تارک الصلواة د اسلام په دائره کې دی او که نه ؟ د ده د جنازی لمونځ کيږي او که نه ؟
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
يو سړی تر هغه پورې نه کافر کيږي او نه پرې د کفر حکم لګول کيږي تر څو پورې چه د دين له ضرورياتو نه صريح انکار بلاتاويل ونه کړي .
او که د دین له ضرورياتو څخه صريح انکار وکړي نو دکفر حکم پرې عائد کيږي .
بې لمانځه څو پورې چې د لمانځه په فرضيت اقرار کوي او په توحيد او رسالت باندې قايم وي مسلمان دی .
قوله تعالی : إِنَّ اللّهَ لاَ يَغْفِرُ أَن يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَن يَشَاء (النسأء ۴۸ ) .
ويقوله عليه السلام من قال لااله الاالله دخل الجنة .
او په بل ځای کې فرمايي : من مات وهو يعلم ان لااله الا الله دخل الجنة .
د پورتنی آیت او احاديثو له مخې بې لمانځه د اسلام په دايره کې شامل دی او که بغير له جنازی دفن شو د مربوطه ولس او منطقې ټول خلک ګنهکار دي (فتاوی دارالعلوم ديوبند ج ۱ ص ۳۲ – مفتی اغظم عزيزالرحمن ديوبندي) .
د لمانځه نه کولو په باره کې سخت وعیدونه راغلی دی :
مَا سَلَكَكُمْ فِي سَقَرَ ۴۲ قَالُوا لَمْ نَكُ مِنَ الْمُصَلِّي(المدثر۴۳).
تاسې څه شي دوزخ ته بوتلی ، هغوی به ووايي مونږ له لمونځ کونکو څخه نه ؤ.
مسلمان بايد د زړه په اخلاص توبه وباسي او له دې شيطان دوستی لاس واخلي او د خپل رب جل جلاله ريښتنی بنده ګۍ ته غاړه کيږدی .
الله جل جلاله په ډيره مهربانۍ خپلو ګنهکاربنده ګانو ته داسې ارشاد فرمايي :
قوله تعالی :
يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنفُسِهِمْ لاَ تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ (الزمر ۵۳ ).
ای زما بنده ګانو! کومو کسانو چه پر خپلو ځانونو تيری کړی دی دالله له رحمت څخه مه ناهيلی کيږی يقينًا الله ټولی ګناوی بښي هغه خو بښونکی اومهربان دی .
وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَا الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ 31 النور
مؤمنانو! تاسی ټول دخپلو ګناهونو نه الله تعالی ته توبه وباسې ددی دپاره چې کامياب شئ .(النور ۳۱ )
د توبی دروازه ترمرګه خلاصه ده :
ان ابنِ عُمَرَ عَن الْنَّبيِّ صَلَّى اللَّهُ عَليْهِ وسَلَّم قَالَ:- “إنَّ اللَّهَ يقبلُ توبةَ العبدِ ما لمْ يُغَرْغِرْ (ترمذی).
له ابن عمر نه روايت دی چه : نبی اکرم فرمايلی چه د مرګ د آخری غرغری نه لږ مخکې الله تعالی د خپل بنده توبه هم قبلوي .
د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت نیوزبانکي پتهIslamic Bank AC # 00105100585219 :
د واټس آپ شمېره WhatsApp: +93 747 162 162:
Support Dawatnews Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219
WhatsApp:+93 747 162 162