سهوى حكم اودفرضونه

واجبوطرف ته بيرته كيدل

پوښتنه :  داخترلمونځ كې امام سهواځينې واجب تكبيرونه پريښودل

اوركوع ته لاړ بياله ركوع څخه راواپسوشو.

قومې ته راغى اوتكبيريې اوويلواوبياركوع ته لاړو.

نوپه دې صورت كې كې لمونځ صحيح شو. اوكه اعاده واجبه ده .

ياسجده سهوه لازمه ده . اوكه چيرته تكبيرپاتې شي . نوڅه حكم دى ؟

اوسجده سهوه په اخترونوكې اوجمعه كې

دكولواونه كولوپه باره كې معمول به څنګه دى .

كه لازمه نه وي . خوشبعة يې وكړي .

چې شايدڅه موجب دسهوى واقع شوى وي . نوددې څه حكم دى ؟

ځواب : صحيح داده . چې لمونځ اوشوخوداسې كول نه ووپكار . په درمختاركې دي . ( كمالوركع الامام قبل ان يكبرفان الامام يكبرفى الركوع ولايعودالى القيام ليكبرفي ظاهرالرواية فلوعاد ينبغي الفساد) شامي كې په دې باندې ويلي دي . ( وقدعلمت ان العودرواية النوادرعلى انه يقال عليه ما قاله ابن الهمام في ترجيح القول بعدم الفسادفيمالوعادالى القعودالاول بعدمااستتم قائمابان فيه رفض الفرض لاجل الواجب وهووان لم يحل فهو بالصحة لايخل (۱)  شامي ج۱ص ۵۶۱. اوتكبيرات بالكل پاتې كيدل ياپه ذكرشوى طريقه قومه كې اداء كول دترك واجب په اعتبارسره برابردي . اولمونځ په دواړوصورتونوكې كيږي . دداسې اموروپه ترك باندې په اصل كې سجده لازميږ ي. اودسجده سهوى ترك كول يې مختاربللى دى . څنګه چې په درمختاركې دي ( والسهوفي صلاة العيدوالجمعة والمكتوبة والتطوع سواء والمختارعندالمتاخرين عدمه فى الاولين لدفع الفتنة الخ (۲) وهكذافى الشامي . اودابن همام تحقيق نه داهم واضحه شوه . چې ترك فرض الى الواجب مفسددصلوت نه دى . اوپه كوم ورت كې چې سجده سهوه لازمه نه وي . اوغلطى اوشبهې سره اوكړى شي . نو لمونځ كيږ ي. فقط .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.